ستړی ژوند او د سیاست لیونی

talking too muchد مقدمی په ډول غواړم چی اول یو څو مثالونه بیان کړم او بیا به اصل مطلب ته لاړشو.
د انسان په ژوند کی تر ټولو لویه خوشحالی د واده کړل دی پدی شرط چی په خپله  خوښه شوی وی، خودد ټولی خوشحالی سره سره د ګډ ژوند صرف یوی میاشتی ته (هنی مون )یا د شاتو یا عسلو میاشت ویل شوی.
څه فکر کوی د نړی ترټولو ښه میوه کومه ده؟ ځوابونه به حتما مختلف وی. مګر کله چی تاسی د کوم دوست میلمانه وی نو په دسترخوان به یی ضرور دوه دری قسمه میوه درته ایښی وی.
وایی یوه ورځ په کوم ځای که د وعده خلافی په هکله سیمینار وو، د یو استاد یا لیکچرر وخت لس بجی پلان شوی وو. خو کله چی د نوموړی استاد د ستیج ته د رابللو وخت را ورسید استاد لا تشریف نوو راوړی. د ستیج مدیر کله په شعارونو کله په فرعی موضوګانو وخت تیراوه ترڅو استاد راورسیږی. ناست میلمانه هم ډیر خسته شول او پوره یو ساعت استاد مجلس ته را ونرسید. کله چی ساعت پوره یولس بجی شوی نو لیکچرر راورسید او ستیج ته پورته شو.

د ستیچ په سر یی لومړنی خبره داوه چی: ګرانو حاضرینو او ناستو میلمنو چون نن ماته د وعده خلافی په هکله موضوع راکړل شوی وه، په خبرو خو مو ډیری خبری اوریدلی دی ځکه خو ما وغوښتل چی نن یی عملی درته وښیم چی وعده خلافی یعنی څه او دا ترټولو لوی درس دی چی نن ورسره مخامخ شوی.
نو زه هم نه غواړم موضوع ډیره اوږده کړم مګرد روښانتیا د باره به يو څه ولیکم.
اول خو باید پدی ځان پوه کړو چی هر کار یو هدف لری او تقریبا په اکثرو امورو کی اصل او فرع وی نو باید پدی هم ځآن پوه کړو چی په مربوطه کار کی اصل څه دی او فرع څه ده او دد په رڼا کی د شرایطو سره سم انسان ځان ته موقعت اختیار کړی. چی دا معلومات یوه اندازه په پوښتنه او ډیره اندازه د حالاتو په کتو انسان ځان ته حاصلولی شی.
هغه بله ورخ یو ملګری، انجنیرصاحب نجیب امیری د خوشحال خان مینی د نواباد په سیمه کی یوه میلمستیا جوړه کړی وه چی تقریبا څلویښت نفره پکی دعوت شوی وو. هدف د میلمستیا  د مسافرو او موجودو ملګرواو هم صنفیانو ترمنخ لیدل او د احوال خبریدل وو. پدی کی داسی ملګری وو چی د دوه کالونونه را نیولی بیا تر پنځلسو کالونو یی یو د بل سره نوو لیدلی او انجنیر صاحب امیری په خپل ابتکار د د وروڼو تر منڅ د لیدو اوناستی موقع برابره کړه چی مننه تری کوو او د الله نه ورته اجر غواړو، مګر هدف براورده نشو او حتی صرف یوځل هم د ملګرو سره د پوښتنی شرایط برابر نشول.
دا چی مجلس دقیقا کله شروع شوی وو نه پوهیږم خو زه په شپږ بجو ورغلم دوستان ناست وو روغبړ وشو. په ناستو میلمنو کی یو تعداد داسی میلمانه هم ناست وو چی د هم صنفیانو د ګروپ څخه نوو او یو تعداد بیا ورسته هم تشریف راوړ.
ځکه خو بره د اصل او فرعی خبر یاده شوه، داسی ډیر واقع کیږی چی کله یوچیری محفل وی نو بعضی فرعی دوستان هم ور دعوت کیږی مګر انسان باید خپل موقف او ځای په خپله درک کړی.
