افغانستان

د کندوز جګړه کې تر ۱۵۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د کندوز په نږدې دوه اوونۍ جګړه کې له پوځي تلفاتو پرته ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

حمدالله دانشي چې د محمد عمر ساپي له تېښتې وروسته د دې ولایت سرپرست اعلان شو، وايي چې په دې جګړه کې ۱۶۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

کندوز ښار میاشت وړاندې د تلې په شپږمه وسله والو طالبانو ونیو، چې له دوه اوونۍ جګړې وروسته امنیتي ځواکونه بېرته په ښار واکمن شو.

د کندوز د ځايي اوسېدونکو له قوله په دوه اوونۍ کې داسې وخت هم راغلی چې پرلپسې څلورویشت ساعته بمباري روانه وه.

د دوی په خبره بهرنیو هوايي ځواکونو دې ته نه کتل چې ښار دی، کور دی، باغ دی یا هم د وسله والو طالبانو کوم مرکز، له يوې مخې يې بمونه اورول.

د کندوز د عامې روغتيا رییس ډاکټر سعد مختار وايي چې د دې جګړې ملکي تلفاتو کې ۱۵۲۰ تنه ټپيان د دوی تر روغتونه رسول شوي چې ۱۳۰۰ يې مېرمنې او ماشومان دي.

د تلې په ۱۱مه چې د اکتوبر له درېیمې سره برابره وه، هوايي ځواکونو یوازې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بريد په مهال لسګونه ملکي وګړي ووژل.

د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشر وايي چې د بريد په مهال د دوی ۷۰ تنه کارکوونکې او تر ۱۰۰ ډېر ناروغان په روغتون کې و، خو دولتي سرچينو د ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو په ګډون د ۲۲ تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د کندوز په جګړه کې ګڼې کورنۍ هم بې ځایه شوې دي، چې په بمباريو کې يې کورونه له منځه تللي او د ژمي راتلونکې یخنۍ ته وارخطا دي.

د کندوز د پېښې د څېړنې لپاره پنځه کسیز ګروپ کې چې دوه تنه يې مشري کوي لا هم په څېړنو بوخت دي، خو د بې پولې ډاکټرانو ټولنه د نړیوال بې پري کمیسیون له لارې پر روغتون د بمبار د پېښې څېړل غواړي، چې امريکا او افغان حکومت ورسره لا د هوکړې سر نه دی خوځولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x