نړۍ

سعودي: د یمن جګړه به ژر پای ته ورسیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تېره ورځ وویل، په یمن کې د حوثي ملیشو پر ضد روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي.

نوموړي چې تیره ورځ (لړم ۶مه) د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډ مطبوعاتي کانفرانس کې وینا کوله، وویل چې د وروستیو پرمختګونو څخه داسي ښکاري چې دغه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي.

عادل جبیر زیاته کړه چې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح او حوثي ملیشو د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا ۲۲۱۶مه پریکړه منلې او پر همدې اساس یې د ملګرو ملتونو له لاري مذاکراتو ته امادګي ښودلې.

نوموړي وویل چې په ورته وخت کې ایتلافي ځواکونو په یمن کې بی ساری پرمختګ کړی، ټولي هغه سیمي چې حوثي ملیشو نيولي وې، بیرته نیول شوي دي.

سعودي په یمن کې د حوثي ملیشو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د خواخوږو پوځیانو په ضد د عاصفة الحزم په نامه د روان میلادي کال ۲۰۱۵ د مارچ میاشتي پر ۲۶ نیټه هغه وخت عملیات پيل کړ، کله چې د یمن د پلازمیني څخه د یمن منتخب ولسمشر هادي عبد ربه د یمن بل ښار عدن ته وشړل شو او بیا له هغه ځایه هم د سعودي په لوري تیښتي ته اړ کړل شو.

په دغه جګړه کې د سعودي تر څنګ لس هیوادونه شرکت لري، چې په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو بمبارۍ کوي او پر ځمکه د ولسي ملیشو او ولسمشر هادي عبدربه ځواکونو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x