نړۍ

مصر د غزې سره پر پوله د فلسطینیانو تونلونو نړولو ته ادامه ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د مصر امنیتي او سرحدي ځواکونو د فلسطین سره پر ګډه پوله د هغه تونلونو تخریب ته ادامه ورکړې، د کوم له لارې چې فلسطینیان خپل هیواد ته روغتیايي او غذايي توکي، د سوند مواد او د ضرورت نور اړوند توکي قاچاق کوي.

د الجزیرې د خبر سره سم د تروریزم په خلاف د جګړې په پلمه مصري ځواکونو له غزې سره پر پوله د رفح په سیمه کې د یو تونل موندلو وروسته هغه تخریب کړی او ۶۱ کسان یې د تروریستانو په تور نیولي دي.

باید وویل شي، وروسته له هغه چې په مصر کې د عبدالفتاح السیسي په مشري د اخوان المسلمین حکومت په خلاف پوځي کودتا شوې، د فلسطین پر مخ د مصر له لوري پولي تړل شوي دي، چې له کبله یې د غزې ښار اوسیدونکي له سختو کړاوونو سره مخ دي.

له نړۍ سره د غزې یوازینۍ لار چې د مصر په خاوره تیریږي، ډیری وخت د دغه هیواد له لوري تړل شوې وي. د غزې خلکو د خپلو ضرورتونو د پوره کولو په خاطر د مصر د پخواني واکمن حسني مبارک په وخت کې د پولې دواړو خواوو ته داسې تونلونه ایستلي و، چې په واسطه یې کولای شوای، د مصري ځواکونو له څار څخه پټ خوراکي توکي، دوايانې او د سوند مواد غزې ته انتقال کړي، خو د سیسي حکومت له راتګ سره د دغو تونلونو تخریب پیل شوي او لا هم ادامه لري.

د فلسطیني چارو د کارپوهانو په نظر د مصر حکومت دغه کار په څو پړاوونو کې بشپړ کړ، چې په لومړي پړاو کې ددغه تونلونو په خلاف په پراخه کچه په مصري تلویزنونو کې تبلیغات وکړل چې ګواکي دغه تونلونه د مصر امن ته ګواښ دي او له دې لارې له غزې څخه د اخوان المسلمین او داعش وسلوال د مصر خاورې ته را اوړي او په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

په دوهم پړاو کې یې له غزې سره پر پوله د مصر په خاوره کې ټول هغه کلي او کورونه ونړول چې د غزې خلکو لپاره به اکمالات ځیني کېدل.

په دریم پړاو کې ټول هغو تونلونو ته، چې د غزې خلکو د کلونو په خواریو جوړ کړي وو، منځ ته اوبه ورخوشي کړې او تونلونه یې ونړل. همدارنګه یې په نوموړې سیمه کې د اوبو لویې لویې ویالې وکیندلې چې له کبله یې تر ځمکې لاندې تونلونه د اوبو جذبولو له امله کښیناستل او نړیدل. خو څرنګه چې د دغه تونلونو شمېر زیات وو، اوس هم ځیني تونلونه پاتې دي، چې د مصر سرحدي ځواکونه یې د له منځه وړلو په لټه کې دي ، چې په همدې لړ کې وتوانېدل چې تیره ورځ یو تونل پيدا کړي او له منځه یې یوسي.

د فلسطین ټولو سیاسي او حقوقي ټولنو د مصر له اړخه د اوبو په ذریعه د تونلونو بندول غندي او دا له فلسطیني ولس سره ستره جفا بولي، دوی وايي په دې توګه د تونلونو تخریب نه یوازي د فلسطیني ولس لپاره د غذايي موادو رسولو په مخ کې خنډ جوړیږي بلکې دغه سیمې په راتلونکي کې له زراعته لویږي، پولي ته نږدې د اوسیدونکو کورونه ورسره نړیږي او په دغې سیمه کې د راتلونکي لپاره د ژوند امکانات له منځه ځي.

خو د مصر حکومت وايي چې پر پوله باندي جوړ تونلونه په اوبو غرقول ددوی روا حق دی او غواړي چې د خپل هیواد پولي خوندي کړي، او په وینا یې، د غیر قانوني قاچاق مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x