افغانستان

عبدالحکیم مجاهد: افغان حکومت دي د سولې لپاره لوی ګامونه اوچت کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سولې د عالي شوری سرپرست مشر عبدالحکیم مجاهد تیره ورځ په خوست کې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې له خوا په جوړه شوې یوه غونډه کې وویل چې اوس تر بل هر وخت د سولې لپاره زیات شرایط برابر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه که حکومت په دې اړه مثبت ګامونه پورته کړي، زه باور لرم چې ډېر ژر به د سولې خبري اتري پيل شي.

مجاهد وویل، ولسمشر اشرف غني تر اوسه خپلي هغه وعدې نه دي پوره کړي، چې ویل یې د سولې د عالي شورا په لوړو چوکیو به نوې ګمارني کوي.

هغه وویل چې که د افغانستان دولت، بین المللي ټولنه او ګاونډي هیوادونه په مخلصانه ډول د سولې او ثبات لپاره هڅه وکړي، په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت ښه فرصت موجود دی.

تیره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر د امنیتي او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې وویل، امریکا او پاکستان دواړه غواړي چې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو بهیر پیل شي، خو اوس پریکړه د افغان حکومت په لاس کې ده، چې هغوی مذاکرات غواړي که نه.

د یادونې وړ ده چې طالبان په قطر هیواد کې سیاسي دفتر لري، کوم چې د دوی په وینا د همدې خبرو اترو لپاره ایجاد شوی. طالبانو څه موده مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی وو چې د ټولو اړخونو سره د خبرو اترو لپاره د قطر په هیواد کې ددوی سیاسي دفتر یوازینی ادرس دی، چې د خبرو اترو پیلولو او بندولو پوره اختیار لري.

سرتاج عزیز دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف امریکا ته تللی وو، او هلته یې د هغه ځای د ولسمشر بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي وه.

دواړو مشرانو په افغانستان کې سوله د سیمي د امنیت لپاره مهم وبلله او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره چمتوالی وښيي.

نواز شریف چې د اوباما سره تر خبرو وروسته یې په واشنګټن کې د سولې یوه انسټیټیوت ته وینا کوله، وویل چې افغانستان حکومت په یوه وخت کې د پاکستان څخه غواړي چې هم طالبان ووژني او هم یې د دوی سره خبرو ته اماده کړي، هغه وویل چې دغه دواړه کارونه سره متضاد دي، په یوه وخت یې کول امکان نه لري.

بل خوا د افغان حکومت چارواکي د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه ضد او نقیض نظر لري چې د کارپوهانو په وینا د دولت جګ پوړي چارواکي هم په دې اړه په یوه خوله نه دي، او داسي ښکاري چې دولت د سولې د بهیر د بیا پیلولو په اړه هیڅ ستراتیژي او واضح موقف نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دجالی مخاهده ، وربه شی خبر به شی ، تیروتلی ، الهی ازموینه یا د نفس سره مقابل جهاد کی دی مات شوی ، سترګو ته چه دی ګورم شپی دی کمی پاتی دی ، کیدی شی او س هم د توبی دروازه نیم کښو وی ، په دی شرط چه بدمرغه نه اوسی او د شیطان په اسارت کی پاتی نه شی ، زما در باندی زړه سوځی کشکی یو کمونست وی پروا یی نه کوله ، ستا د نوم سره دغه ناولتیا د زمکی او اسمان خبره ده ، خدای د ی وکړی حافظه دی کمزوری شوی نه… نور لوستل »

عبدالرحمان

بیانزی ص !د نصیحت انداز مو حیرانونکی دی،داسې ښکاری لکه علم غیب هم چې لرې،رسول صلی الله علیه وسلم وایي :یسروا ولا تعسروا بشروا ولا تنفروا،په دې حدیث که عمل وشي،نو ډېره به ښه وي .

