نظــر

د غني ملي اجماع او د کرزي راتلونکې لویه جرګه

نظرمحمد مطمئن

اوس نو په دې کې شک نه دى پاتې چې د غني او کرزي ترمنځ ستونزه مخ په زیاتېدو او رسنیو ته په وتو باندي ده. د کمونستانو په وخت کې د هغوی د ضعیفو حکومتونو په شتون کې د خلق او پرچم ګوند خپلمنځي سیالۍ هر وخت روانې وې چې همدغو سیالیو دننه د هغوی نظام نور هم له سقوط سره مخ کړی و.

د غني ګډ حکومت چې په خپل جوړښت کې بلا ډېرې ستونزې لري، تر ټولو خطرناکه يې ورته د پخوانیو مجاهدینو د اپوزېسون خبره او د کرزي په خوښه د نظام د منحل اعلانېدو ستونزې وې.

غني وتوانېد چې د استاد سیاف په مشرۍ د مجاهدینو د قوي اپوزېسون مخه ونیسي، البته په هغه ټېم کې کرزى هم د استاد سیاف او د غني د مخالفې ډلې تر شا ولاړ و، کله چې د جهادي ګوندونو د یووالي شورا د اتو پخوانیو جهادي ډلو له خوا اعلان شوه، بیا هغه و چې په تدریج سره استاد سیاف پر دې قانع شو چې د ثبات یا مجاهدینو د شورا په نوم له غني سره معامله وکړي.

اوس چې د کرزي ډلې ځیني کسان د غني په خوا کې عملاً ودرېدل او ځيني د درېدو په درشل کې دي، د غني پر ټېم به مثبت تاثیر ولري، خو هومره هم نه لکه چې غني او د هغه ډله يې فکر کوي.

کرزي د غني د حکومت د چپه کېدو لپاره ځیني اساسي کارونه کړي دي، یو له هغو د والیانو ټولنه ده چې همدا پخواني والیان چې ځيني په کې په خپلو ولایتونو او سيمو کې نفوذ هم لري، د غني پر حکومت به په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل فشارونه راوړي، تر څو د هغه حکومت نور هم ضعیف او د ولس اعتماد او بارو پرې کم کړي.

کرزی په ولسي او مشرانو جرګو کې هم ډېر پلویان لري او هغوی چې د غني له کړنو ناخوښ هم دي، دا هم یو له عمده فشارونو څخه ګڼل کېږي.

مدني ټولنې چې ډېری یې د کرزي د حکومت پر مهال جوړې شوې او ډېرى د همدغو ټولنو مشران هم د غني له حکومت څخه ناخوښ دي، دوی به هم د کرزي دا خبره چې لویه جرګه دې راوغوښتل شي، ورسره بدرګه کړي.

او مهمه دا ده، فکر نه کېږي چې غني به له پخوانیو مجاهدینو سره پر خپلو کړو ژمنو وفادار پاتې شي، ممکن چې ځیني د هغوی هم بېرته د کرزي لمن ونیسي.

ډاکتر عبدالله چې څنډې کېدو ته ځان ویني او د شمال ټلوالې ډېری پخواني مشران او قوماندانان ورڅخه ناخوښ دي چې غني د هغوی د خپلولو هڅې کوي او نږدې وخت کې يې مثالونه د یونس قانوني، بسم الله محمدي، امرالله صالح او ځینو نورو دي، نو عبدالله به هم ځان په تاوان کې وویني، ممکن چې د هند یا روسيې په وساطت دی هم کوم وخت د کرزي په څنګ کې ودرېږي.

تر ټولو مهمه دا ده چې کرزي په تېرو وختونو کې له چین او روسيې سره ښې اړيکې جوړې کړې دي. له هند سره يې وار له مخه اړيکې ښې دي، ایران هم تر غني پر کرزي ډېر باور لري او پاکستان هېواد هم هغه تمه چې له غني څخه يې درلوده، مخ په اوبو لاهو کېدونکې ده.

