نظــر

د اسلامي ثقافت اصيل فهم (څلورمه برخه)

ويناوال: دکتور محمد محمد ابو موسی

ژباړن: احمدالله احمدزی

په تېرو برخو کې د استشراق، غربي ښکېلاک او مسلمانانو د زوال د لاملونو او اسبابو په اړه خبرې وشوې. دې برخه کې هم د مستشرقينو د بېلابېلو موخو په اړه د هغو ګومارل شوو هڅو او روشنګرۍ په اړه خبرې کيږي.
د پروګرام چلوونکی له شيخ ابوموسی پوښتنه کوي، چې د غربي ښکېلاک له راتلو وړاندې د اسلامي نړۍ خپل رښتينی حالت څه و او زموږ دښمن موږ ته په کومه سترګه ګوري. د ساري په توګه تاسې د جېب مستشرق خبره وکړه، نو مرګيليوس د اسلام او مسلمانانو په اړه څه وايي او څه يې کړي دي، همدا رنګه بیليوت د اسلامي ثقافت او تمدن په اړه څه نظر لري.

شيخ د دې پوښتنې په اړه وايي، چې ته داسې پوښتنې کوې، موږ پرې له موضوع وځو، خو استاد بيا هم د پوښتنې په تړاو ډېرې جالبې خبرې کوي او زياتوي، چې تا د مرګليليوس او بيليوت ځانګړې يادونه وکړه او زه به د همدې دواړو کسانو په اړه ځانګړې خبره وکړم.

مرګيليوس له اسلام او مسلمانانو سره سخته دښمني لري، له هرې لارې يې هڅه کړې، چې د اسلام بنسټونه ونړوي او دی اصلا يهودي دی. مرګيليوس ناصريه پوهنتون کې استاد و. د دوی په اړه يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا چې د دوی ټولې هڅې او پلانونه د نبوت زمانې پورې تړلي وو.

دغو مستشرقينو خپلو ولسونو ته ويلي، چې کومو خلکو پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړی و، هغوی له هېڅ نه و خبر، نه يې ثقافت درلود، نه دين، نه تمدن، نه شعر و ادب. دغه وخت کې، چې محمد «صلی الله عليه وسلم» پرې کتاب ولوست او ورته یې وويل، چې دا وحی يې ده، نو دوی هم ورسره ومنلو او له هغې وروسته يې د بشريت د سرو سپينو په لوټ مار پيل وکړ. دا د مرګيليوس او بيليوت د ټولو هڅو لنډيز دی.

د ساري په توګه مرګيليوس ويلي، چې د وحی د نزول په زمانه کې عربو کې هېڅ شعر او فني نثر نه و او اوس، چې عربي ادب کې کوم شعر او فني نثر د جاهيليت زمانې ته منسوبيږي، دا د مسلمانانو په اوله زمانه کې ليکل شوی او د جاهيليت زمانې ته يې منسوب کړی دی

بيليوت هم هغه مستشرق دی، چې د اسلام او مسلمانانو دښمني يې ټول عمر خپل فرض ګڼلي او په دې اړه يې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.

بيليوت په خپل کتاب «الارض المقفرة» کې د نړۍ له ټولو اديانو بحث کړی، له فرعوني، ارامي او د نړۍ هر دين يې په ډېر دقت څېړلی، مګر د عربو په اړه يې هېڅ نه دي ويلي او لوستونکو ته يې دا په نظر ورکړي، چې ګواکې عرب د نړۍ په سر هېڅ موجود نه و.

پروفیسر عبدالله طيب المجذوب رحمه الله په دې اړه «خطر فتنة بيليوت» څو مقالې ليکلي دي.
بيليوت په خپل کتاب کې ډېره ښکلې خبره ليکلې او اوله نيمه يې د امام شافعي رحمه الله له وينا سره سمون خوري. دی وايي، چې د امتونو عقايد او ثقافتونه د يوې سيکې دوه مخه دي. همدا خبره امام شافعي رحمه الله هم کړې ده، مګر راتلونکې برخه يې ډېره له زهرو ډکه ده او دا خبرې يې له جيب ډېرې خطرناکې دي، مګر جيب په څرګندو ټکو ويلي، چې دوی بايد عرب او مسلمانان له خپل کتلور او ثقافته پردي کړي او په غربي ثقافت کې يې داخل کړي. بيليوت وايي، د کلتوري اغېز له لارې خلک خپل دين ته رابلل يو مشروع کار دی. جېب په څرګندو ټکو دا خبرې کړي او بيليوت په ډېرو دقيقو جملو کې دا خبره کړې ده، د يادونې وړ ده، چې جېب په خپله زمانه کې د برتانيې د بهرنيو چارو ځانګړی سلاکار و.

