ادبي لیکني

پلار دی د شهید بچي کیسه کوي

نصیب ځدراڼ

د ژمي یخه شپه وه، بخارۍ په کوټه کې لګیدلې وه، ماشومان ویده وو، هر طرف ته خاموشي وه.د سپیو د غپیدو غږ له لرې لرې نه راتلو، کامل جان ویده وو او ګرمه بړستن یې په ځان اچولې وه.

دخپلې مېرمن په غږ راویښ شو،”سړیه پاڅه ته یې وګوره چې څوک دي، د دروازې د خلاصیدو غږ مې واورید، ډیر ځنډ یې هم وشو، ته ورشه ویې ګوره، اندېښنه راولویده خوب نه راتلو نو ته مې راجګ کړې.ته وګوره چې څه خبره ده”

کامل جان په منډه راپاڅید، څادر یې له ځان نه تاو کړ، ټوپک  او د لاس بتۍ یې له ځان سره راوخیستل، په زړه کې یې اندیښنې وي، چې دا به څوک وي؟ غل، دښمن، ……یا بل څه.؟؟؟

کامل جان يې د پلار کوټې ته ور روان شو چې خبر يې کړي چې زه تر دروازې پوري ځم. ګوري چې پلار یي په کوټه کې نه شته.

کامل جان د ځان سره حیران شو چې پلار به مې چیري تللی وي، تشناب خو هم په کور کې شته.د شپې یوه نیمه بجه ده، بیرته راغی ښځې ته یي وویل بابا جان لکه چې د باندي وتلی، زه یي ګورم.

د باندي راووتلو لومړی جومات ته ورغی خو دروازه یي بنده وه څوک نه وو، بیرته راوګرځید، سخته یخه سیلۍ چلیده،د خپلو پټیو په لور روان شو، په لاره کې چې د هديرې ترڅنګ تېرېده د سلګیو غږ یي واورید، ورته ودریدو، ور وېي کتل پلار یی څادر له ځان نه تاو کړی ده، لاسونه یي لپه کړي او د یوه قبر سر ته ناست ده.
په قبر لیکل شوی وو،”
یویشت کلن حافظ بلال شهید” او پاس سپین بیرغ ورباندې لګیدلی و.

کامل جان غږ پرې وکړ.پلاره څه دې له ځان نه ماشوم جوړ کړی! دا یخه شپه وګوره، څومره سخت ساړه دي، مریض هم یي نو دلته څه غواړې؟

پلار یی اوښکې په څادر پاکې کړي، ويې ويل: “نو څه وکړم؟ بلال چې شهید شوی هیڅ مې نه هیریږي، پخوا ما او مور به دې یو ځای سره یاداوه، یو ځای به مو ژړل، نو دا ده اوس دې د مور هم دوهمه میاشت ده چې د بلال غمونو وخوړه او د کامل جان د مور د قبر طرف ته یې اشاره وکړه. بیا لګیا شو…..

“چې د کوم وخت راهسي دې مور وفات شوې ده زویه زه هره شپه دلته راځم تر ځنډه ناست يم، د دوی سره خبرې کوم دعاګانې ورته کوم، په کور کې په تنهایۍ کې د دوي غم د چا سره وژاړم؟؟؟

کامل جان مخ ته څادر ونیو، مړې اوښکې یي په مخ راماتې شوې او د مور د قبر سر ته کیناست!!!!!

“پلار دی دشهید بچي کیسه کوي
خوله کې یې خبره سلګو واخیسته”

(((حافظ بلال د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکی و،چې د پکتیکا د اربکیانو د خاصې قطعې مشر عزیز الله او د ایتلافي ځواکونو په چاپه کې په شهادت رسیدلی و))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x