
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د اندونيزيا د سماټرا ايالت په ځنګلونو کې دتېز اور او خطرناک لوګي له امله ۱۹ کسا ن وژل شوي دي.
د اسوشېټيډ پريس خبري اژانس د خبر له مخې د اندونيزيا په ځنګلونو کې د سخت اور لګېدو او خطرناک لوګي له امله ۱۹ کسا وژل شوي دي.
دغه اور چې ځينې وختونه د اندونيزيا او دنړۍ د نورو هېوادونو په ځنګلونو کې لګيږي د ځنګلونو د سوځېدو ترڅنګ ډيری روغتيايي انديښنې هم له ځان سره پيدا کوي.
د اور د مړه کېدو له پاره د اندونيزيا هېواد د الوتکو او اطفايو پر مټ د اورد مړ کولو هڅې کوي.
د اور د لګېدو په سيمه کې خلک له ستونزو سره مخ دي او د اندونيزيا د روغتيا وزارت ويلي چې د دغه لوګي له امله ويره ده چې نږدې یو ميليون کسان د ساه بندۍ او سينې اوزکام په ناروغيو اخته کړي.
د روغتيا وزارت ويلي چې د دغو خلکو د ژغورنې له پاره بېړنيو مرستو ته اړتيا ده.
په سيمه کې ښوونځي او ځينې دولتي ادارې او دفترونه بند شوي او د ترافيکو نظام او د الوتکو پروازونه ځنډېدلي دي.
د اندونيزيا ولسمشر چې د امريکا په رسمي سفر وتلی و بېرته خپل هېواد ته په بېړنۍ توګه راستون شوی او د اغيزمن شويو خلکو د مرستې له پاره يې ځپل شويو سيمو ته رسېدلی .