افغانستان

پکتيکا: وسله والو طالبانو پر دوو ولسواليو ډله ييز بريدونه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د پکتيکا په اومنه او وازيخوا ولسواليو هم مهاله ډله یيز بريدونه پيل کړل.

د پکتيکا امنيتي چارواکي مني چې په خبره يې سلګونو وسله والو کسانو پر اومنه او وازيخوا ولسوالیو بريدونه پيل کړي دي.

د هغه په خبره سیمې ته يې مرستندویه ځواکونه لېږلي دي.

په اومنه کې عیني شاهدان وايي چې تېره ټوله شپه يې په سیمه کې جګړه شوې ده، چې د اومنې ولسوالۍ امنیه قومنداني او درې پوستې يې نیولې دي.

سیمه ییز طالبان هم وايي چې لا هم جګړه روانه ده او په وينا يې یوه پوسته او د ولسوالۍ تعمیر يې له واکه د باندې دي، د دوی په خبره دولتي مرستندوی ځواکونه يې د دې ولسوالۍ په زواکه کلي کې محاصره کړي دي.

اومنې ولسوالۍ ته تللې لارې د وسله والو طالبانو له لوري پر ماينونو ډکې شوې دي، چې تر اوسه يې د امنيتي ځواکونه درې موټر خوراک شوي دي.

په وازيخوا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یوه پوسته نیولي او شپږ تنه عسکر يې ژوندي نیولي چې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.

په سیمو کې اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونه د هدف له صحي کېدو پرته پرلپسې پر ولسي کورونو د درونو وسلو ډزې کوي چې درنه – مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د پکتیکا امنیه قومندان زړور زاهد وايي چې په بريد کې د دوی ځواکونو ته هم زيان رسيدلی او ګڼ وسله وال طالبان يې هم وژلي دي، چې په وينا يې کره جزيات يې په لاس کې نه لري.

سیمه ییز طالبان د خپلو څلور ملګرو د ټپي کېدو مني او وايي چې په اومنه ولسوالۍ کې يې تر اوسه ۱۴ عسکر وژلي او په وازيخوا کې يې شپږ تنه ژوندي نيولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x