افغانستان

طالبانو د اسرائیل له خوا پر غزه باندي بمباري وغندله

israil_strike_on_gazaنن ټکی آسیا: طالبانو په یوه اعلامیه کي چي نن ټکی آسیا ته یې هم یوه کاپي را لیږلې، ویلي د اسرائیل له خوا د فلسطین پر غزه ښار باندي خونړی بمباري په سختو ټکو غندلې ده.

باید وویل شي چي ددې تر مخه د افغانستان ولس مشر حامد کرزي هم د اسرائیلو له خوا دغه وحشیانه بمباری غندلې وه.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره نن ټکی آسیا د طالبانو له خوا را لیږل شوې اعلامیه کټ مټ نشر ته سپاري.

پرغزه د اسرائيلو دوحشيانه بريدونو په اړه داسلامی امارت اعلاميه

داچې دتیرو څو ورځو را په دې خوا داسرائيلو غاصب رژيم- چې په حقیقت کې دامریکی فوځي چوڼی ده- يوځل بيا د فلسطين په خاوره وحشيانه بريدونه پيل کړي او ددغو بريدونو له امله په لسهاوو فلسطيني مسلمانان ، نارینه،ښځې او کوچنيان شهيدان او ټپيان شوي دي ،اسلامي امارت دغه بريدونه په کلکو الفاظو غندي ، داچې اسرائيل دتيرو څولسيزو په اوږدو کې دفلسطين په مظلوم ولس هر راز بريدونه او تجاوزونه کړې او په زرهاوو بې ګناه مسلمانان يي شهيدان کړي او ډیری سیمی يې ترينه غصب کړې دي، اسلامی امارت ددي تجاوز دمخنيوي لپاره له ټولو مسلمانو ملتونواو په خاصه توګه داسلامی نړۍ له مشرانو ،او په نړۍ کې آزادحقپالو اوآزادوهیوادونو، افرادو اومؤسساتو څخه غوښتنه کوي چې داسرائيلودظلم دپای ته رسيدو لپاره یوقوي موقف اوغبرګون غوره کړي، ترڅوکړيدلی فلسطيني ولس نور په خپله خاوره کې دآرام ساه واخلي، ټولو نړيوالو ته ښکاره ده چې یرغلګره امريکا داسرائيلو له ظالم رژيم نه هر اړخيز حمايت کوي او په دې توګه په نړۍ کې له دولتي تروريزم سره همکاره ده ، موږ له خپله لورې په ټول ممکن توان سره دمظلومو فلسطينيانو کلک حمايت کوو او دهغو دروا حقوقو په ترلاسه کولو کې دخپل ايماني او وجداني مکلفيت له مخې ورسره په هردرد کې شريک يو ،  همدا ډول دملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چه په هغه قرارداد عمل وکړي چه په هغې کې دفلسطینیانو مستقل هیواد چه پلازمینه به یی بیت المقدس وي منل شوی همدا راز له ټولو اسلامی هيوادنو او اسلامی کنفرانس، څخه هيله کوو چې نور دې ديادې قضې په اړه عملاٌ ټول اړين او لازم ګامونه واخلي .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۱/۲ هق

۱۳۹۱/۸/۲۷ هش

۲۰۱۲/۱۱/۱۸م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x