نظــر

د پاکستان قاید اعظم شیعه وو او د هغه غسل او لومړۍ جنازه هم شیعه ګانو ورکړه

د عبدالمالک همت ژباړه

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

تر ۱۹۴۷ ع.کال وروسته پاکستان داسي پالیسي غوره کړه چي هلته به د سني او شیعه وېش نه وي. د سرشمېرني لپاره يې د مسلمان او غير مسلمان فارموله غوره کړه. چي په دې توګه يې د قومونو او فرقو تناسب له منځه يووړ. دا ګواکي د هغه مهال غوښتنه وه چي حکومت به د فرقو پر بنسټ چاته امتیاز نه ورکوي.

د پاکستان بنسټ ايښوونکي محمد علي جناح اثنا عشری شیعه سوی وو. هغه خپله پلرنۍ عقیده چي اسماعیلیه (آغاخاني) مذهب وو پرېښود. خو هغه په خلکو کي دا نه اعلانول چي هغه سني دی که شیعه او که به کوم چا له هغه څخه پوښتنه کوله، نو له هغه څخه به ده بیا دا پوښتنه کول چي ته راته ووایه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم شیعه وو، که سني؟

په ۱۹۴۸ع. کال چي هغه ومړ ، نو د هغه خور فاطمې جناح خپل شیعه توب څرګند کړ او ويې ويل چي د خپل ورور د وصیت سره سم د هغه جایداد زما کيږي. د یادولو وړ ده چي د سني فقهي سره سم په کلي توګه د دغسي وصیت اجازه نسته. خو په شیعه فقه کي داسي کېدای سي. فاطمې جناح یو اقرار خط د سیند ستري محکمې ته وړاندي کړ ، چي پر هغه باندي د پاکستان د لومړي وزیر لیاقت علي خان لاسلیک وو او پکښي څرګنده سوې وه چي جناح شیعه خوجه مسلمان وو او له محکمې څخه يې غوښتنه کړې وه چي د محمد علي جناح د وصیت سره سم دي د شیعه مذهب د وراثت د قانون سره سم کړنه وسي. محکمي دغه غوښتنه ومنل. د ۱۹۶۸ع.کال د فرورۍ پر ۶مه د فاطمې جناح تر مړيني وروسته، د هغې خور شیرین بايي په ستري محکمې کي دعوه وکړه چي د فاطمې جناح جایداد دي د شیعه قانون سره سم دې ته ورکړه سی، ځکه چي مرحومه شیعه وه.

لومړی د فاطمې جناح د درناوي له امله په شیعه فقه عمل وسو. خو که محمد علي جناح او دا سني وای، نو دې ته نیمه برخه رسېده. وروسته د هغې خور شیرین بايي له ممبئي څخه کراچي ته ورغله. هغې هم اسماعیلي مذهب پرې اېښی وو او اثنا عشري شیعه سوې وه او له دې امله يې د خپل ورور د جایداد دعوه وکړه.

دغه مهال د جناح نوري کورنۍ چي تر اوسه لا اسماعیلیه ول وپتېیل چي د جناح شیعه کېده رد کړي. ستري محکمې د مخه د فاطمې جناح غوښتنلیک منلی وو. محکمې ته دا ستونزمنه سوه چي بابای ملت قاید اعظم اسماعلیلي وبولي. ځکه نو محکمې دغه دوسیه حفظ کړه، خو فاطمې تل پر شیعه مذهب عمل کاوه او د خپل ورور په اړه يې ويل چي هغه هم شیعه وو.

