د مکي حرم د پراختياچارې په ۲۰۲۰ زيږديز کال کې بشپړيږي

د مکي حرم د رغونې او پراختيا چارې بيا پيل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): له مکې مکرمې څخه د حاجيانو له ستنېدو وروسته یو ځل بيا د مسجد حرم د مطاف د پراخوالي چارې پيل شوې.

له تېرو څو کالونو راهيسې د حرم شريف د بيا رغونې او پراخوالي چارې پيل شوي دي چې له مخې به يې مکې حرم په نوې او پرمختللې نقشه جوړيږي.

د مکې حرم د رغونې د چارو مسؤلين وايي چې دغه چارې به په ۲۰۲۰ کال کې بشپړې شي.

له ۲۰۱۴ کال راهيسې په مکي حرم کې د مطاف د پراخوالي چارې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي چې د روژې او د حج له ورځو پرته نه ځنډيږي او د کارکوونکو په تغير او بدلېدو سره په دغه پروژه ۲۴ ساعته کار دوام لري.

د مکي حرم د بيا رغونې د چارو مسؤلين وايي چې د حرم د نوې نقشې له بشپړېدو وروسته به په يوه ساعت کې ۱۰۵ زره زيارت کوونکي د بيت الله څخه طواف وکولای شي.

چارواکو ويلي چې د مطاف د جوړېدو تر څنګ به د مکي حرم د دروازو (باب الفتح،باب العمره او باب شاه عبدالعزيز) د تزيين چارې هم ترسره شي.

د مسجد حرم د پراختيا د پروژې له پاره د سعودي پخواني پاچا شاه عبدالله د مسجد حرم تر څنګ د ځينې ودانيو د نړولو امر هم کړی و چې له امله يې د مکي حرم پراخوالی لا زياتيږي.

د پلان شوې پروژې چې ۲۰۲۰ زيږديزکال يې د بشپړېدو وروستۍ نېټه ده ، تر هغې وروسته به په مکې حرم کې په يوه وخت شاوخوا ۲ ميليونه لمونځ کوونکي لمونځ اداء کولای شي.

او په يوه وخت کې به په يوه ساعت کې ۱۰۵ زره زيارت کوونکي طواف کولای شي.

په دغه پراختيايي پروژې اتياميليارده رياله لګښت کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د