ټولنیزه برخه

څنګه لیکوال شم (دلیکوالۍ په اړه نه مهم ټکي)

لیکوال: مصور برکت

زه لیکوال نه یم، خو هیله مې داده چې یو وخت یو موثر او درد من لیکوال رانه جوړشوی وي او له دې لارې مې خپلو ځوریدلو او کړیدلو هیوادوالو ته یو څه خدمت کړی وي. په همدې هیله مې دخپل عمر په درشل کې چې له مقالو لوستلو او ځینې وخت لیکلو څخه مې یو څه زده کړي دي غواړم دتجربو په شکل یې په لاندې ټکو کې چې دیوې مقالي، عرض پاڼې، حتې رسمې خطونو لکه مکتوبونو او وړاندیزونو او نورو لیکنو لپاره یې اړین بولم له درنو لوستونکو سره شریک کړم او زما په آند دا ټکې یو لیکنه خوندوره او دویلو وړيې ګرځولای شي.

لومړی: د موضوع انتخاب: دبحث وړ یا د لیکلو وړ موضوع باید انتخاب شي او وروسته یې په اړه لیکنه وشي، د بحث وړ موضوع په اړه لومړني معلومات له لیکوال سره دا مرسته کولای شي چې لیکنه یې پرحقیقت ولاړه او خوندوره شي. که لیکوال د موضوع په اړه لومړني یا خام معلومات ونلري نو ضرور نده چې په لیکلو یې وخت ضایع کړي، ځکه چې کیدای شي لیکنه یا نیمګړي او یا هم ډیره بی خونده شي. لیکوال باید کوښښ وکړي چې نوې (توده او د وخت د موضوع) په اړه لیکنه وکړي ځکه چې ډیر خلق د تودو موضوعاتو په اړه ډیر غواړي یو څه نوي واوري.

دوهم: د عنوان انتخاب: د یوې لیکنې لپاره دهغه عنوان انتخابول ډیر اړین او د لیکنې تومنه جوړوي، باید ډیر کوښښ وشي چې عنوان دلیکنې په آخر کې انتخاب شي او په دې هم باید بحث وشې چې عنوان په داسې شکل سره انتخاب شي چې لوستونکي یې په لومړي ځل لیدلو سره د ټولې لیکنې ویلو ته زړه ښه کړي.

دریم: د بحث وړ موضوع په اړه څو مهم ټکي لیکل: کله چې موضوع انتخاب شوه لیکوال باید د همغه موضوع په اړه څو مهم اوغټ ټکي له ځانه سره په یو چټل نویس کاغذ کې ولیکي، دا کار له لیکوال سره دا مرسته کولای شي چې د لیکنې پرمهال یې ذهن بل لورته نه ځي او د بحث وړ په موضوع خپله چارچاپیره راڅرخي. په دې مرحله کې باید کوښښ وشي چې د هر غټ ټکي په باره کې یو ځانته پراګراف ولیکل شي.

څلورم: د هر پراګراف ځای ټاکل: له دې وروسته چې پراګرافونه تکمیل شي باید لیکوال دهر پراګراف دځای ټاکل او ترتیب مشخص او دځای پرځای کولو تصمیم یې ونیسي ترڅو لیکنه تکمیل شي.

پنځم: لیکنه باید دځان ښوونې په خاطر نوي: لیکوال باید کوښښ وکړي چې لوستونکو ته د یو څه معلوماتو د وړاندې کولو په موخه خپله لیکنه وکړي نه د دې په خاطر چې ځان مطرح کړي. په دې صورت کې به د لیکوال ذهن یوازې دي ته آماده وي چې څنګه په خپله لیکنه کې مثبته هڅه وکړي او که یې ذهن یوازې دځان مطرح کول وي نو کیدای شي لیکنه تري ګډه وډه شي ځکه چې په دې حالت کې به یې خواحشات له ذهن څخه لوړ تمایلات لري چې دا کار به امکان نلري او لیکنه به ګډه وډه کوي.

شپږم: لومړی مو چې څه زده وو همغه ولیکی: لیکوال باید لومړی هرهغه څه چې زده یې وو ویې لیکي د دوهم ځل لپاره دې بیا ورباندې راوګرځي او که کوم ځای څه قلمي او یا انشایې غلطۍ ولري باید اصلاح یې کړي.

اووم: لیکنه دې بیا بیا تصحیح کړه: لیکوال یې باید په ځان ختمه نکړي او خپله لیکنه دې بیا بیا په هر هغه چا تصحیح کړي چې دتصحیح اعتبار یې ورباندې وي، د تصحیح کوونکي سالم نقدونه، وړاندیزونه او سمونې باید په ورین تندې ومني او د بیا لپاره یې تکرار نکړي. په دې توګه لیکوال په ځان کې مثبت او پایداره تغیر حس کولای شي.

آتم: لیکنه باید منطقې وي: لیکوال باید کوښښ وکړي چې هیڅکله هم په خپله لیکنه کې دروغ ونه لیکې بلکه ټولې خبرې یې منطقې تسلسل ولري او یو پر بل پسې د مخکینیو خبرو او حتې ادعاوو ثبوت ورکې له ورایه ښکاره شي.

نهم: له بیځایه اوږدولو باید ډه ډه وشي: لیکوال باید په دې پوه شي چې دبیځایه اوږدو او له اړتیا پرته لغاتو او جملو لوستل اوس ډیر پخوانی عادت دي او هیڅوک نه غواړي چې خپل وخت په داسې لیکنو ضایع کړي معلومات لږ او جملې ډیرې وي. نو لیکوال باید هره خبره پاکه، لنډه، په حقیقت ولاړه، په ساده کلیوالي ژبه لوستونکو ته تشریح  او وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعمر امین

غوارم یو تکره لیکوال شم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x