خبرونهنړۍ

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ فلسطینیان وژل شوي

نن ټکی آسیا: د وروستیو راپورونو سره سم د فلسطین په غربي تړانګه (الضفة الغربیه) کې تیره ورځ ۴ فلسطینیان د اسرائیلي عسکرو له لوري ووژل شول.

تیره ورځ اسرائیلي ځواکونو وروسته تر هغه یو فلسطیني ځوان په ډزو سره ووژی، کله چې ددوی په وینا هغه غوښتل د چاړې وار ورباندي وکړي، په همدې سبب یې یو بل فلسطینی ماشوم هم ټپي کړ.

د اسرائيل پوځ ویاند افیخای ادرعي ویلي ددوی یو عسکر هم نه دی ټپي شوی، خو د ډزو په پایله کې یو فلسطینی ځوان وژل شوی.

د تیري ورځي په یوه بله پيښه کې د الجزیره تلویزون خبریال ولید العمري د عیني شاهدانو له قوله ویلي، دوی ولیدل چې یو ځوان هلک په چیغو منډي وهي، یو یهودی ولسي وګړی په داسي حالت کې تر شا منډي پسي وهي چې په لاس کې يې وسله ده، دغه حالت ته په کتو نورو یهودانو هم موټرونه ودرول او په هلک پسي یې منډي پيل کړې، تر څو یې را ونیوی او ډزې یې ورباندي وکړې، وروسته یهودي عسکر راغلل، ټپي شوی هلک یې په داسي حالت کې له ځانه سره بوته چې زیاته وینه یې بهېدلې وه.

باید وویل شي چې د فلسطین القدس ښار او غربي تړانګه (الضفة الغربیه) چې اوس مهال د یهودانو تر اشغال لاندي ده، اسرائیل په کې ډیر یهود استوګن کړي او ټول یې مسلح کړي، هغوی ته یې د وژلو او د وسلې استعمال پوره واک ورکړی چې له کبله یې یهودان په کوچنیو پلمو فلسطینیان وژني.

بل خوا ته اسرائیلي وسلوال ځواکونه هم د شک پر اساس فلسطیني پيغلي او ځوانان وژني.

تیره ورځ اسرائیلي عسکرو په همدې توګه او همدې پلمه څلور فلسطیني ځوانان ووژل او زیات شمېر نور یې په دې تور بندي خانې ته بوتلل چې ولي ددوی په خلاف لاریون کوي.

د الجزیرې د راپور سره سم د روانې میلادي میاشتي اکتوبر څخه تر اوسه ۶۴ فلسطینیان، چې زیات شمېر یې ځوان هلکان او پيغلي دي، د اسرائیلي عسکرو له لوري وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x