نظــر

د تعلیم اصلی دښمنان

دا می ډیر مخکی لیکلی وه خورا نه ورک وه، چی اوس می پیدا کړل نو هیله ده چی د تعصب له عینکو پرته یی ولولی

له څو ورځوراهیسی مطبوعات مسلسل دښونځیو او تعلیم دمخنیویو په اړه مختلف راپورونه او لیکني نشر ته سپاري. دهري رسنی ادعا او نشرات یو له بل سره توپیر لري. داخبره هم ښه جوته ده چي نن سبا اکثر مطبوعات د داسي اشخاصو، حکومتونو، او ایجنسیانو  له خوا اداره کیږي چی خامخا به سیاسي، اقتصادي او یا نوري  مادې موخي لري. د اسلام او ملي ارزښتونو  په ترک کولو یې شخصي ګټي په پام کي نیولي وي،  او دهغه چا خلاف په نشریاتو بوخت وی چي تري خوف احساسوي که څه هم مقابل لوري یې حق وي.

نامتو لیکوالان اودنظر خاوندان په خپلو لیکنو او تبصرو کی دتعلیم دمخنیوي ګڼ عوامل او عاملین ښیۍ. چی دبعضونظریات له افراط او تفریط نه خالي نه وي. بلکي دنیمایې نه زیات لیکونکي خو د احترام او ادب له چوکاټه بهر رفتارکوي. بي  له کوم منطقه او دلیله په حق باندي تعرضونه کوي او دبدنامولو کوشش یی کوي.

 دباطل دلښکر دا ټول تکتیکونه دحق په وړاندی دشګو د دیوال په څير وي. خو زه وایم راځي چی حقیقت ته سر ورښکاره کړو. اود تعصب له عینکو پرته حقیقت په دقت مطالعه کړو.

تعلیم یقینا چي ډیر اوچت ارزښت لري، او هغه څوک چی تعلیم لري هم دلوړ مقام څښتن وي. په قران کی الله جل جلا له فرمایی. هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون…. ایا تاسوپوه او ناپوه کسان برابر ګڼی؟  هغه کسان چی تعلیم لري برابر نه دي له بي تعلیمو سره بلکي پوه او تعلیم یافته کس له ناپوه او بی تعلیم  نه  په توپیر د ډیر  لوړ مقام خاوند وي.همداسي دنبي علیه السلام له احادیثو هم واضحه ده چی دوخت دکمبود له وجهي په دي یو ایت او یو حدیث اکتفاء کوم. نبی علیه السلام د تعلیم داهمیت په اړه فرمایي.: اطلبو العلم ولو کان فی الصین: په دی مفهوم چي دتعلیم طلب وکړه که څه هم په چین کي وي.  یعنی تعلیم حاصل کړه که څه هم په حاصلولو یی ډیر تکالیف زغمل درته پکاروي. ځکه خو اوس زیاتره طالب العلمان په خپل کور او له خپل کور او دیاره لیري په پردي وطن کي د ډیرو مشکلاتو سره سره تعلیم حاصلوي، او دتعلیم په خپرولو کي دخپل وس دریغ نه کوي ځکه دوی دنبی علیه السلام حدیث زدکړی او عمل یي پري کړي چي عبارت یي داسي دی: خیر کم من تعلم القران وعلمه. او زیات نور طالبان د دین او عصری تعلیم د زدکړی لپاره روزی. ترڅو په کلیو او کوڅوکي له فالتو ګرځیدا او فتني دخوریدو مخنیوی وشۍ. معاشره له فسادیانو لوچکو او نشیانو نه پاکه وي.

داچي داسلام له نګاه نه تعلیم ارزښت لري نو کامل مسلمان باید دتعلیم دمخنیوي عامل جوړ نشي. او هغه څوک چي بیا مجاهد وي او دجهاد دوره یي تیره کړې وي هغه خو باید د عالمانو او متعلیمینو ساتنه وکړي. او دکوم سیاسي هدف دلاس ته راړولو دپاره دتعلیم مخه ډب نه کړي.

بعضي رسنی ،حکومتي چارواکي، او مختلف ښکیل طرفونه دتعلیم د مخنیوي پړه پر طالبانو وراچوي،  او طالبان بیا په خپلو اعلامیو کی دښونځیو په اړه د دوۍ ټول تورونه بي بنسټه بولي او متقابلا په دوۍ تور لګوۍ چي دطالبانو دبدنامولو لپاره له دي ډول پروپاګنډ نه استفاده پورته کوي. ترڅو افغانان په دی قانع کړي چي طالبان وطنفروشان دي او دپردو په لمسون په هیواد کی دتعلیم دمخنیوي پلان لری.

