ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۲) – قضا او قدر

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

قــــضـــا او قـــدر

(  مَآ أَصَابَ مِن مُّصِیبَةٍ فِی اٌلأَرْضِ وَلاَ فِی أَنفُسِکُمْ اِلَّا فِی کِتَابٍ مِّن قَبْلِ أن نَّبْرَأَهَآ . )
”  هـــېــڅ مــصــیــبــت داســـې نــشــتــه، چـــې پـــه ځـــمـــکـــه کـــې یـــا ســـتـــاســـې پـــر خـــپـــل نـــفـــس نـــازلـــېـــږی، او مـــوږ هـــغـــه لـــه پـــیـــدا کـــولـــو نـــه مـــخـــکـــې پـــه یـــو کـــتـــاب کـــې نـــه وی لـــیـــکـــلـــی.  ”

قلمونه وچ شوی، صحیفې پورته شوی، معامله ختمه ده او تقدیر لیکل شوی:

(  قُل لَّن یُصِیبَنَآ اِلَّا مَا کَتَبَ اللهُ  )
”  دوی تـــه ووایـــه !  مـــوږ تـــه هـــېـــڅـــکـــلـــه څـــه ( ضـــرر یـــا ښـــېـــګـــڼـــه ) نـــه رســـېـــږی، خـــو هـــغـــه چـــې الله تــعـــالـــی راتـــه لـــیـــکـــلـــی دی.  ”

څه چې له موږ سره وشول، چاره ترې نه وه، چې موږ ترې خلاص شوی او پرې اخته شوی نه وای.

کله چې دغه عقیده ستا په زړه کې ځای ونیسې، نو تکلیف ډالۍ او مصیبت انعام ګرځی، څه چې تېر شول، هم هغه ښه وو، په حدیث کې راغلی:

(  ومن یُرِدِ اللهُ به خیراً یُصِبْ منه. )
ژباړه:   ”  چـــاتــــه چـــې الله تـــعـــالـــی د خـــیــــر اراده وکـــړی، نــــو د مـــصـــیـــبــــتــــونــــو ازمــــویـــنـــه پـــرې وکــــړی. ”

اوس نو که چا ته تکلیف ورسیږی، ناروغی ورپېښه شی، خپلوان یې مړه شی، مالی تاوان ور ورسېږی،  کور یې وسوځیږی، نو باید پوه شی چې همدا یې په تقدیر کې ورته لیکلی وو.

ټول واک د الله تعالی دی، له دې امله په صبر اجر تر لاسه کېږی، او ګناهونه پرې له منځه ځی، له دې امله څوک چې په ستونزو کې راګېر دی، نو خوښ دې شی، ځکه دا هرڅه د الله تعالی په امر تر سره کېږی، دهغه ذات په امر چې د تقدیر جوړونکی دی، او په پرېکړه کې یې هیڅ بدلون نشې رامنځته کېدای:

(  لَا یُسْأَلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْأَلُونَ )
ژباړه:  ”  هـــغـــه د خـــپـــلـــو کـــارونـــو لـــپـــاره ( دچـــا پـــه وړانـــدې )  پـــوښـــتـــېـــدونـــکـــی نـــه دی، او دوی ټـــول پـــوښـــتـــېـــدونـــکـــی دی . ”

اعصاب مو تر هغه ارام نشی ترلاسه کولای، چې زړه مو له وسوسو او فکرونو ازاد نه کړئ، څه چې کېدونکی وی، هغه خو به هسې هم کېږی، نو بیا د حسرت او پښېمانتیا ګټه څه ده !؟

په دې مه خفه کېږه، چې ګنې نړیدونکې دېوال ژغورلای نشې، روانې اوبه او را الوتی باد ایسارولای نشې، او ښیښه له ماتېدو څخه وروسته جوړولای نشې، ځکه دا دی په وس کې نه ده.

زموږ په خوښه هېڅ هم نشې کېدای، یوازې د الله تعالی پرېکړه به عملی کېږی:

(  فَمَن شَآءَ فَلْیُؤْ مِن وَمَن شَآءَ فَلْيَکْفُرْ )
”  کـــه د چـــا زړه غـــواړی، ودې مـــنـــی او کـــه د چـــا زړه غـــواړی، مـــنـــکــــر دې شی.  ”

د چغو، فریاد او خفګان پر ځای دالله تعالی پرېکړې ته ځان تسلیم کړه، نو هیڅکله به پښېمانی ونه ګورې، که ظاهری اسباب دې برابر کړی وو، او پوخ تدبیر دې نیولی وو، خو هماغه څه وشول چې کېدونکې وو، نو مـــه خـــفــــه کـــېــــږه ،   او دا مه وایه چې که دا کار مې کړی وای، نو داسې به شوی وو، ځکه چې همدا ستا په تقدیر کې لیکل شوی وو، او څه چې الله تعالی وغواړی، هماغه کېږی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x