یو چیری د خواستګاری موضوع ووه نو ټول څلور نفره ورغلی وو کله چی دکور څیښتن خبر شوو چی درایور بیرون په موټر کی ناست دی ژر یی هلک ور ولیږه او کورته یی را دعوت کړ او درایور هم د مجلس غړی شو. چی پدی صورت کی د ناستی هدف خواستګاری وه، د مجلس اصل غړی هغه څلور مشیران وو چی خواستګاری ته راغلی وو او د مجلس فرعی میلمنه درایور او یا د کوربه  بل داسی میلمه چی که تصادفا قبلا هلته موجود وی.
د افغانستان په ورانه او ویجاړه جامعه کی چی د هر اړخه ورانه ده ،هغه که اقتصاد دی ،که تعلیم دی، که اجتماعی اخلاق دی او که سیاست دی، چی ترټولو یی اجتماعی اخلاق دی چی مطلقا له منځه تللی دی او نه بیسواد او نه باسواد یی درک کوی. په دیرو حالاتو کی خو اجتماعی بداخلاقی خلکو ته اخلاق ښکاریږی ځکه چی په همدی روان حالت کی لوی شوی دی او تفکیک یی ورته ګران دی.
یاد مجلس د شپی تر څه باندی لسو بجو دوام وکړ چی زه په لسو یا څه کم لسو تری رخصت شوم.
کله چی زه کوټی ده ددننه شوم ملګری ناست وو او یو کس چی د کوټی په بر کنج کی یی تشریف درلود په خبرو بوخت وو. خبری سیاسی او تنظیمی وی ناستو کسان تول غلی ناست وو او نوموړی مشرد صحبت رشته خپله کړی وه. کله به چی یوه قصه خلاصه شوه سم دستی بدون د وقفی به یی بله شروع کړه. ورسته د څو قصو به یی یوځل وویل چی زه ډیر و غږیدم اوس د کوم بل ورور وغږیزی او بیا به یی سم دستی بله قصه شروع کړه چی هری قصی به یی تقریبا لس تر شلوو دقیقو پوری وخت اخیست او ټولی سیاسی او سفری مطالب وو.
د افغانستان په زاړه تعلیمی میتود کی معمول داوو چی په صنف کی استاد خبری وکړی او شاګردان ټول غلی ناست وی، چی پدی صورت کی به شاګر یا د اوبو په بهانه یا د تشناب په بهانه د صنف نه بیرون وتو او یا به یی په خپله کتابچه کی ګلان او موټر رسمول.
مګر په ننی نړی کی دا میتود تغیر کړی. کوشش کیږی د ټولګی ناستو کسانو ته په بحث کی برخه ورکړشی. ځکه خو اوس د کورس په ځای ورکشاپونه دایریږی او ولاړ کس ته لیکچرر نه بلکی فسلیتیتر یا تسهیل کوونکی ویل کیږی. پدی صورت کی سره لدی چی معلومات د ځو کسانو لخوا وړاندی کیږی مګر ترتیب یی داسی جوړ شوی وی چی ټول برخه پکی واخلی نظر پکی ورکړی او هغه معلومات چی ورکول کیږی د مشترک تصمیم یا نتیجی په ډول یی تعبیر کړی. پدی صورت کی شاګر ارګمی نه وباسی د ټولګی نه د تیښتی کوشش نه کوی او په درس کی علاقه اخلی، چی د جذب فیصدی هم پکی ۹۵ فیصده وی.
خو د افغانستان سیاسیون یا په ځان مین بیا کورنی مجلسوته هم د ۱۹ پیړی د صنف شکل ورکوی او یو نواخت به چالان وی. او دابه په ناستو کسان واجب ګنی چی په پټه خوله سمع وکړی، کنه نو بیا بی ادبی کیږی حال دا چی دوی په خپله په کمال بی تفاوتی بی ادبی کوی او حتی د مجلس د ناستو کسانو حالت او خستګی به هم نه درک کوی. خو که فرضا موضوع او هدف د مجلس داسی وی چی باید تقریر پکی وشی مثلا انتخابات، د بشر حقوق، اوداسی نور بیا نودعوت شوو او موظف شوو متخصصینوته ضرور ده چی رڼا پری واچوی، هغه هم د ضرورت په اندازه.
په پوهنتون کی ډیر اوږده ساعتونه ۱۲۰ دقیقی وو چی کله به راووتو نو کافی به خسته شوی وو او د مکتب خو تر ۴۰ دقیقو زیاد اصلا نشته. مګر پدی ورځ چی کوم لیکچر موږ واورید بدون د مبالغی څه باندی ۴ ساعته یی یی بدون د وقفی دوام وکړ.