ایا رښتیا هم طالبان تعلیم ته خنډ دي؟

اول به دطالبانو په صفونو کی خپله دتعلیم یافته کسانو کچه اوګورو چي ترکومي فیصدۍ پوري دطالبانو دحکومت سرتیري تعلیم لري ځکه دتعلیم په اهمیت تعلیم یافته تر بی تعلیمه ډير ښه پوهیږي. د طالبانو تیري دوری ته به هم متوجه شو چي دتعلیم په پراختیاکی یی کوم رول درلود او کنه.

طالبان چي یو ځل یي په افغانستان کي دفساد ضد جهاد په واسطه د۹۹ فیصد په افغانستان حکمراني کړیده،  مشر یې ملا محمد عمرمجاهد دی. ملا محمد عمر مجاهد چی له روسانو سره هم جنګیدلی  او څو ځله زخمی شویدی.نوموړی عالم او په اسلام مین شخصیت دی. د ده په دوره کی چونکه حالات دجنګ وو تعلیم ته ځانګړۍ پاملرنه شوی وه ،چي دافغانستان په تاریخ کی ساری نه لري(البته په جنګي حالاتو کي داسي خدمت!).

هغه مکاتب،مدرسي،پوهنتونونه، ساینسي او میډیکل لیبارټریاني چي د (په نامه) مجاهدینو پخپلمینځی جګړي او جدل کي له مینځه تللي وي نه یوازي داچي ترمیم او له سره يې جوړی کړی بلکی نوي تأسیسات یې هم بناءکړل.په کابل کندهار ننګرهار او ګڼو نورو ولایتونو او ولسوالیو کي دطالبانو دوخت له پوهنتونو او مکتبونو  نه اوس هم دتعلیم په نامه کار اخیستل کیږي. مدرسي همداسي قیاس کړی.

 افغانان یي نه یوازي داچي په اسلامي تعلیم سمبال کړل بلکي ترڅنګ یي عصري تعلیم ته هم په داسی حساسو شیبوکي اهمیت ورکاوو.

دملامحمد عمر مجاهد فوځیان چي اکثره یي زدکړیان او عالمان دي (چی له نوم نه یی څرګنده ده (طالبان)).د دوی زیات وخت دتعلیم په حاصلولو کي تیریږي چي دهوا دبدلیدو سره سم په افغانستان کي د یرغلګرو سره په جهاد اخته کیږي او بیا ترڅو چي هوا بیرته یخه شي. دوی دتعلیم په اهمیت له بل هر چاښه پوهیږي او هیڅکله به دکم چا په مخ دتعلیم او تعلم دروازۍ بندي نه کړي.

وو! یو څه کسان به وي چي قضیې به لري. خو پوهیږو چی دښمن یی ډیر مکار دی له ډول ډول فریبونو نه کار اخلی ترڅو دطالبانو اړوند عامه نظریه خرابه کړي چي دلته هم ملامت دشمن دی نه طالبان، معنی!  شاید څه کسان دطالبانو په جامه کي چي هیڅ ښه ماضی نه لري داکار وکړي. هغه هم دګوتو په شمیر دی او ترڅارني لاندي وی.

 دا معلومه شوه چي دطالبانو سرتیري په سلو کي ۹۹ فیصده تعلیم یافته او پوه کسان دي. او پوه کس هیڅ چیرته دتعلیم مخه نه نیسي.

ایا طالبان ښونځی تړلای سي؟

که چیرته طالبانو رښتیا هم ښونځی تړلای! نو په ډاډ سره ویلی سم چي نه به په افغانستان کي یوه ښونځی وای او نه پوهنتون.

 ټوله ښه پوهیږو او انکار تري نشو کولی چي دافغانستان زیاته خاوره دطالبانو تر ولکي لاندي ده (او که یې په واک کی نه وي دوی ته هلته عملیات کول کوم ګران کار نه دی) دهیواد په ډیرو حساسو منطقو کي یي خورا پراخ او اوږده علمیات ترسره کړي چي په کابل او دریو نورو ولایتونو کي همغږی او زنځیري عملیات یي د خروار نمونه ده. همداسي دکندهار دزندان ماته هغه هم دوه ځله.

افغانان دهغه چاحمایت کوي چي افغانانو ته دتعلیم او علم زمینه مساعده وي. هیڅکله به یو تنظیم داسی کار ونکړي چي په کولو یی  افغانان د دوی څنګ پریږدی. دا به یو احمق انسان وي چي دخلګو نه همکاري غواړي خو دهغوی له اړتیاوو سرغړونه کوي. له دي عقلي دلیل نه ښه څرګندیږي چي اقلا طالبان به دعامو افغانانو دذهن او ملاتړ ګټلو لپاره ښونځی ونه تړي. او دهیوادوالو له طالبانو سره زیاته علاقمندي ښیي چي هیواد وال په دي یقین لري چي طالبان مکاتب نه ورانوي نو ځکه یی ترڅنګ ولاړ دي او دخپلو بچو په څير یي ساتنه او څارنه کوي. هیوادوال یی ځکه تر څنګ دی چي له دومره لوی زبرځواک سره دومره اوږده مبارزه پرته زمونږ او ستاسو له همکاری هیڅ امکان نه لري. دا هم دمنلو ده چي څو په شمار د دوستم ملیشه چي په شمال کي اربکیان شویدي دافغانانو نمایندګي نشي کولی.اونه په جنوب کي له واکه غورځیدلي پخوانی کمیونیسټان.

