نړۍ

برتانوي سازمان، BBC د اسرائیلو په طرفدارۍ غندلې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د «اقصی ملګري» په نامه یو برتانوي سازمان پر BBC خبري سرویس نیوکې کړي چې د فلسطینیانو پر ضد یې د اسرائیلو وروستي ظلمونه تر لازم خبري پوښښ لاندې نه دي راوستي.

دغه لندن مېشتی سازمان چې وخت پر وخت د فلسطینیانو په ملاتړ غږ اوچتوي، په خواله رسنیو کې له BBC راډیو څخه د غندنې په موخه پوښتنه کوي چې «ولې په فلسطین کې د اسرائیلو پر ظلمونو سترګې پټوې؟ ولې د اسرائیلي اشغال په اړه راپورونه نه خپروې؟ ایا پوهېږې چې یوازې په تېره میاشت کې څومره فلسطینیان وژل شوي دي؟».

د اقصی ملګري سازمان د BBC چلوونکي مخاطبوي: «ولې ستاسو خبري پوښښ د اسرائیلي ټپیانو په راپورونو راڅرخي حال دا چې د فلسطیني ماشومانو، ښځو او ځوانانو په وژل کیدو سترګې پټوئ؟».

نوموړی سازمان پر BBC د خپلو انتقادي پوښتنو لړۍ غځوي او وايي: «اسرائیلي ځواکونو ۵۷ فلسطیني وګړي وژلي او تر ۲۰۰۰ زیات یې ټپیان کړي؛ ولې دا خبر نه نشروئ؟».

د اقصی ملګري سازمان BBC ته په خطاب کې زیاتوي: «هغه ویډیويي کلیپ چې د اسرائیلو له خوا د بې ګناه فلسطیني وګړو پر وژنې څرګند دلیل دی؛ ولې نه خپروئ؟».

د اقصی ملګري سازمان ویاند «سمویل ګارډیر» اناتولیا خبري اژانس ته ویلي چې د دغه غږ له اوچتولو یې موخه پر BBC فشار راوړل دي تر څو د حقایقو خپرولو ته غاړه کیږدي. نوموړي BBC د حقایقو په پټولو تورنه کړه.

سمویل ګارډیر حیرانتیا وښوده چې «د اسرائیلو په ټپي کیدو خبر جوړیږي خو د فلسطینیانو وژل کیدل تر خبري پوښښ لاندې نه راځي».

نوموړی ټینګار کوي چې پر BBC د فشار دغه لړۍ به دوام ولري، او په خبره یې، که اړتیا وویني د BBC دفتر مخې ته د لاریونونو هوډ هم لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د یهودانو او فلسطینیانو په موضوع کې د BBC مطبوعاتي چلند د مور او میرې په چلند تورنېږي، په ۲۰۱۴م کال پر غزې د اسرائیلو د بریدونو پر مهال زرګونو کسانو په لندن کې د BBC دفتر مخې ته لاریون وکړ او د «BBC! چوپتیا دې ماته کړه» شعارونه یې بدرګه کول.

د «اقصی ملګري» سازمان په خپلې رسمي ویب پاڼې د خپلې پیژندنې په اړه لیکلي چې یو غير انتفاعي او غیر دولتي سازمان دی، چې په خبره یې، د فلسطینیانو له حقوقو دفاع او د بیت المقدس د ساتنې لپاره هلې ځلې کوي.

هېره دې نه وي چې نوموړي سازمان تېر کال د برتانیې په یوې محکمه کې د BBC پر خلاف دوسیه هم دایره کړي چې ولې دغه خبري سرویس په خپلو نشراتو کې په دې ټینګار کوي چې بیت المقدس یو اسرائیلی ښار دی.

د BBC خبري سرویس په ۱۹۲۲م کال تاسیس شوی چې د پښتو او دري په ګډون د نړۍ په لسګونو ژبو خپرونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x