د ترکیی خاطری، د مصر خاتری، د بدخشان خاطری، د پنجشیر خاطری د پیښورخاطری د جهاد خاطری د مقاوت خاطری د سفرخاطری او بلاخره د هرشی خاطری واوریدل شوی. چی نه یی په سردردکیدو، نه یی خوله وچیدله، نه ستړی کیدو بس چالان وو او نور ټول مجلس په مطلقه خاموشی مکلف وو.
د الله رسول وایی چی کله تلاوت کوی نو هرکله مو د خستګی احساس وکړو تلاوت بس کړی. هدف دادی چی څه چی موږ تلاوت کوو باید مطلب یی زده کړو. اوس نو چی د خالق د کلام سره هم کله چی ډیر تلاوت شی انسان ته خستګی پیداکیږی بیا نو مخلوک څنګه په خپلو اوتو بوتو دومره مین دی چی په زور یی په خلکو اوری؟
مخکی د واده مثال یادشو، یعنی هر شی چی ترحد واوړی انسان ورسره خسته کیږی. انسان تنوع خوښونکی دی. ادم (ع) چی کله په جنت کی وګرځید راوګرځید، هرقسم میوی او څښان او خوراک یی وکړو نو بلاخره خسته شو او خوب پری ورغی. الله د ده د خوشحالی او ملګیری د پاره حوا خلق کړه.
تلاوت، لمونڅ او بل هر عبادت چی ډیر وشی انسان بلاخره ستړی او خسته شی. د دنیا هر اسباب بلاخره انسان خسته کوی او تنوع غواړی، ښځه، کور،موټر او هر بل څه چی په ژوند کی وی انسان تنوع پکی خوښوی. ظاهر شا چی د وخت په ارګ کی ژوند کولو چی د هغه وخت د ملک په سطح قرقسم سهولتونه پکی وو مګر بیا به هم خسته کیدو او کاریز میر، سروبی او غزنی کی یی قصرونه جور کړی وو او تفریح ته به ورتلو.
کله متوجه شوی یاستی چی کله په موتر کی په مخ سیت کی ناست وی د ۳۰ دقیقو په مدت کی څو ځلی د رادیو چینل بدلوی؟ او دلیل یی واضح دی یعنی د مطالبو سره د خستګی احساس کوی. نو بیا چی په داسی رادیو واوړی چی نه یی برق قطع کیږی نه یی بیټری خلاصیږی او نه یی چینل بدلیږی او نه یی خاموشولی شی نه د تجارتی علاناتو وقفه پکی راځی او نه په خپله دا درک لری چی نور بس دی ، څه به ورسره کوی؟
یعنی تاسی باوروکړی چی هغه ملګری چی پوره ۱۵ کاله مو نوو لیدلی حتی یوځل هم د پوښتنی موقع ورسره نده برابره شوی. بعضو ملګرو څو ځلی کوشش وکړو چی په مجلس کی مداخله وکړی مګر چاته وایی. تو ورور خو غږ وکړو چی وروره ډوډی راوړه چی موږ ځو خای مو لری دی. او کله چی ډوډی و خوړل شوه یو تعداد ملګری ووتل او لاړل.
پخوا به یی  ټوکه کوله چی فلانی دومره خبری کوی چی نفر ورته په کراه ونیسی چی هو صیب او بلی ورته ووایی، نه پسی رسیږی. مګر دی محترم استاد په ولله که د چا هو یا بلی ته ضرورت پریښود بس همداسی په یوم مخ لکه ماته ژرنده چالان وو، حتی په ډوډی یی طاقت نه کیدو. یو کس خو لا شوخی هم پکی وکړه ویل یی چی استاد مو په خبرو مصروف کړی خو لږ میوه ورته پوچه کړی چی ویی خوری مګر استاد په کنایه هم پوه نشو.
د ترکیی خاطری یی بیانولی وویل: یوه ورخ کوربه دوستانو یوو اډیتوریم ته بوتلم چی ډیر ښایسته جوړشوی وو، ښایسته چوکی او ستیچ یی وو. نو کوربه ملګرو ته می وویل چی ولله دا اډیټوریم خو می ډیر خوښ شو او د خبرو او تقریر شوق راغی. نو ملګرو وویل چی سمه ده ته راته تقریر وکړه موږ به درته غوږ شو، بیا یی نو ترکانو ته تقریر کړی او بیا به ترجمه کیدو، دده له ګفتی چی یو څو دقیق می تقریر ورته وکړو خو باوری یم چی د ساعتونو خبره به وه او خدای خبر چی ترکان به یی څومره خسته کړی وی.
