د هلمند والي او امنیه قومندان د طالبانو د برید څخه روغ وتلي
نن ټکی آسیا: نن د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې ددې ولایت د والي او امنیه قومندان پر موټریز کاروان برید وشو، چي له کبله یې په کاروان کي ملګري دوه تنه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شول.
د هلمند ولایت څخه امنیتي مسئولینو رسنیو ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي چي پيښه نن غرمه د دولسو بجو په شاوخوا کې د سنګین ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کي هغه وخت را منځته شوه، کله چي د سیمي څخه د والي او د امنیه قومندان د موټرو کاروان په تیریدو وو.
هغوی زیاته کړې چي د هلمند والي محمد نعیم بلوچ او امنیه قومندان عبد النبی الهام د یو شمېر نورو چارواکو سره د سنګین ولسوالۍ مرګز ته روان وه.
او زیاته کړې چي په په برید کي دوه تنه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شول.