ټولنیزه برخه

د مور پلار حقوق (۲)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې

که چيرته ستاسو په ژوند کې ستاسو مور پلار سپين ږيرتوب ته ورسيږي نو دا زمانه ډيره د بې کسي او بې وسي وي، د هغوی زور او قوت هم له منځه ځي، همدا رنګه په سپين ږيرتوب کې د اولاد بې معنی خبرې هم هغوی ته زور ورکوي.

لهذا تاسو ته د هغوی پر وړاندې د هو يا اُف ويل نه دي پکار.

له مور پلار سره د ښه چلند د احکامو حديثونه ډير زيات دي :

په يوه روايت کې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته وخوت دری ځلې يې آمين ووايه، کله چې پوښتنه ترې وشوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ما ته جبرئيل آمين علیه السلام راغی او راته وې فرمايل : اې نبي ! د هغه کس پوزه دې په خاورو ککړه شي د کوم پر وړاندې چې ستا يادونه وشي او هغه په تا درود شريف ونه وايي، ووايه چې آمين، نو ما آمين وويل، بيا يې وفرمايل : د هغه کس پوزه دې هم الله تعالی په خاورو ککړه کړي د کوم په ژوند کې چې د رمضان مياشت راشي او ولاړه هم شي او همدغه کس ته بخښنه ونشي، ووايه چې آمين، نو ما آمين وويل، بيا يې وويل : الله تعالی دې هغه هم برباد کړي کوم چې مور پلار يا په دوی کې يو پيدا کړي او بيا هم جنت ته ولاړ نشي، ووايه آمين، نو ما وويل آمين .

يوه انصاري له رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه : د مور پلار له مړينې وروسته له هغوی سره زه کومه نيک چلند کولای شم او که نه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: هو ! څلور کولای شې

(۱) د هغوی د جنازې لمونځ.

(۲) د هغوی لپاره دعا او استغفار.

(۳) د هغوی وعده پوره کول.

(۴) د هغوی د دوستانو عزت کول او هغه صله رحمي کومه چې يوازې د هغوی له امله وي، دا هغه سلوک دی کوم چې د هغوی له مړينې وروسته هم ته کولای شې .

مسئله : ابن ماجه د حضرت ابو امامه رضي الله عنه په روايت نقل کړي، يوه کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې په اولاد باندې د مور او پلار حق څه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : هغوی دواړه ستا جنت يا دوزخ دي، مطلب دا ده چې د هغوی اطاعت او خدمت جنت ته بيونکي دي او د هغوی بې آدبي دوزخ ته بيونکې ده .
وقال تعالی
وَاِذْ اَخَذْنَا مِيْثَاقَ بَنِيْۤ اِسْرَآءِيْلَ لَا تَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ وَ بِالْوَالِدَيْنِ۠ اِحْسَانًا.

ژباړه : او (ياد کړه اې محمده !) هغه وخت چې واخيست مونږ عهد محکم له بني اسرائيلو (اولاده د يعقوب او وويل مونږ دوی ته) چې عبادت مکوئ مګر يوازې د الله او (نيکي کوئ) له مور پلار سره .

تر ټولو لوی حق د الله تعالی دی او د هغه په ټولو حقوقو کې لوی حق دا ده چې د هغه عبادت وکړی شي او د بل هيچا عبادت ونکړی شي، بيا له حقوق الله وروسته د حقوق العباد بيان دی.

د بندګانو په حقوقو کې چونکه د مور پلار حق ډير زيات دی نو له همدې امله لومړی د دوی د حق بيان وشو، بيا د قريبانو، يتيمانو او مسکينانو .

له دې معلومه شوه چې له توحيد وروسته د مور پلار تعظيم د دويمې درجې حکم دی، او يوازې د مور پلار نه دی، بلکې د همدوی په سبب چې د قرابت کومه رشته پيدا شوې له هغو سره هم نيک چلند کول پکار دي، هغه که د مور له طرفه وي او که د پلار له طرفه وي .

وقال تعالی
اَلَّا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَيْـًٔا وَّ بِالْوَالِدَيْنِ۠ اِحْسَانًا .

ژباړه : شريکان مه نيسئ له دغه (الله) سره هيڅ شی، او (نيکي کوئ) له مور پلار سره په نيکي کولو سره .

له مور پلار سره نيکي کول دا دي چې محبت ور سره وکړی شي، او تر څو چې د مور پلار خبره د الله تعالی له حکم مخالفه نه وي خبره يې ومنل شي .

له الله تعالی وروسته د مور او پلار حق دی .

دلته په اصل کې له مور پلار سره د بد چلند کولو منع مقصود ده، خو دې لور ته هم اشاره ده چې بد چلند کول کافي نه دي، بلکې له مور پلار سره ښه چلند نکول دا په خپله بد چلند ده او ګناه ده .

وقال تعالی : وَاَوْصٰنِيْ بِالصَّلٰوةِ وَ الزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَيًّا  وَّ بَرًّۢا بِوَالِدَتِيْٞ وَ لَمْ يَجْعَلْنِيْ جَبَّارًا شَقِيًّا.

ژباړه : او تاکيدي حکم يې فرمايلی ما ته په لمانځه سره او په زکوة سره تر څو چې زه يم ژوندی، او (ګرځولی يم زه الله) نيکي کوونکی له مور خپلې سره او نه يې يم ګرځولی زه سرکشه بدبخته .

يعنې زه داسې نيم چې د الله تعالی له عبادت يا د مور له اطاعت څخه سرکشي او تکبر وکړم او بد بخت جوړ شم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x