یوه ګله یی هم وکړه چی کله ډاکتر صاحب حنیف وفات شو نو ما یو مضمون پری ولیکو او د کوم سایت نوم یی یاد کړو چی په هغه کی می نشر ته ورکړو خو هغوی ډیر کم نشر کړی وو ما خو ډیر اوږد لیکلی وو نو ډیره خواه می پری بده شوه.
نو ماویل عجب تحلیل دی اوس چی ټول سایت باندی ستا ۴۰ صفحی مضمون نشر کړی نو دا نور موضوعات به څنګه کیږی. دا اخبار، روانی چاری، نور مظامین، علمی لیکنی او اجتماعی موضوعات دابه چیری نشر کیږی؟ بیا د اسایتونه خو اندازه لری د معلوماتو ضرفیت یی معلوم وی، معینه اندازه اخستل کیږی، په مقابل کی یی اجوره ورکول کیږی. داخو د انجنیر امیری مهمان خانه نده چی څلورنیم ساعته چالان یی او بس پکی نشته.
ژوند دلته هم ورورو ماشینی کیږی، مصروفیتونه ډیر شوی، په یوه وړه موقع کی چی برابره شی هغه هم داسی ضایع شی چی د یو مثقال منفعت، ثواب او اوټ پت نه لری.
سوال دادی چی ولی دومره په ځان مین یو؟ اول خو دا نشو درک کولی چی ایا دا مجلس د ما د پاره دی که هدف د ناستی بل څه دی او زه هم پکی فرعی غړی یم. بل د هر شی ځای معلوم وی، بدبختانه په افغانستان کی څوک د ځای او مکان خیال نه ساتی.
یوه ورځ یو ولایت ته د جنازی سره تللی وو. په بازکشت کی د کوربه کوشش داوو چی مخکی لدی چی ماښام شی راغلی میلمانه باید بیرته کابل ته ورسوی. چی واقعا ددوی د پاره د تشویش خبره وه او ضرور هم وه، بل په سرک انفجار شوی وو او د الله دښمنانو لار هم بنده کړی وه. نو یو تبلیغی وایی راځی چی زه تاسی ته دا ۴۰ هدیثونه ووایم بیا به حرکت وکړو. د پیښی څیښتن ځو څو واری غږ وکړ چی وروره بس یی کړه چی ناوخته کیږی. خو ده نه منله او بلاخره په قهر شو چی د دین د پاره وخت نلری ولی داسی کوی او په اخر کی ښه پوره خفه هم شو.
کله چی موقع برابره شوه، ماورته وویل چی وروه ته ځو ښه کار کوی دعوت کوی مګر ځای باید وپیژندل شی داداسی مثال لری لکه یو کس چی د واده شپه یی وی او ته ورته وایی چی راخی چهل یاسین ووایو. هر سړی خو حنزله نشی کیدای. نو لطفا د دعوت ځای او موقع ته ګوره.

نو ټولو د سیاست شایقینو، د سیاست شاګردانو، د سیاست استادانو او بلاخره د سیاست لیونیو ته خواست کوم چی لطفا د خلکو مجالس په سیاست مه چتلوی. اول خو ځان او ځای و پیژنی. بیا دومره خبری وکړی چی خلکو ته د علاقی وړوی.
که د انسان سره څه د ویلو د پاره وی ویی دی لیکی کیدای شی څوک یی ولولی. په انترنت یی دی کیږدی، که کومه خاطره د چا خوښیده کیدای شی ویی ګوری مګر ځان په خلکو مه تحمیلوی.
بل داچی تاسی سیاسونو ته دا موقع په لاس درغلی وه، که راست وی او که چپ، نتیجه یی هم ټولو لیدلی بیا به بی عقلی وی چی اوس هم فکر کوی چی د افغانستان د درد سر دوا تاسی یاستی.
او ګران لوستونکی دی هم دیته خیال کوی چی کله داسی پلان شده مجالس جوړوی نو د تجانس موضوع د په نظر کی نیسی. د ملا، هیندو او کشیش مجالس نشی کیدای مګر داچی هدف د مجلس مناظره وی.

ستاسی د ټولو نه مننه

و من الله توفیق

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د