نظــر

دچین دیوه ماشوم درلودلو منفي اثرات

بخت الرحمن بخت

دچین هیواد په ۱۰۷۹ زدیږکال کي هیواد کي دماشومانو دزوکړي نوی قانون جوړکړ، ددغه قانون لمخي چین کي له یوه څخه زیاتو ماشومانو زیږولو باندي بنديز ولګیدی چې دسر غړونې په صورت کي ددوهم ماشوم والدین له مالي جرمانې سره سره مخامخ کیدل اوکله کله له حکومتي دندو څخه هم ګوښه کیدل.

دچین حکومت دعوه لري چی په ۱۹۷۹ زدیږ کال کي دزوکړې دنوي قانون له عملي کولو څخه وروسته دغه هیواد کي د ۴۰۰ ملیونه نفوسو دزیاتوالې مخنیوی شوی دې، یعني کچیري دغه قانون نi وای جوړ شوای ددغه هیواد نفوس به له اوسني نفوس څخه ۴۰۰ ملیونه زیات وای.

په اکسفورډ یونیورسټي کي دټولنیزو علومو پروفیسور ښاغلی سټوارټ جیټل باسټن بیا په چین کي دیوه ماشوم دزیږولو دقانوk لاس ته راوړنې نه مني، دغه استاذ وایی وایی په چین ;X مخکي له دي څخه چې ددغه هیواد له لوري دیوه ماشوم قانون معرفي کیږي دکوچنیانو په زیږولو کي دپام وړ ټیټوالی راغلی وو، نوموړی وایی له ۱۹۷۰ زدیږ کال څخه بیا تر ۱۹۷۸ زدیږکال پوري په چین کي دماشومانو دزوکړي شرحه ډیره ټیټه شوي وه دیوي میرمني دماشومانو شمیره له ۵،۸ پنځه اشارې اته څخه و دوه اشاري اوه ته ۲.۷ راټیټه شوی وه حال داچي په ۲۰۱۳ زدیږکال کي چي تر اوسه لا دیوه ماشوم درلودلو قانون پر خپل ځای پاته وو دیوه ماشوم د زوکړي شرحه یواځي ۱.۷ سلنه پاته شوي وه.

دغه پروفیسور وایی په ۲۰۰۷ زدیږکال کي دچین حکومت خپله اعتراف کړی وو چي هیواد کي یی یواځي ۳۶ سلنه وګړو دیوه ماشوم دزوکړي قانون عملي کړی، البته دغه شمیره هغه وخت را ښکاره شوه کله چي دچین حکومت دیوه ماشوم دزوکړي په قانون کي اسانتیا اعلان کړه دچین حکومت هغه والدینو ته چې دوي خپله د پلار یواځینی زوي یا لور وي اجازه وکړه چي دا ډول خاوند او میرمن چي نوموړي خپله دپلار یواځیني اولاد وي کولای شي دوه بچیان ولري.

جیټل باسټن وایی دچین ۴۰۰ سوه ملیونو نفوسو دکموالي دعوه به په هغه وخت کي سمه ثابته شوي وای، کچیري ددغه حکومت له لوري متعارف شوی قانون دهیواد پر وګړو باندي په سختي سره عملي کړی شوای وی.

دغه پروفیسور وایی له چین سره همزمان ځینو نورو هیوادونو کي چي د خپلو وګړو لپاره یی دچین په څیر دماشومانو دزوکړي قانون هم نه وو جوړ کړای دماشومانو دزوکړي شرحه دچین له هیواد سره برابره وه.

په ۲۰۱۳ زدیږ کال کي دسویلي کوریا او سینګاپور کي دمندو دزوکړي شرحه یو آشاري دوه ۱،۲ وه، جاپان یو آشاري څلور ۱،۴، فلپین او انډونیزیا کي دزوکړي شرحه دوه آشاري دري ۲،۳ وه.

دغه پروفیسور وایی چي په چین کي خپلو وګړو باندي دیوه ماشوم دزوکړي قانون جبرا عملي کول ددغه هیواد پر وګړو او ټولنه باندي سخت منفي اثرات پریښی، هغه کورنۍ چي لومړی ماشوم به یی له ماشوم والي څخه د هلک والي او ځوانۍ خواته نژدی کیدای، والدینو به کور کي دبل ماشوم درلودلو تلوسه درلوده خو دحکومت له لوري يې مخنیوی کیدای چي له امله یی کورنۍ له سخت ذهني او دماغي تکلیف سره مخامخ کیدله.

دیوه ماشوم درلودلو قانون چینایان دي ته اړکړل چي خپلي لوراني ووژني.

پروفیسور باسټن وایی کله چي په چین کي دیوه ماشوم درلودلو قانون عملي شو دغه هیواد کي دنارینه کوچنیانو په پرتله دښځینه ماشومانو دمړینې سلنه زیاته شوه، ځکه هغه کورنۍ چی کورکي به یی ښځینه ماشوم پیدا شو دهغه دوژلو هڅه به یی کوله تر څو بل ماشوم ته لاره پیدا کړي او نارینه ماشوم دنیا ته راوړي، دغه پرو فیسور وایی پلار او مور چي به څومره هیلي او امیدونه په نارینه ماشوم پوري تړلي وو هغومره هیلي به یی له ښځینه ماشوم څخه نه درلودې نو ځکه به یی کوښښ کاوو چي ښځینه ماشوم ووژني ترڅو دبل ماشوم دپیدا کولو اجازه ترلاسه کړي.

