عمران خان په خپل کورني سياست کې دوهم ځل هم ناکام شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان مشهور سیاستوال او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په کورني سیاست کې دوهم ځل ناکام شو او خپل لس میاشتیني واده ته یې د پای ټکی کېښود.

عمران خان د روان کال په جنورۍ کې له یوې طلاقې شوې خبریالې سره واده وکړ او نن يې هغې ته د طلاق خبر ورکړل شو.

عمران خان خپلې مېرمن ریحام خان ته طلاق ورکولو پریکړه تایید کړې او ویلي يې دي چې د دوی کورنۍ لپاره دا ډيره د خفګان مرحله ده خو له ټولو غواړي چې د دوی شخصي حریم ته احترام وکړي.reham_khan_tweet

د نوموړي مېرمنې ریحان خان هم په ټویټر خپل دوهم ناکام واده تایید کړی دی. هغې لیکلي « موږ د خپلو لارو د بېلولو پریکړه وکړه او طلاق ته مو رجوع وکړه».

د تحریک انصاف ګوند کارکوونکو ویلي چې ریحام خان تېره ورځ د عمران خان کور پرېښی دی.

پاکستاني رسنۍ تر ډیره دغه سوال راپورته کړی چې د عمران خان دوهم ناکام واده به د نوموړي په سیاست څه اغیز وکړي.

عمران خان تر دې دمه مستقیما له رسنیو سره د خپل ناکام واده په اړه څه نه دي ویلي خو د روان کال د اګست په میاشت کې نوموړي ویلي وو چې د دوی ګوند د میراثي سیاست مخالف دی. مېرمن به یې په ګوند کې هېڅ ډول څوکۍ نه لري، همدا راز په خیبرپښتونخوا کې به هم هېڅ ډول دولتي دنده نه لري او نه به ورته دولتي پرتوکول ورکول کیږي. عمران خان همدا راز ویلي وو چې مېرمن یې نشي کولای د ده ګوند له لارې ټاکنو ته ودریږي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د عمران خان او مېرمن تر منځ د طلاق ستر لامل د هغې لخوا په سیاست کې برخه اخېستل و چې د نوموړي خوښه نه وه او له همدې کبله سره جلا شول.

عمران خان له دې وړاندې د برتانيي د جمائما سره واده کړی و. د نوموړي له هغې مېرمنې دوه زامن هم دي خو نېږدې لس کاله وړاندې بيا عمران خان نوموړې طلاقه کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د