خبرونهنړۍ

اسرائيلو په يوه مياشت کې ۱۲۵۰ فلسطينيان نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د روان کال د اکتوبر په مياشت کې چې لاهم دوه ورځې پاتې دي اسرائيلي عسکرو ۱۲۵۰ بې ګناه فلسطينيان نيولي دي.

د فلسطين د بنديانو د چارو وزارت وايي چې د روانې ميلادي مياشتې (اکتوبر) له پېل څخه تر اوسه د اسرائيلي عسکرو له لوري د فلسطينيانو په نيولو او وژلو کې زياتوالی راغلی او يوازې د اکتوبر په مياشت کې اسرائيلي عسکرو شاوخوا ۱۲۵۰ تنه فلسطينيان نيولي.

د فلسطين د زندانيانو د چارو مسؤل عسی قراقع ويلي چې په دغو نيول شويو فلسطينيانو کې يې زيات شمير ماشومان دي.

نوموړي ويلي چې يوازې له بيت المقدس څخه اسرايیلي عسکرو ۶۴۳ تنه فلسطينيان نیولي چې ۵۵ سلنه يې کوچنيان دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په فلسطين کې د اسراييلي عسکرو له لوري په بې ګناه فلسطينيانو په بريدونه کې زياتوالی راغلی او زيات وخت اسرائيلي عسکر بې له کوم جرم او ګناه څخه فلسطينيان نيسي او زندان ته يې وړي.

تېره ورځ هم اسرائيلي عسکرو يو تن فلسطينی زده کوونکی په دې جرم چې د ښوونځي په کتابونو کې يو مات خطکش موندل شوی نيولی دی.

دغه زده کوونکی يې له نيول کېدو وروسته سخت وهلی او له ځان سره يې بېولې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x