دا چې په امریکا کې د ۲۰۱۶ ز کال انتخابات را روان دي، که جمهوري خواهان واک ته ورسېدل، بیا به هم د کرزي په ګټه لوبه واوړي؛ ځکه هغوی به د ډیموکراټ ګوند له انتخابه چې غني يې واک ته رسولى جوړ نه وي او یا ممکن غني له هغوی سره هم سازش وکړي، د هغوی د ډېرو پوځیانو د پاتې کېدو خبره او هر ډول غوښتنې يې ومني.

غني غواړي چې د کرزي د لويې جرګې د راغوښتلو طرحه د ملي اجماع په جوړېدو سره ناکامه کړي، د غني هڅه به دا وي چې ځيني داسي مشران سره راټول کړي چې هغوی د حکومت غوښتنې ومني او د امتیازاتو په اخستو سره د ملي اجماع په غونډو کې ګډون ته زړه ښه کړي، دا به د پخوانیو مجاهدینو ځیني مشران، هغه قومي مشران چې د غني پلوي لا هم کوي او یا داسې مشران چې غني کولای شي هغوی د امتیاز په ورکولو سره راضي کړي، په ښکاره به همدا د ملي اجماع له کسانو څخه د هېواد په اړوند مسایلو کې نظر اخيستل کېږي، خو فکر نه کوم چې عملي شي؛ ځکه اصلاً د پرېکړو د عملي کېدو صلاحیت اوس مهال له امنیت شورا سره دی.

کرزی غواړي چې لویه جرګه را وغواړي او د لويې جرګې له خوا د خلکو پرېکړه داسې اعلان شي چې اوسنى ګډ حکومت ناکام دى او د دوام وړ نه دی، دغه حکومت به منحل اعلان کړي او په لویه جرګه کې به د افغانستان د مشرتابه لپاره کوم بل مشر ونومول شي، د ګډ حکومت پر مشرانو به غږ وشي چې واک نوي مشر ته وسپاري.

دا چې په قانوني ډول سره کرزی لويه جرګه نه شي جوړولاى او نه هم اوسنی حکومت په قانوني ډول سره د لويې جرګې د راغوښتلو وړ دی؛ ځکه د پارلمان د غړو هغه ټاکلې نېټه پوره شوې ده، په اساسي قانون باندې خپله د حکومت مشرانو پښې اېښې دي، ځيني موانع دي چې قانون ورته اجازه نه ورکوي. له همدې امله ده چې د کرزي هڅه به دا وي چې دودیزه لویه جرګه راوغواړي.

سر له اوسه د کرزي پلویان دا خبره کوي چې د ولس په ذهن کې ګډ حکومت سقوط کړى، پر ځای یې باید بل حکومت راشي، د ولس ذهنونه اماده کوي چې که د کرزي له خوا لویه جرګه راغوښتل کېږي، مخالفت يې ونه کړي بلکې هغوی دې په کې ګډون وکړي.

د کرزي د پلویانو دا خبره چې پر نظام او قانون باور لرو، د ګډ حکومت له مشرانو سره جنجال نه غواړو، تفاهم ته ترجیح ورکوو، هدف يې دا دی چې هغوی له واک څخه لاس پر سر شي او واک بېرته د کرزي ټېم ته په لاس کې ورشي.

سمه ده چې که کرزي لویه جرګه راغواړي حکومت به يې مخالفت کوي، خو په هر صورت د کرزي د ټېم پلان همدا دی، مخکې يې غوښتل چې له حکومت سره په ګډه لویه جرګه را وغواړي او غني پر دې خبره راضي کړي، خو کله چې ډاکتر انوارالحق احدي کرزي ته دا خبره وکړه چې په لویه جرګه کې تاسي وړونکي نه یاست، که خلک راغواړئ نو ۳۰ سلنه به د غني خلک وي، ۳۰ سلنه به د عبدالله کسان وي، ۳۰ سلنه به له عام ولس څخه په نښه شي، تاسې ته به ۱۰ سلنه کسان درکول شي، د لويې جرګې په دغسې یو جوړښت کې بیا تاسې ګټونکي نه یاست، بلکې احدي ورته ویلي وو چې د دې پر ځای غوره لاره دا ده چې بیا ځل انتخابات وشي.