هر څوک، چې د ځمکې پر سر ژوند کوي، بايد پر دې خبرو ځان او خپله ټولنه پوه کړي، کنه دی به د دې خاورې او امت دښمن او خاين وي.

د بيليوت د خبرې اسانه معنا دا ده، چې نصرانيت په دوه ډوله دی. يو ثقافي نصرانيت دی او بل ديني.
کلتوري اغېز، چې ثقافتي مسحيت بلل کيږي، د ديني مسيحيت پيلامه ده. په بله معنا د غربي ثقافت ترويج او خپرول، د ديني مسيحيت د خپرولو لپاره بنسټ او اساس دی.

علامه محمود شاکر رحمه الله د بيليوت د يادې خبرې په اړه ويل، چې د نوموړي خبرې مسيحي مبلغينو په ډېره توجه په خپلو ذهنونو کې کينولي دي او په دغو خبرو يې په ډېر دقت عمل کړی دی.

دلته اوس د هغه چا مسؤوليت دی، چې د تنوير او روشنفکرۍ پلوي وي، نو بايد خپل امت ته دغه ټول شاليد وړاندې کړي، په دې شرط که خپل ولس سره مخلص او خواخوږی وي.

دلته، چې کوم خلک د روشنګرۍ او تنوير خبرې کوي، نو د سعد الدين التفتازاني په څېر دې، د خپل مخالف رايه او د همدې فکر د پيل په اړه خپلو خواخوږو او پلويانو ته معلومات ورکړي او دغه د روشنګرۍ په نوم، چې له پيله څه روان دي، بايد خلک پرې پوه کړي او کومو خلکو، چې له دواړو لوريو په دې اړه ليکنې او بحثونه کړي بايد د روشنګرۍ مدعيان يې خلکو ته په پوره امانتدارۍ ورسوي، چې خلک يې له اصلي موخو او هدفونو خبر شي.

دغه د روشنګرۍ مدعيان اوس زما د امت بچيان په د رواغجنو خبرو تېر باسي او د خپلو جرمونو په واسطه زموږ په خلکو کې زهر شيندي.
همدغه خلک د ليکوال او پوهنتون د استاد په نوم خلک تېر باسي. ايا له دې به بل ستر خيانت وي، چې يو څوک، د روشنګرۍ په نوم خپل ولس له خپل کلتوره پردی کوي او دغه د خپل کلتور پردی والی نو بيا د دين د پرديوالي لامل هم دی.
ته که ځانته، بې دينه وايي، که ځانته سيکولر وايي او که هر څه ځان بولې، مګر د حقايقو له منلو بايد سترګې پټې نه کړې او که رښتينی محقق او څېړونکی يې، نو بايد منهجي څېړنه وکړې او خپل نسل ته رښتيا ووايې او په حقيقت ولاړه ليکنه وکړې.

دغه زموږ په اسلامي ټولنه کې، چې څوک د تنوير او روشنګرۍ دعوې کوي، دوی په خپله هېڅ نه لري، بلکې د هماغو مستشرقينو ويناوې او خبرې دي، چې دوی يې زموږ نوي نسل ته وړاندې کوي. د مستشرقينو په اړه بايد ووايم، چې يوازې لس سلنه به يې د علمي څېړنې په موخه تحقيق کوي، پاتې نور يې ټول د مسيحيت او ښکېلاک قلمي او فکري مامورين دي.

دوی ولې په جاهلي شعر نيوکې کوي

په عربي او اسلامي نړۍ کې، چې د روشنګرۍ او تجديد بلنې او دعوت خپور شو، نو لومړۍ ګزار يې په جاهلي شعر وکړ او ما فکر کاو، چې دا خلک ولې په اموي او عباسي شعر نيوکې نه کوي او ولې په معاصر عربي ادب نقد نه کوي، چې له اسلام وړانډې د جاهليت زمانې شعر او نثر پسې يې راخيستې ده؛ ځکه چې د اسلامي امت ټول علما په دې متفق دي، چې له قران او سنت وروسته تر ټولو ستر مقام د جاهلي شعر دی. دا زما خبره نه ده، بلکې د ټولو مسلمانانو اجماع ده، په کتابونو کې شته او ما لوستې ده. غربيان غواړي، چې د جاهليت شعر او نثر د تاريخ له پاڼو لرې کړي او د خلکو په ذهن کې دا ورکړي، چې عربو خو هېڅ تمند او ثقافت نه درلود او که دوی د عربي شعر او اداب ومني، نو بيا خو ورسره د لوستونکي ذهن ته دا هم راځي، چې يو ملت دومره قوي ادب ولري، نو هېڅوک يې نه شي تېرويستی؛ ځکه د شعر او فني نثر په برکت دوی د بشر ښه او کمزوری کلام معلومولی شي، همدا رنګه دغه ملت کولای شي، چې د بشر او اله د کلام توپير وکړي.

