افغانستان

افغاني پولیسو د بینک څخه په ملیونو افغانۍ غلا کړي

alt

نن ټکی آسیا: درې افغاني پولیسو چي پر بینک یې چوکیداري هم کوله، د کونړ ولایت په مرکز کې د افغانستان د بانک د څانګي څخه په ملیونو افغانۍ غلا کړي.

چارواکي وايي چي دوه پولیس یې د یو څه غلا شویو افغانیو سره بیرته نیولي، خو دریم ملګری یې لا تر اوسه نه دی موندل شوی، او په ملیونو افغانی اوس هم ورکي دي.

د نوروستان چارواکي وايي امنیتي چارواکي وايي، درې تنو پولیسو چي د نورستان په مرکز کې د افغانستان د بانک د څانګي چوکیداري کوله، پر هغوی دا تور دی چي تر 10 ملیونه افغانۍ زیاتي پيسی یې د بانک څخه غلا کړي،

او تښتېدلې دي، چي د هغوی څخه دوه تنه یې د نورستان په مرکز پارون کې د کنتیوا په سیمه کې بیرته نیولي دي.

هغوی زیاته کړې چي په بانک کي د کارکونکو سره هم تحقیقات روان دي، چي هغوی خو به په دغه ستره غلا کي لاس نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x