افغانستانخبرونه

المان: افغان پناه غوښتونکي دې نور زمونږ هېواد ته نه راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د المان د کورنيو چارو وزير ويلي چې المان ته د مخ په زياتېدونکو افغان کډوالو راتګ دوی ته د منلو وړ نه دی.

د المان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير ويلي چې افغانان دې د دې پرځای چې زمونږ هېوادونو ته راشي په خپل هېواد کې دې پاتې شي او د هېواد په بيا رغونه کې دې برخه واخلي.

ديميز ويلي چې په دې ورستيو کې المان ته د پناه غوښتونکو د راتګ لړۍ تېزه شوې چې افغانستان د راتلونکو پناه غوښتونکو په ډله کې دوهم هېواد دی.

د المان هېواد د رسمي شمېرنو له مخې ويل شوي چې د روان کال د جنورۍ له مياشتې څخه د ستمبر تر مياشتې پورې ۵۷۷۳۰۷ پناه غوښتونکي دغه هېواد ته ورغلي چې يوازې ۵۱۶۴۳ يې افغانان دي.

نوموړي ويلي چې مونږ د افغانستان حکومت ته ويلي چې ((مونږ په المان کې دغه شان وضعيت نه غواړو))
د المان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې مونږ د افغانستان له حکومت سره موافقه کړې وه چې د منځني اقتصاد لرونکي افغانان بايد په خپل هېواد کې پاتې شي او المان ته راونه ليږل شي، ترڅو له يوه لوري د خپل هېواد په رغونه کې مرسته وکړي او بل لور ته د المان په دولت هم بوج نه شي.

ديميز توماس په خورا تېزه لهجه وويل چې ((زه نن په واضحه توګه دا خبره کوم چې هغه کسان چې له افغانستان څخه د پناه غوښتلو په نيت راځي ټول دې دا تمه نه لري چې په المان کې به پاتې شي))

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې المان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خرابو امنيتي حالاتو له امله ددغو هېوادونو اوسېدونکو ته اعلان وکړ چې کولای شي په المان کې پناه واخلي خو د دومره ډېر شمېر پناه غوښتونکو له ورتلو څخه وروسته اوس المان بېرته په خپل اعلان پښېمان ښکاري او په خپل هېواد کې د دغو پناه غوښتونکو ځای پر ځای کول اوس له خپل کنترول څخه وتلي بولي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو چارواکو په افغانستان کې پر افغان ځوانانو غږ کړی و چې بهرنيو هېوادونو ته له ورتلو څخه ډډه وکړي او په خپل هېواد کې پاتې شي.

ځينې افغان چارواکو هم د افغان ځوانانو له افغانستان څخه په وتلو اندېښنه ښودلې ده خو د المان د اوسني اعلان په اړه د افغانستان د کډوالو د چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي څو ورځې وړاندې ويلي چې المان د افغان پناه غوښتونکو له دغه هېواد څخه د بېرته را لېږلو په اړه دوی ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x