دا چي جناح څله اثنا عشري شیعه سو؟ د دې لامل داوو چي هغه د مذهب د آزادۍ لپاره د سیکولرو اصولو پلوی وو. د دې خبري شاهد په محکمه کي سید شریف الدین پير زاده وو. د هغه د وینا سره سم محمد علي جناح اسماعيلي عقیده په ۱۹۰۱ع.کال پرې اېښې وه. په داسی حال کي چي د هغو د دوو خوندو رحمت بايي او مریم بايي په یوه سني کورنۍ کي ودونه کېدونکي وه. خو په اسماعيلي فقه کي د دغسی ودونو اجازه نه ورکول کيږي. ځکه نو هغو دغه مذهب پرېښود. د مذهب دغه بدلون يوازي په ښاغلي جناح پوري محدود پاته سو. او د هغه وروڼه ولجي او نتهو هماغسي پر خپل مذهب باندي پاته سول.

په محکمه کي چي کومه پرېکړه وسوه، هغه د ښاغلي جناح تر مړيني سمدستي وروسته وه. په دې پرېکړه کی شاهد سید اُنیس الحسن شیعه عالم وو. هغه پر قرآن کریم لاس کښېښود او بیان يې ورکړ چي د ښاغلي جناح د وينا سره سم يې هغه ته غسل ورکړ او د گورنر جنرل ہاؤس په يوه خونه کي د هغه د جنازې لمونځ هم د شیعه مذهب د لارښوونو سره سم ورکړه سو او دغه شیعه عالم يې هم په جنازه کي شریک وو، لکه چي یوسف هارون، هاشم رضا او آفتاب حاتم علوي هم حاظر ول. خو لیاقت علي خان د سني مذهب د پیرو په توګه له خوني د باندي ولاړ وو. کله چي د شیعه مذهب دود تر سره سو، بیا جنازه حکومت ته وسپارل سوه او مولوي شبير احمد عثماني کوم چي د پاکستان د جوړېدو په اړه د جناح د هلو ځلو ملاتړی وو بیا هغه ته د جنازې لمونځ ورکړ. په یاد مو وي چي مولوي شبیر احمد عثماني شیعه ګان مرتد او واجب القتل بلل. د جنازې دغه دوهم لمونځ د سني طریقې سره سم ورکړه سو. او د جنازې ځای هغه وو چي د قاید اعظم مقبره پر جوړه سوه. نور شاهدان تصديقوي چي د فاطمې تر مړيني وروسته د شیعه ګانو دوه نښانه کلام او پنجه د هغې له کور څخه را ووتل. آی ايچ اصفهاني دغه شاهدي په ۱۹۶۸ع.کال د سیند ستري محکمې ته ورکړه. چي دا هم د جناح شیعه توب جوتوي. هغه د جناح د کورنۍ دوست وو او په ۱۹۳۶ع.کال د هغه اعزازي سکرټر هم وو. په دغه شاهدي ښاغلی مطلوب حسین هم ورګډ سو، کوم چي له ۱۹۴۰ څخه تر ۴۴ پوري د جناح شخصي سکرټر وو.

ښاغلي اصفهاني ويلي دي چي پخپله جناح په ۱۹۳۶ع.کال هغه ته ويلي وه چي ده او د ده کورنۍ شیعه مذهب هغه مهال غوره کړ کله چي په ۱۸۹۴ع.کال له انګلستان څخه راستنېدی او د رتی بايي سره يې واده کړی وو، کومه چي د يوه فارسي سوداګر لور وه. دغه واده د شیعه مدهب د دودونو سره سم تر سره سو. د جناح استازی راجه صاحب محمود آباد وو، چي د هغه شیعه دوست وو. که څه هم د هغه عقیده د جناح له عقيدې څخه بېله وه، خو بیا هم هغه د جناح نږدې ملګری وو. هغه اثنا عشري وو. او تر آزادۍ وروسته د عراق نجف ته تللی وو. د جناح او د دغه سړي دوستۍ ډېر خلک اریان کړي وه. خو حقیقت داوو چي د جناح او راجه صاحب محمود آباد دوستي د دوی دواړو د شیعه توب له امله وه. هغه دا هم منلې وه چي یو وخت په ممبئي کي په یوه شیعه کنفرانس کي يې دممبئي په انتخاباتو کي د جناح مخالفت هم کړی وو.
کله چي فاطمه جناح په ۱۹۶۷ع.کال په کراچي کي مړه سوه، نو دغه مهال اصفهاني شتون درلود. هغه د هغې په کور کي د هغې د غسل او د جنازې د لمانځه بند وبست وکړ. کوم چي د شیعه لارښوونو سره سم وه. د هغې د جنازې تر لمانځه وروسته يې د هغې مړی حکومت ته وسپاره. بیا يې هغې ته ‏دوهم ځل په پولو ګراونډ نومي ځای کي د سني طریقې سره سم د جنازې لمونځ ورکړ. او د هغې د ورور په مقبره کي په کوم ځای کي چي هغې خوښ کړی وو، خاورو ته وسپارل سوه.

