ادبي لیکني

خوشبني اوبدبيني

ګرانه اشنا !

هغه بله ورځ مې د يوه ناصيح عمل او وينا پرتله کړې؛ خو، چې د وينا پله يې پرعمل درنده وخته، نوانتقاد مې پرې و کړ، خو زما دغه انتقاد پرتا ډېر تريخ و لګيد او ټنډه  کې د ې ګونځې پيدا شوې .

زه تا ملامت نه بولم؛ ځکه، چې په دنيا د انسان پېژندل کوم اسان کار نه دي، خو له دې سره سره که سړى د ړانده تقليد پر بنسټ د هرچا خبرو ته تسليميږي او غاړه ورته ږدي، دا خپله د ده فکر ناسايي  او د تميز کمزوري ده. په  ژوندانه کې د اشخاصومطالعه او د دوى پرژوند کره کتنه، په ټولنه کې د داخليدو لومړى ګام دى. که داسې ونه شي دو ست او دښمن ته په يو نظر ګوري؛ نو د ژوند لمنه، خو له زرګونه حادثو، څاګانواو کندو څخه ډکه ده يو ه نه يو ه ورځ به سرپه څېړۍ په کې راپريوزې او بيا به هماغه بې علمه ناصيح هم لا س نه ورکوي.

زه دا منم، چې يو واقعيي انسان د واقيعت او حقيقت په لټه کې وي او غواړي، چې له غولوونکيو شيانو څخه تېرشي او د حقيقت په درشل کې سر ولګوي؛ خو بې ځايه خوشبيني او زياته بدبيني دواړه هغه شيا ن دي، چې انسا ن له حقيقت څخه په فرسخونو ليري کوي.

تا ته به دا معلومه  شوې وي، چې زياته خو شبيني معايبو ته د محاسنو رنګ ورکوي او دغه شيا ن بې ځايه بدبيني محاسن اوښيګڼې د معايبو په رنګ کې وړاندې کوي؛ نو، ځکه دغه شا ن خوشبيني دواړه د غندلو وړشيا ن دي.
له دغې مقد مې څخه زما مطلب ستا په خوشبينۍ کوم اعتراض نه دى؛ بلکې غواړم، چې د اشنايۍ په تقاضا د دوستۍ په سيوري کې ستا د فکر دروازه خلاصه کړم. ما دهغه په عمل؛ ځکه انتقاد وکړ، چې داسې ډېرخلک شته، چې وايي يو څه او کوې بل څه. په يوې خوا اجتماعي عدالت او خلکو ته د خدمت چيغي وهي؛ خو له بلې خوا د خپل اپارتمان د پېنځم  پوړنقشه کا ږي.

که دا ووايې، چې د خلکو له عمل سره کار نه لرو؛ ځکه، چې هرڅوک د خپل عمل مسوول دى؛ نو زه دا درسره، ځکه نه شم منلى، چې انسا ن يوازې د خپل ځا ن لپاره نه دى، بلکې انسا ن د ټولنې يو فرد دى او فرد ټو لنې ته مسوول دى. لکه څنګه، چې فرد په ټولنه کې حق لري؛ دغه شا ن ټولنه په افرادو حق لري. فرد بايد ځان په ټولنه کې حل کړي او د ټولنې د خدمت لپاره تش په وينا نه، بلکې د علم له مخې په وا قعيي توګه ملا وتړي. ا جتماعي ا صلاحا ت هغه وخت منځته راتلاى شي، چې فردي اصلاحا ت منځته راشي، او هر فرد په حقيقي توګه د اجتماع په مقا بل کې خپل مسووليت و پېژني او دې ته غاړه کيدي، چې زه يوازې د ځان لپاره نه، بلکې د اجتماعي ژواندانه د دنګې ماڼۍ يو ه خښته يم او که له فرد سره دغه عالي مفکوره نه وي؛ نوهسې د خولې لافې زما او ستا د غولولولپاره دي.

که ما او تا د ژوندانه په دغه نازکه مرحله کې د دغو چلاکانو اوماهرانو په چالاکۍ وغوليږو او د ړانده تقليد په لارښوونه دوى بالکل پاک او بري وبولو؛ نو په دې وپوهيږه، چې ما او تا په ژوندانه هغومره ارزښت لرو، چې د رو ښانه بصيرت  خاوندان ورته صفر وايي.

په صفر او منفي ارزښت باندې د ژوند دعوه کول هسې چټي سرزوري او ليونتوب دى. دا ليونتوب؛ خو ما او تا، ځکه نه شو منلاى، چې ځا ن ته د انسانان وايو او په نړۍ کې مو د دغې شتمنۍ دعوه له هرچا  زياته ده. نوربه ځا ن نه غولوو او د هرچا قدربه د هغه مقدار او اندا زې سره سم کوو.

هغــــه زړه بــــــه له توپانـه په اما ن وي
چې کښتۍ غو ندې د خلکو بار بردارشي

په درنښت

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x