نظــر

حامد کرزی بېرته راځي!!!

لیکوال: محمد کمال افغان.

لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی
لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی

په ټوکو ټوکو مې ګڼله د اشرف غني کډه ریښتیا له ملکه ځینه.

دا چې ولې او څنګه پخوانی ولسمشر حامد کرزی بېرته راځي او د ولسمشر محمد اشرف غني کډې بارېږي؟ لومړی به دا ووایو، چې د افغانستان او افغانانو د ولسمشرۍ لپاره داسې یو کس ته اړتیا دی، چې پرېمانه دیني او سیاسي زده کړه ولري، څه ناڅه په اقتصادي چارو کې لاس بری وي او قاطع انسان وي، ځکه افغانستان داسې یو هېواد دی، کچېرې یې وګړي خپلسرۍ ته پرېښودل شي، نو پښې له کمپلې بېرون باسي لکه اوسمهال چې د ازادۍ په نوم اکثره خلکو بې حیایۍ او بې احترامۍ ته ملا تړلې، نه ولسمشر پېژني او نه ولسکشر. په کار خو دا ده، چې څوک ستاسې ولسمشر یا امیر وټاکل شو، نو تاسې یې باید احترام وکړئ په هر حال او هر ځای کې اطاعت یې وکړئ، ځکه د امیر اطاعت واجب ګرځي، خو دلته په افغانستان کې هرڅه برعکس روان دي، واجب خو پرېږده، چې فرض نه ترسره کېږي.

دلته داسې خلک هم شته، چې پوهه، عقل او منطق به یې دوه روپۍ ارزښت نلري، خو پر بل به بې موجبه نیوکه کوي او حتا د خپلې کچې څخه لوړې خبرې به کوي، په رسنیو او غونډو کې به هڅه کوي ځان مطرح کړي. باور وکړئ! د داسې خلکو موخه دا نه وي، چې اسلام، خلکو او هېواد ته خدمت وکړي او د دوی د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي، بلکې یواځې غواړي مطرح شي، خلک یې وپېژني او شخصي ګټې ترلاسه کړي، چې ښه بېلګه یې ځینې مدني فعالان دي.

اوس محمد اشرف غني په ریښتیا یو مدبر، عالم او ځيرک شخصیت دی ښه اقتصادي پوهه لري، په سیاست پوهېږي، نظامي برخه کې تجربه لري، د ټولنې په ژبه ښه پوهېږي، خو په اسلامي پوهه او ننني سیاست کې بیا زه صفر ورکوم او هغه ځکه، چې اسلامي پوهه یې هم کمزورې ده او په سیاست کې که پوهه لري، خو د تطبیق چل نه ورځي. دی لا پر دې نه پوهېږي، چې افغانستان کې سوټه مسلماني ده اکثر خلک د علم او پوهې په ژبه نه پوهېږي، بلکې د زور او سختۍ په ژبه پوهېږي او قناعت کوي.

تاسې ته به بهتره مالومه وي، چې اکثره خلکو کې دومره ظرفیت نشته، چې د محمد اشرف غني په استدلال پوه شي، خو امتیازات بیا تر اشرف غني هم لوړ غواړي، ځکه هغه زور لري او یواځې د زور ژبه پېژني. ښه بېلګه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله زور ؤو، چې د اجرائیه ریاست پوست یې ترلاسه کړ.

محمد اشرف غني هغه څوک ؤو، چې خلکو د ده علمیت، اقتصادي او نورو سیاسي او ټولنیزو برنامو ته رأیه ورکړه، خو اوس هماغه اشرف غني او هماغه برنامې دي، ولې پلې کوی یې نشي او خلک هم ترې خفه دي، ځکه څه یې چې ویلي ؤو عملي یې نه کړل.

دا به هم ومنو، چې د بهرنیو هېوادونو او استخباراتي کړیو سربېره په هېواد دننه داسې کړۍ شته، چې نه غواړي اشرف غني خپلې برنامې پلې کړي، پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کوي او نه پرېږدي، چې افغانستان باثباته او هر اړخیزه پرمختللی هېواد شي. له ولسمشر محمد اشرف غني هم لار ورکه ده، چې د خپل ولسي زور څخه ګټه پورته کړي، ځکه تل به یې دا ویل، چې کله خلک زما د برنامو د پلې کېدو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، نو دی به پر ولس غږ کوي، چې ولس یې په اړه لازم تدابیر ونیسي.

