شعـــــرونه

غزل ـ جانان خدرخېل

شاعر: جانان خدرخېل
که غلی شم همداسې، له سنګر نه ورته تېر شم
اخـیر به نو له خپل حــریم او دَر نه ورته تېر شم

اشـغـال ته خــو همـدا د تسلیمۍ په مانا دي چې
له تـورې، له قلـم او له خنجـــر نه ورته تېر شم

زما مسلماني به شـي په کــوم یو حد کې پاتې!؟
جومات نه که ورتېر شم اوممبر نه ورته تېر شم

کونړ څه چې کابل او ننګـرهار مې هم بمبار کړي
والله که له کوېټې او پېښور نه ورته تېر شم

سبا به سپین بولدک او ښېوه هم راځیني غواړي!
که نـن زه له بـولان او له خیبــر نه ورته تېر شم

جانان چې له یـوې خـولګۍ نه – نه راته تېرېږي
نو زه څه لېونی یم!؟ چې له سر نه ورته تېر شم

د نجـــونــو د خــنـدا به شمه یـــاره “خدرخېله”
چِنار که ورته پرېږدم او ګــودر نه ورته تېر شم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x