القاعده چي د طالبانو ترقیادت لاندي نړیوال جهاد کوي دطالبانو په څیر اسلامپاله دي. دوی که له طالبانو سخت نه وي نو تري کم هم نه دي. که رښتیا هم طالبان او القاعده دزدکړي خلاف وای نو اوس به یي په نړی کي هرځای لوی لوی علمی او څړنیز مرکزونه تر برید لاندی راوستلی. خو تراوسه یي دښمن هم په القاعدی پسی داتور نه دی لګولی (یا خو یي ورفکر نه دی او یا داسی تورونه شاید په القاعده باندي نه بلکي د طالبانو دملاتړو په راکمولو کی مؤثر اقدام وی).
په ډاډ سره ویلی شم!

چی دطالبانو سرتیری تعلیم یافته دی او همداشان مشرتابه یی هم دتعلیم یافته او ځیرکو خلکو په غاړه ده  سره له دی چی دښونځیو دروازی تړلی شی خو بیا هم په افغانستان کی د دوی په شتون کی ښونځی ډیری فعاله دی. القاعده هم دتعلیم سره څه تضاد نه لری. او په تیره دوره کی چی دجنګ حالات وه هم تعلیم ته خاص پاملرنه شوی وه.

نتیجه داشوه!

چی طالبان هیځکله دتعلیم او تعلم مخه نه ده نیولی او نه یی هم څوک له تعلیم نه بی برخه کړیدی. نو بیا څوک دی چی زمونږ  دهیوادوالو په مستقبل تعرض کوی. هغه نامراد اخر څوک دی چی دتوری بلا په څير زمونږ دبچو او اینده نسل تباهی ته یی لستوڼی بډوهلی. راځی چی اوس دطالبانو مقابل ټول قوتونه تشریح کړو او دی تریخ حقیقت ته غاړه کیږدو.

دحامدکرزی حکومت په رأس کی یی دملی امنیت اداره همیشه طالبان تورنوی چی ګواګی طالبان دتعلیم په وړاندی خنډ دی او په  لیرو پرتو سیمو کی یی دښونځیو دروازی تړلی یا یی سوزولی.دهیواد دښمنان دی او دپردو په لمسون هیواد له ابدی زوال سره مخوی. لیکن زه وایم ایا دوی پخپلی ادعاکی رښتونی دی او کنه؟

دلوړ ترتیب په اقتباس راځی چی دحکومت چارواکی، دهغوی دتعلیم سویه، دهغوی رښتونولی او صداقت، هیواد ته یی سرښیندنه او وفاداری، تیر تاریخونه یی، نظام او دعملی اهداف یی ټول وڅيړو.

په ټوله نړی کی اول نمبر مفسد داحکومت د جنګ سالارانو،قاتلانو، بدکارو او بدکرداروچنجن معجون دی چی نه یی له لاسه د افغانانو ژوند خوندی نه مال او نه عزت.

دافغانستان اردو دنشیی موادو دروږدو، غلو، او بی تعلیمو ټولی  ده چی د دوستم او شورایی نظار نه په کرایه اخیستل شویدی. دپیسو لپاره دافغانستان د دښمنانو سره ولاړ دي او دافغان ملت ډبولو ته یی لستوڼی بډ وهلي.

 داسی حکومت چی تر ستونی پوری په فساد کی  غرق وی. یوازی د معارف ریاست به منزه او پاک وی، عجیبه ده!

دافغانستان حکومت همدا اوس دپردیو هیوادونو نه د راغوښتل شویو پرسنلو په واسطه اداره کیږی. مطبوعات، مخابرات، دبیارغونی کمپنیانی، حتی چی په حکومتې ادارو کی هم دپردیو هیوادونو اجنټان او جاسوسان مسؤلین دي. چی زیاتره انجنیران دپاکستان او ایران تبعه دي.

دا په دی ګواهی ورکوی چی دافغانستان هیڅ تعلیم یافته وګړی دحکومت په لیکو کی نه تر سترګو کیږی او که وی هم نو دا شاذ او نادره ده.

