نظــر

پاکستان په یوه تیر دوه ښکاره وکړل

rabbani kayani ispr 670

څو ورځي وړاندي دسولي عالي شوری رئیس صلاح الدین رباني د خپل یوه وفد سره پاکستان ته سفر کړی وو… بیا یې له یوه سره ملاقاتونه پیل کړل، که د پاکستان ښایسته وزیرخارجه وه، او که ببر مولانا فضل الرحمن… مطلب یو یی هم پرېنښود،

خپل اندونه او غوښتني یې ورسره شریکي کړې… او هغوی هم خپل د ټولي همکاری وعده ورسره زمزمه کړه. اخیری دوه ورځي خو بیخی مصروفي تیري سولې.. د سولي د شوری بیرته افغانستان ته را ستنېدل یوه ورځ نور هم وځنډېدل، ځکه چي د شوری غړو غوښتل چی ښه ځان اطمیناني کړي او ولاړ سي.

ویل کیږي هغوی به ولاړل، په خپلو کوټو کې به یې سلا او مشورې وکړې، او بیا به یې میټنګ را وغوښت، او خپل نوې غوښتني به یې د پاکستانیانو مخي ته کښېښودې، او بیا به هغوی ځینی ومنلې ، ځینی به یې د نورو مشورو لپاره معطلي کړې، او ځینی به له امکانه وتلي خبري وي… لکه چي به یې ورته ویل ، تاسو د کویټي شوری ته قناعت ورکړی، چي زمونږ سره مذاکرات وکړي، تاسو د کراچي شوری ته هسی ووایاست او د حقاني ګروپ په نامه طالبانو ته هاسی ووایاست..

خو په هر حال د پاکستان اخبارونو وویل چي څه ممکن وه، او د پاکستان تر واک لاندي وه، پر هغه باندي پاکستان هغوی ته اطمینان ورکړ، او همدا وجه وه چي صلاح رباني د خپلو ملګرو سره خوشحاله خوشحاله بیرته ولاړ، او په کابل کې خپل دفتحې نغارې وډنګولې….

خو لاسته راوړني یې څه وې؟ پاکستان طالب بندیان خوشي کړل؟

که جواب هو وي، نو دا بندیان او ډیر نور بندیان د کلو کلو راهیسي د پاکستان سره په جیلونو کي پراته دي، پاکستان کله کله د طالبانو د خوشحاله کولو لپاره یو نیم بندي ایله کړي.. او اکثره هغه ایله کوي، چي نور یې نو په زندان کي د مرګ خطره وي… او ځینی تر ایله کېدو مخکي ځیني په شهادت ورسیږي.. لکه ملا عبید الله اخند او شهید استاد محمد یاسر…

دا خو هغه دي چي مونږ په خبر یو، چي نه یو په خبر ، یا فکر کوو، تر اوسه په زندان کي وي، او یا ګمنامه خلګ دي، د هغو په اړه یو خدای ښه پوهیږي چي شمېر به یې څومره وي…

اوس راځم اصل مطلب ته…

اصل مطلب می دادی چي هغه بندیان چي صلاح الدین رباني په ډیر لوی ږغ ورباندي خپل د فتحې نغارې ډنګوي، هغوی چیري دي؟؟؟ هغوی چاته وسپارل شول؟؟؟ په کوم التزام او شرط باندي خوشي شول… یاني هغوی به د خلاصېدو وروسته څه کوي او څه به نه کوي… ؟

دا ټولي خبري تر اوسه نه دي روښانه، خو چي روښانه دي، او زما په شخصي علم کي دي، نو هغه دادي چي ددې بندیانو او هم د نورو اضافي بندیانو وعدې لا مخکي پاکستان د طالبانو سره کړې وي، چي ور خوشي کوي به یې، او له همدې وجي یې ټول په اسلام اباد کي را غونډ کړي، او له هغو وړو او تنګو او تاریکو کوټو څخه چي په یوازي به یې په کښي په بندو لاسونو او پښو کلونه تیرول، یو پراخ ، او یوځايي ځانګړي زندان ته انتقال کړي، چیری چي دغه بندیان د خپلو ملګرو سره د زړه خواله کولای سي، او د یو او بل حال پوښتلای سي، او هم د خپلو کورنیو سره اړیکي نیولای سی…د کوم څخه چي په کلونو محروم وه…

طبعا پاکستان د طالب بندیانو سره دا نرمي هغه وخت خپله کړه کله چي پوه سول، چي طالبان اوس بیرته هغه ځواک جوړ شوی چي بین المللي قواوي ورسره مخامخ خبرو ته چمتو دي، او په خاصه توګه کله چي د قطر د خبرو ډنډوره پيل شول…

حقیقت دادی چي بندي طالبان، بیرته طالبانو ته وسپارل سول، پاکستان د طالبانو زړي او د سولي د عالي شوری نوي غوښتني په یوه وخت ومنلې، او په دې توګه یې په یوه وار دوه ښکاره وکړل..

که څه هم پاکستان د سولي د شوری د غوښتني سره سم هغه بندیان خوشي نه کړل، د کومو لیسټ چي يې له ځانه سره د کابله را وړی وو، خو ددغو طالبانو په خوشي کولو سره یې صلاح الدین رباني ته یو شی په خوله کي ورکړه، چي د یو څه وخت لپاره شخوند په ووهي..

خو له بلي خوا یې د طالبانو سره د څه نا څه پخلایني لپاره لاره هواره کړه،

خو فکر نه کوم طالبان به کله هم خپل د بندیانو خواری ددوی په زندانونو کي هیري کړی، او یا به خپل شهیدان هیر کړي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x