د مستشرقينو دا خبرې عقل او تاريخ دواړو رد کړي؛ ځکه چې هېڅ ملت د پرديو په علومو پرمختګ نه دی کړی او نه به يې وکړي.

استاد په يو بل ځای کې وايي: «زه د عربي جاهلي شعر د عبادت په نيت لولم؛ ځکه چې د همدې شعر په واسطه موږ د قران اعجاز او معناوې پېژنو.»

دکتور ابو موسی د شيخ عبدالقاهر جرجاني له قوله وايي: «د شعر له لوسته منعه کوونکی انسان د قران له تلاوت او درسه منعه کوونکی دی.»

دا خبرې د ملت جوړونې خبرې دي، چې بايد ټول ملت، پوهان، علما، چارواکي او د ملت هر قشر بايد پرې ځانونه پوه کړي.

زموږ په اسلامي ټولنه کې، چې څوک د ښکېلاک له بنسټونو سره نرمي کوي او يا ترې سترګې پټوي، دا سړی د عقل او خپل ولس دښمن دی. ته څنګه له ما زما خپل عقل اخلې او پردی جعلي عقل راباندې تپې زه به پر دې څنګه ځانته قناعت ورکوم په داسې حال کې، چې ته د هغه پروګرام غړی يې، چې د اسلامي امت بنسټونه نړوي.

د پروګرام چلوونکی پوښتنه کوي، چې دا خو موږ ټولو ته څرګنده شوه، چې ښکېلاک د استشراق په واسطه او د غرب د تالي څټو په ژبه د اسلامي امت تر مرۍ راورسيد، مګر دلته پوښتنه دا ده، چې ښکېلاک څنګه تر دې ځايه راورسېده؟

شيخ ابوموسی په ځواب کې وايي، چې د دې خبرې ډېر اسانه ځواب دی، هغه دا چې ښکېلاک او ښکېلاک پلوو، زموږ په ټولنه د ضعف او کمزورۍ نقطې په نښه کړي او له هغه ځايه يې د خپلو لاسپوڅو په واسطه زموږ په ټولنه زهر وشيندل او تر دې ځايه راورسيدل.

اسلامي امت کې بايد دا تصور نه وای، چې د دوی په ليکوالو، استادانو او پوهانو کې دې داسې څوک پيدا شي، چې د ښکېلاک لپاره دې کار وکړي، مګر بدبختانه موږ داسې ډېر خلک لرو، چې د علم او پوهې له رڼا يې د ښکېلاک د ګټو لپاره کار واخيست.

بس کومو ځونانو، چې غربي هېوادنو کې زده کړې وکړې، د غربي هېوادونو په پيسو او ډوډۍ رالوی شول او د بورسونو په نوم يې هلته وخت تېر کړ، ډېری يې د اسلامي امت د يو والي دښمنان دي.
د پروګرام چلوونکی پوښتنه کوي، چې ايا دا ټولې ستونزې له هغه چا راپيدا شوي، چې د بورسونو په نوم غربي هېوادونو ته د زده کړو لپاره تللي؟

شيخ ابو موسی وايي، چې نه؛ بورسونه په دوه ډوله دي. يو هغه چې ته هغه اول، دوهم او درېيم درجه فارغان غربي هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږې، چې له پيله اول، دوهم او درېيم راغلي وي، د غربي هېوادونو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو په موخه ولاړ شي او هلته کيميا، فزيک، بيالوژي، رياضي او نورو ټولو پوهنځيو کې په ځانګړي محدود وخت کې درسونه ووايي، په دې فکر، چې دوی به خپلو درسونو په برکت خپل راتلونکي نسلونه د پرديو هېوادونو له احتياجه خلاصوي او چې راوګرځي، نو د خپل ولس ټولې اساسي ستونزې به په نظر کې نيسي او د حل لارې چارې به ورته لټوي.
دغه ډول خلک په بورسونو کې ډېر لږ لېږل کيږي او په اوسنۍ زمانه کې ډېری هغه خلک غربي هېوادونو ته د زده کړو په نوم لېږل کيږي، چې غرب پلو فکري او ذهني تمايل ولري.
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x