د جنازې په اړه د شیعه ګانو د رسم سره سم مړي ته وروستی د خدای په امانۍ نصیحت چي دوی تلقین ورته وايي هغه مهال تر سره سو چي مړی يې ډورۍ (لحد) ته ورتا کړ. کله چي په ۱۹۲۹ع.کال رتي بايي مړه سوه د هغې وروستی الوداعي نصیحت یا تلقین په خپله محمد علي جناح تر سره کړی وو.

د فاطمې جناح د مړيني پرمهال چي پر هغې باندي شیعه رسوم ترسره سول، مخالفت کوونکي هم موجود وه. چي بیا يې مړی حکومت ته وسپاره او د سني طرېقې سره سم رسوم يې پر ترسره کړل. د دغه مخالفت یادونه فيلډ مارشال جنرال ايوب خان د خپلو ورځنيو یادښتونوپه کتابګوټي کي داسي کوي:

د ۱۹۶۷ د جولای میاشت: تورن جنرال رفیع زما پوځي سکرټر وو. هغه زما د نماینده ګۍ لپاره کراچی ته تللی وو او د فاطمې جناح په جنازه کي يې شرکت کړی وو. هغه وويل: د پوهي خاوندان په دې خوشاله سوه چی حکومت فاطمې جناح ته يو د عزت مقام ورکړ. ځکه نو دا کار د حکومت لپاره خوشالوونکی دی. خو د دې ترڅنګ هلته ډېر داسي خلک وه چي ډېر ناوړه چلند يې وکړ. د هغې لومړۍ جنازه په مهته پيلس کي د شیعه رسومو سره سمه ادا سوه.

بیا د عوامو لپاره د جنازې بل لمونځ په پولو ګراونډ کي وسو. دغه مهال پوښتنه وسوه چي د جنازې د لمانځه امام باید سني وي که شیعه؟ خو بالاخره بدایوني د امامت لپاره وړاندي کړی سو. خو دا څنګه چي امام الله اکبر ووایه ، په وروستيو صفونو کي ولاړو کسانو جنازه پرېښوول. لاښ په ډېر مشکل سره په موټر کي واچول سو او د قاید اعظم مزار ته یووړل سو او هلته ښخ کړی سو.

د محصلینو سره بدمعاشان يوځای سوي وه او د ډبرو واري يې کول، بیا پولیسو اوښکي بهوونکی ګاز وکاراوه او د جنازې میدان له ډبرو ډک سو. دغو خلکو چي د کومي بې حسۍ او نه مسؤولیت کومه څرګندونه وکړه د افسوس وړ ده. د جنازې ځای د عبرت ځای دی، خو دغو کسانو يې پروا ونه کړه.

يادونه:  پورتنی مضمون د خالد احمد له کتاب
Sectarian war: Pakistan Sunni Shia Violence and its links to the Middle East

څخه اخیستل سوی دی. دغه کتاب په کراچي کي آکسفورډ يونورسټي پریس خپور کړی دی. د دغه کتاب دغه برخه په فرایډې ټایمز او د محدث فورم په نامه سایټ کي خپره سوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

نوم محمدعلى ده چيزى كه عيان است حاجت به بيان نيست

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x