حالات ورځ تر بلې خرابېږي، دولت د دوه ډلو ترمنځ نیم شو، په دندو اکثر نا اهله کسان ګمارل شوي دي، نا امني زیاته شوه، چې د ولایتونو تر سقوطه را ورسېده او د خلکو او دولت اقتصاد خو بېخي کمزوری شو، چې له امله یې ډیری خلک په قاچاقي توګه اروپایي هېوادونو ته روان دي، چې په لاره کې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دا او دېته ورته نورې ډېرې ستونزې د دې لامل شوې، چې د محمد اشرف غني او خلکو ترمنځ واټن زیات شي او خلک ترې راضي نه دي او اکثر هغه بیا د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دورې شکر باسي.

راځو دېته، چې داسې راپورونه خپاره شول،( چې امریکا د حامد کرزي له رسمي دفتر سره موافقه کړې ده او ولسمشر غني یو فرمان لاسلیک کړی دی، چې له مخې به یې پخوانی ولسمشر حامد کرزی رسمي دفتر لري او هره میاشت به  له (۴۰۰) زره امریکايي ډالرو ډېر لګښت لري. ولسمشر غني ماليي وزارت ته  سپارښتنه کړې ده، چې هره میاشت له (۹۵) کوډ څخه  د ښاغلي کرزي د دفتر میاشتني لګښتونه ورکړي. ځینې خلک دا یو سیاسي اقدام او د یو بل ایتلاف پیلامه بولي. دا دفتر، چې د امریکا په موافقه  رامنځته کیږي او د دې مانا ورکوي، که چېرې نا اټکله بې نظمي رامنځته کیږي او یا ډاکتر غني ومري، حامد کرزی یوازینۍ څېره ده، چې د لوې جرګې په رابللو سره واک تر لاسه کړي او وضعیت کنترول کړي).

که خبره همداسې وي، نو د محمد اشرف غني کډې به بارېږي، یا به یې نړیوال په یو ډول نه په یو ډول وژني، یا به یې له دندې ګوښه کوي او یا به یې دېته اړ کړي، چې خپله استعفاء ورکړي. بدیل یې تیار مخکې له مخکې شته او ځینې خلک ورته لبیک هم وایي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوره کې پیسې هم زیاتې وي او څه نا څه امنیت هم ښه ؤو، خو حقیقت دا دی، چې حامد کرزي ټول د ملت قاتلان، متعصب، زورواکي او د چور او تالان ډلې واکمنې او شتمنې کړې او د ملت هیلې یې له خاور سره خاورې کړې او ملي ګټې یې تر شخصي ګټو قربان کړې. دا ځینې خلک چې ورته لبیک وایې، هغه هم داسې نه چې له حامد کرزي خوښ ؤو، بلکې له هغه پیسو خوښ ؤو، چې د هغه په دوره کې په افغانستان کې ښکته او پورته کېدې.

بل حقیقت دا دی، چې دا د نړیوالو پلانونه دي، چې لومړی یې ځینې افغانان په زیاتو پیسو روږدي او بیا یې پرې بندې یا کمې کړې، نا امني یې زیاته کړه، څو خلک اړ شي او په خپله چغې ووهي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شي او دوی ته یې هم خدای ورکړي، چې د افغانستان بیخ او بنیاد پرې په هراړخیزه توګه وباسي او ټولې پټې خزانې ترې خپلو هېوادونو ته وځغلوي او ویاړلي او سپېڅلي ارزښتونه یې له خاور سره برابر کړي.

زه دا وایم، چې د حامدکرزي په بیا راتګ سره پیسې نه ډېرېږي او امن نشي راتلای، څو داسې بهانه پیدا شي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شي او داسې ضمانت ورکړل شي، چې که نړیوال هر څه وایي، افغانان یې په سر سترګو مني. نو پیسې به هم راځي او څه ناڅه امنیت به هم راځي، خو دا به هغه وخت وي، چې تاسې به ظاهرآ او په مادي توګه بډایه او شتمن یاست، خو معنویت، ایمان او وجدان به مو خورا کمزوری وي او خپل خدای ته به مخ توري یاست او دین به مو په دنیا بدل کړی وي.