معان الرحمن

له چاسره سوله څنګه سوله ایاو وروسته ۱۵ کلن جنګ سوله وروسته له دومره زیاتو قربانیو سوله دعبدالحکیم مجاهد خو نه ځوی شهید شو نه کوم ورور او نه کوم خپلوان هوکی صرف دامریکا دالر یی نظر وګرځول کابل ته ورغی ددرواغو سوله کی یی ځان شامل کړ دمکر فریب سوله کی او تش فه نامه سوله بلی مولوی احمد جان سولی ته دعوت کړه پیسی یی ډیری خوشی ده له ملا محمدعمر مجاهد سخه به داسوال الله په قبر کی وکړی چی تاسو دعبدالحکیم مجاهد او مولوی احمد جان غونته خاینانو ته تحریک اسلامی کی بیا فه شورای وزیران… نور لوستل »

حاجی نرخ

واقعا چی مجاهد عبدالحکیم غولیدلی خو ملامت نه ده زکه یی چوکی خوښه شوی او پیسی هم ددنیا لپاره ښه څیز ده خو اخرت کی دپیسو کوم ار زښت نه وی چی توبه وباسی او بیر ته مجاهدینو سره یو ځای شی ښه به وی او دکرزی له خاینی چوکی لری شی ښه به وی

engener habeeb

بی صمیرہ اوبی وجدانہ انسان دی.اللہ دی وشرموی

سرفراز

سوله نشته او څوک صلحه نه غواړی ځکه کرزیان منافق شو ی هم ده او مرتد شو وی هم ده تش په نامه سو له یی جوړه کړی او خلق یی مصروف کړی خو الحمد الله مجاهدین به تر هغه سوله نکړی تر څو کر غیړنی څیر ی ورکی نه وی

الحاج استا ذ بیانزی

عبدالرحمان صاحب ! د عبدالرحمن هوتک په نوم ( چه د شریعت د اسلامی ورځپانی مسول وو ) مونږ له نزدی پیژندلو ، په همدی دنده مو ورله یو وخت ډيره میلمه پالنه هم وکړه ، هغه هم د دغه مجاهد په شان مجاهد شو ، اول کی خو دومره نه راښکاره کیدو اوس چه طاببان مخ په پیاوړتیا دی ، دی هم وخت ناوخت یی تلویزون کی په احتیاط د طالبانو په ګټه خبری کوی ، هغه وخت چه مونږ لیدلو خوارکی وو اوس لږ چاق شوی ، په هر صورت که اوس هم راوګرځی هم بده نه ده… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

معان الرحمان صاحب ! زه د طالبانو غړیتوب نه لرم ، ستا تبصره می خوښه شوه مګر د یوی خبری سره مو توافق نه لرم چه تاسی وایاست د ملا عمر څخه به د دغه امریکایی مجاهدینو پوښتنه کیږی چه ولی مو د طالبانو په تحریک کی ځای ورکړی وو لکه عبدالرحمان صاحب چه لیکلی ، د مشر ملا صاحب سره علم غیب نه وو که دوی له اوله خراب وو او هغه یی په انتخاب کی پوره پیژندنه نه ده کړی ، صدر اسلام کی تر دی زیات منافقیننو شتون درلود لوی مثال یی ( عبدالله بن ابی )… نور لوستل »

محمدربی آماج

د افغانستان د حکومت لخوا دحامد کرزی د وخت راهیسی دغه د سولی شورافزیکی وجودلری مګر هیڅ ګټه یی نده درلودلی! دا ولی؟: لومړۍ دغه شورای اصلا شمالی ټلوالی ته دباج ورکولو په موخه جوړه شوی وه او ده.دوهم: د نوموړی شورا ټولی کړنی اصلا د سولی د سبوتاژ لپاره دی، پدی اړوند به یوه بیلګه وړاندی کړو مثلا کچیری د یوه چا په کور کی اور لګیدلۍ وی او د اور وژنی وسیلی ته د هغه کورنۍ دښمن ته پلاس ورکړی نو آیا څه تمه لری چی هغه به اور مړ کړی؟ او آیا د کور خاوند به په… نور لوستل »

مولوی عبدالکبیر

ډیر ستر ستر طالبان وغولیدل الله دی ورته هدایت وکړی خو موږ داسی فکر کولو چی عبد الحکیم مجاهد غونته کسان خو به تر اخره مجا هد وی خو چی تخلص بدل کړی ښه به وی

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x