په ۱۹۷۰ زدیږ کال کي کله چي د دغه هیواد له لوري دیوه ماشوم قانون نه وو معرفي شوی دغه هیواد دیوه کال عمر لرونکي ۱۰۰۰ ماشومانو کي ۶۰ نارینه ماشومان او ۵۳ ښځینه ماشومان مړه کیدل، چي بیا په ۱۹۸۰ زدیږ کال کي کله چي دیوه ماشوم قانون جوړ شوی وو، دښځینه او نارینه ماشومانو دمړینې شرحه برابره شوه چي په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کي به ۳۶ نارینه او ۳۶ ښځینه ماشومان مړه کیدل، چي بیا په ۱۹۹۰ زدیږ کال دغه سلنه نوره بدله شوه چي په ۱۰۰۰ ماشومانو کي ۲۶ نارینه ماشومان او ۳۳ ښځینه ماشومان مړه کیدل، او ۲۰۰۰ زدیږ کال بیا نور د ښځینه ماشومانو په نقصان کال وو دغه کال کي په ۱۰۰۰ ماشومانو کي ۱۲ نارینه او ۲۸ ښځینه ماشومان مړه کیدل.

دوار ویک په پوهنتون کي د اقتصادیاتو استاذ وایی که څه هم چي دغو مړینو مختلف لاملونه درلودو، داچي کال تر بله دښځینه ماشومانو مړینه دنارینه ماشومانو په پرتله زیاتیدله داندیښني وړ خبره وه او په چین کي دماشوم وژنې اړخ له پامه نشو غورځولای، ځکه په چین کي ځیني غریبو او نادارو کورنیو دښځینه ماشومي پرځاي و نارینه ماشوم ته ترجیح ورکوله دا ددي لپاره چي په نارینه ماشوم پوري ېې دښځینه ماشوم په پرتله ډیري هیلي او امیدونه تړلي وو.

دغه پروفیسور وایی همدا لامل وو چي دچین هیواد ددي لپاره چې ددغه هیواد په لرو پرتو سیمو کي دماشوم وژني مخنیوی وکړي دنورو ښاري سیمو په خلاف د دوو ماشومانو درلودلو اجازه ورکړې وه.

د (سي آی ای) د نړۍ دحقیقت موندلو په کتاب کي هم په چین کي دنارینه ماشومانو دزوکړي سلنه تر ښځینه ماشومانو زیاته ښودل شوې ده دغه کتاب لیکي چین کي دهري ښځینه ماشومي په بدل کي دنارینه ماشوم دزوکړي شرحه یو اشاري شپاړس ۱.۱۶ ښودل شوی.

خو پروفیسور باسټن بیا وایی نه داسي نه ده په چین کي دنارینه او ښځینه ماشومانو دزوکړي سلنه تقریبا برابره وه، داچي والدینو ددوهم ماشوم دپیدا کیدو په هیله داول ماشوم زوکړه پټوله او له حکومت سره یی نه ثبتوله ځکه دنارینوو ماشومانو دزوکړي سلنه دښځینوو ماشومانو په پرتله زیاته ښکاریدله، خوکله چي په دغه شمیره دښونځۍ لیول ته راغله دلته به بیا نارینه او ښځینه یوشانته وو یعني ښونځۍ که دنارینوو او ښځینه زده کونکو شمیر برابروو.

دري، دوه او یو.

دغه هیواد کي دیوه ماشوم دزوکړي قانون یو منفي اړخ دغه هم وو چي دي ورستیو کي داسي کورنۍ ډیري زیاتي لیدل کیږي چي یوه میرمن او یو خاوند څلور نیکه ګان لري او دغه میرمن او خاوند بیا یو زوي لري چي ددغه شپږو کسانو پالنه او سرپرستي ټوله ددغه یوه کس په غاړه وي، څیړني ښودلي چي تر ۲۰۵۰زدیږ کال کي به د چین داکثره خلګو عمرونه ۶۵ کاله وي.

دچین له خلګو څخه ددوهم ماشوم دزیږیدو په جرم اخیستل شوې روپۍ

دچین حکومت له خپلو وګړو څخه له ۱۹۸۰ زدیږ کال څخه بیا تر اوسه پوري دوه ټریلیون ینه چي له (۳۱۵) بلیونه امریکایی ډالرو سره برابري دي د دوهم ماشوم دزوکړي پر وخت دجرماني په ډول ترلاسه کړي دي.

چي تر ټولو درنه جرمانه یی ددغه هیواد له یو فلمي ستوري څخه د دریم ماشوم دزوکړي پر وخت اخیستي دي، له دغه فلمي ستوري څخه یی ددریم ماشوم دزوکړي د جرماني په توګه یو اعشاریه دوه (۱،۲) ملیونه ډالره اخیستي دي.

په چین کي دیوه ماشوم دزوکړي دقانون پورته منفي اړخونه وو چي اخیر یی ددغه هیواد واکمن کمونیست ګوند دي ته اړویستی چي دغه قانون کي ترمیم وکړي او دهیواد وګړو ته ددوهم ماشوم زیږولو اجازه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x