حل لاره دا ده، چې په خپل خدای تکیه وکړئ، ایمان او وجدان مو قوي کړئ، الله (ج) رازق دی، مرګ او ژوند، عزت او ذلت د الله په لاس کې دی. د خپلمنځي اختلافاتو لاس په سر شئ، شخصي ګټې تر ملي ګټو مه مخکې کوئ، د هر قوم او هرې ژبې ویونکی خپل ورور او هېوادوال وګڼئ، علم او پوهې ته مخه کړئ، له طالبانو سره سوله وکړئ! او دا دیموکراسي او اساسي قانون دې د هغه چا سر وخوري، چې ایمان یې پرې راوړی او د قران نسخه یې ترې جوړه کړې، چې د شخصي ګټو لپاره نه غواړي هېڅ تغیر په کې رامنځته شي. دېته نه ګوري، چې هره ورځ د پردۍ تپل شوې جګړې له امله زمونږ په سلګونه بې ګناه افغانان په شهادت رسېږي، میندې بورېږي، ماشومان یتیمانېږي، مېرمنې کونډېږي، دین، هېواد او کورونه مو ورانېږي. خو دوی لا هم هغه اساسي قانون چې دوی ورته هېڅ احترام نلري او تاته به یې مخکې مخکې کوي او دیموکراسي چې د دې ټولو ناخوالو لامل دی، غوره ګڼي.

په دیموکراسۍ مین هغه خلک دي، چې دین، افغانستان او افغانان ورته هېڅ ارزښت نلري، د دوی ژوند او ګټو ته وفادار نه دي او وینه یې ورته هېڅ ارزښت نلري او د دوه ورځو دنیایي ګټو لپاره د تش په نوم اساسي قانون او غربي ډیموکراسۍ ډول ته نڅا او ګډا کوي. لعنت او مرګ پر داسې خلکو او مفکورې.

وما علینا الاالبلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خليل

افغان ساب ته یو وار امیر او اولس مشر وپیژینه بیا قضاوت وکړه څوک چی د کفری نظام (دیموکراسی) له لاره واک ته روسیږی هغه هیڅ کله د د هغه امیر چی د مسلمانانو د أهل الحل والعقد شورا له لاری امیر وټاکل هیڅکله نه سی یو کیدای او بیا دداسی چا (ولس مشر) چی د غرب په زور او ځواک د مسلمانانو پر سر واکمن سی اصلا یی امر د منلو نه دی.

حاجی نرخ

دغلو مشر بیر ته رازی داړه مار بیرته راځی قاتل بیر ته راځی وطن پروش بیرته راځی د c i a خادم بیرته راځی دامریکا ګوډاګی بیرته رازی ان شا الله بیا به دا تور غیړنه څیره نه راځی دا خاین به نه را ځی دا د۳ لکو مظلومو قاتل به نه را ځی او نه به دا غیور ولس رایه ورکړی او هر ګیز دی الله نه را ولی خدای ج دی فه سر طان مرض اخته کړی او چی څوک یی غواړی هغوی ته دی الله ج عظیمه جزا ورکړی۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

عبدالله

خليل وروره وايم په خوله دې برکت شه ، دا ټول د يوې مفکري کسان دی چې کفري پروژي د اسلام له مينځه وړلو لپاره په کار اچولي دي

الحاج استا ذ بیانزی

خلیل صاحب مه یی زوروه ، امریکایانو تصمیم نیولی چه د نړیوال حکومت جوړولو او اعلانونو وروسته له خرو څخه خلک جوړ کړی ، خکه د دومره ډیرو انسانانو سره ګذاره سخته ده او چه هغه بیا هوښیار هم وی . نو دغه لیکونکی یو له هغو کسانو چه د روزنی لاندی دی . دی وایی چه خلک دومره کم عقل دی چه د خپل منتخب جمهور ریس خبری او کړنی څوک نه منی مګر خلک وایی چه تاسی خو یی کومه وینا او کړنه مونږ ته یاده کړی چه د ستایلو او منلو وړ وی برخلاف ټولی د غندلو… نور لوستل »

موسى خان

قدرمنو تر سو چى همدغه غله وى په افغانستان کى امن نشى راتلاى

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x