دا چې پر انتخاباتو د خلکو باور له منځه تللی، اوسني امنیتې شرایط هم ممکن په راتلونکي کې د انتخاباتو اجازه ورنه کړي، نو کرزی هڅه کوي چې په خپله خوښه پرته د حکومت له خوښې لویه جرګه را وغواړي او حکومت به د همدې دودیزې لويې جرګې مخالفت کوي.

سوال دا دی که په لویه جرګه کې طالبانو او اسلامي حزب (حکمتیار) استازي نه وي، بیا به د بن پرېکړې ته ورته پرېکړه وي، او دا هم سوال دی چې دغه ځل به دوی د غني ځای ناستی ولسمشر ټاکي، د موقت حکومت پر جوړېدو به پرېکړه کوي، د سرپرستې ادارې او یا هم کوم بل ډول حکومت پر جوړښت به پرېکړه کېږي؛ ځکه لا هم ډاکتر عبدالله تر نورو ځان د حکومت د مشرتابه مستحق ګڼي، دا هم مهمه ده چې د همدې دودیزې لويې جرګې له پرېکړې به نړیواله ټولنه ملاتړ وکړي یا نه؟

که ملي اجماع جوړېږي او یا هم دودیزه لویه جرګه راغوښتل کېږي، یوه هم د ولس د درد دوا نه کېږي؛ ځکه بیا به هم وسله وال مخالفین وتلي وي او د هغوی استازي به په کې نه وي، جګړې به دوام وکړي، افغانستان به د روس او امریکا د سیالیو ډګر ګرځي، دا ډول به د پاکستان او هند سیالۍ هم د افغانستان په خاوره کې روانې وي، د سعودي او ایران د سیاليو امکان هم شته.

که کرزي غوښتلای چې هېواد کې سوله او امن راشي هغه په خپله نږدې ۱۳ کلنه دوره کې ډېر زیات چانسونه درلودل، خو ويې نه غوښتل او یا دا چې له مخالفو وسله والو سره سوله وشي، جګړه پای ومومي، اوس هم ولس باوري دی چې نه کرزی او نه هم اشرف غني سولې ته ژمن دي، غني د خپل واک د بقا لپاره او کرزى د بېرته واک ته ستنېدو لپاره سیاسي هلې ځلې کوي.

تر ټولو غوره لاره دا ده څو پر دې فکر وشي چې څه ډول موږ د بهرنیو پوځیانو له شتون څخه ځان خلاص کړو، څه ډول د امریکا او روس د سیالۍ د ډګر پر ځای د دغو دوو هېوادونو له رقابت څخه د افغانستان په ګټه استفاده وکړو؟ څه ډول د هند او پاکستان، دغه ډول ایران او سعودي له رقابتونو څخه په سيمه کې د ملي منافعو په نظر کې نیولو سره د هېواد په ګټه سالمه استفاده وشي؟

دا هر څه هغه وخت کېدای شي چې له وسله والو طالبانو او اسلامي حزب سره جوړجاړی او سوله وشي؛ داسې سوله چې د هغوی د تسلیمۍ خبره نه وي، ګاونډیو هېوادونو ته په کې امتیاز ورکول نه وي، بلکې د رښتينې سولې لپاره د ګډ حکومت مشران او کرزی ژمن و اوسي.

د پای خبره دا ده چې که غني لا هم سولې ته ژمنتیا ونه ښيي ممکن له ده سره د حکومت له دننه او د کرزي مخالفتونه طالبانو ته د ځینو ولایتونو د نیولو چانس ورکړي، په هغه صورت کې به بیا طالبان پر جګړې لا زیات ټینګار کوي او د سولې دغه ځنډېلې پروسه به نوره هم وځنډول شي.

د یوه سوله ییز، پر خپل ځان بسیا او یوموټي افغانستان په هیله

——-

د پژواک خبري اژانس څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x