مونږ ټول د دي شاهدان یو چی دافغانستان  د حکومت ویبپاڼی هم دپردیو په واسطه هاسټ  کیږی. او همدا وجه ده چی دافغانستان مهم اسناد اوس دپردیو په لاسونو کی پریوتلی او په اینده کی به مشکله وی چی مونږ دخپل هیواد کانټرول په بشپړه توګه سر ته ورسوو.

دافغانستان د اوسنی حکومت واګی دهغه ځناور صفتو قاتلانو په لاس کی دی چی دافغانستان عامه او خاصه شتمنی باندي یی خیټه اچولی، لکه کرزي چی دخپل ورور په توسط یی دکابل بانک شتمنی له نیست سره برابره کړل او له ځانه وروسته یی د افغانستان د بیا ایل کولو لپاره قیوم کرزی ته د انتخاباتو په بهانه د خپل واک انتقالولو تیاری نیسی.

 همداشان دی فاحشواو مفاد پرستو پنډ خیټو په کابل او هرات او ټول افغانستان کی دافغانانو نه  په وچ زور او ظلم ځمکی غصب کړي. څوک نشته چی دمظلوم اواز واوری.

 اوس خو دادی په ملی شتمنیو هم تعرضونه شول او غواړی چی افغانان همیشه دپردیو په مرستو ژوند تیر کړی مطلب می دکرزی دملا تیر دوستم صاحب دی. چی څه وخت مخکی یی دایران او امریکا په اشاره دنفتو او ګازو د پراجیګټونو نه برملا غلا شروع کړل.

ګرانو افغانانو!

دافغانستان حکومت حکومت نه بلکی دغلو او قاتلانو یو منظم جوړ شوی اتحاد دی. غربیانو اجازت ورکړی چی زمونږ ملی ارزښتونه ترپښو لاندی کړی او دامریکا دګټو لپاره یی قربانی کړی. دوی دتعلیم په پلمه ځانته غوړ ماران او تقلبی خبریالان تولیدوی او بس. فحشاء ته لمن وهی او دافغانستان دتاریخ مسخی ته یی لستوڼی بډ وهلی. داپه ډالرو مین فوځیان صرف دڅو ډالرو لپاره سر په لاس ګرځوي.
 همدا ګوډاګیان مونږ ته تعلیم نه بلکی دجهالت توری تیاري تیاروی. زمونږ نه زمونږ کلتور اخلی او زمونږ په فرهنګ یرغل کوی.

په ډاډ سره ویلی شم !

چی معارف ریاست هم دنورو ریاستونو په شان درشوت خورو او جاهلو مفاد پرستو ساقیخانه ده چی نه یی افغانانو ته دتعلیم زمینه برابره کړي، او نه یی زمونږ دتعلیم یافته کسانو قدر کړی. دپردو په دی جوړشوی حکومت کی زمونږ نمایندګان نشته، زمونږ دوستان نشته، او نه مو څوک غم خوری.

مونږ افغانان باید ویښ شو او اوګورو چی د تعلیم مخ څوک ډب کوی او څوک پړه ګڼل کیږی.

له لږ سوچ او تفکر وروسته داخبره جوتیږي: چی طالبان نه بلکی حکومت پخپله د داسی کارونو عاملین دي، دوی پخپله دعوامو اذهان دطالبانو پرضد داسی برابرول غواړي چي پرته دکومی قوي طالبان حوصله له لاسه ورکړي، او دراغلو نابللو یرغلګرو خلاف یی دجهاد جذبه ختمه شي. د دجال اصلی جال میډیا هم پرته دکوم دلیل او حقیقت نه په حق تیری کوی او باطل ته دحق القاب ډالی کوي.

که مونږ لږ نور هم په دقت سره حقیقت ته ځیر شو نو دڅو ورځو مسلسل حوادث په هغو ولایتونو کی پيښ شویدی چی هلته دطالبانو شتون یاخو کم دی او یا يی هلته د دښمن غلبه زیاته ده.

په دی تیرو ورځو کی د تخار، سرپل او بامیانو په مکتبونو کی انجوني مسمومی شوی چی عاملین یی دکرزی دحکومت پخوانی او اوسنی غړی دشمالی اتحاد پنډسری او وحشي شرابیان دی. په دی دوو دلیلونو سره.

اول داچی دوی غواړی د کرزی ملاتړ راکم کړی او په راروانو ډیموکراتیکو انتخاباتو کی دخلګو ووټ ترلاسه کړي.

دویم داچی دوی دخپل دحال سیاق اوسباق دښمن له اوسه نه بدنام کړي چی هغه طالبان دی چی شاید د امریکا له وتلو نه وروسته بیرته واک ته ورسیږی.

او دیته ورته نوری مسئلی هم شته چی حق په کښی محکوم وي. چي د وخت په طول کي به ټوله تر بحث لاندي ونیسو.

ډاکټر فرهاد خالد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x