
شيخ التفسير والحديث علامه دکتور شېر علي شاه وفات شو
نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): ستر اسلامي عالم، شيخ التفسير والحديث علامه دکتور شېرعلي شاه رحمه الله شېبه مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې د شاوخوا پنځه اتيا کالو په عمر له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
شيخ شېر علي شاه رحمه الله لومړنۍ زده کړې، په خپل کلي کې له ستر عالم شيخ الحديث مولانا عبدالحق رحمه سره کړې وې. له دارالعلوم حقانيې له فراغت وروسته يې د مدينې منورې اسلامي پوهنتون کې تر دکتورا لوړې زده کړې وې او په ممتازه درجه ترې فارغ شو او بېرته خپل وطن ته راوګرځېد.
علامه شېر علي شاه رحمه الله خپل ژوند د اسلامي علومو درس، تدريس، اسلامي دعوت او قرانکريم تفسير ته وقف کړی و او د ژوند تر ورستۍ شېبې يې د خيبرپښتونخوا په دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک کې د احاديثو تدريس کاو.
د مولانا شېرعلي شاه رحمه الله د جنازې اعلان به شېبه وروسته د هغه د کورنۍ او دارالعلوم حقانيې له لوري وشي.
انالله واناالیه راجعون الله ج دې ده مرحوم ته جنت الفردوس اوکورنی اوخواخوږوته صبرجمیل اواسلامی امت ته نعم البدل نصیب کړي .یقیناً چې داغټه اونه جبرانیدونکی ضایعه ده
أنا لله وانا ألیه راجعون —– له لوی اولورونکي څښتن تعلی څخه ددغې سترې ضائعې اونه جبرانیدونکي پیښې زغم اوأجر لومړی دمرحوم الوادونو،کورنی او دحقانی استاذه کرامو اوبیا ټول مسلمان قوم ته غواړم بی له شکه چې دا یولوی مصیبت دی چې اوسني مهال اوحالاتو کښې منځ ته راغی خو داحقه لار دی او ټول سالرنوکي به دغه ترغه پیاله غوړپ کوي ، الله تعلی دې مرحم شیخ الحدیث ته لوړ درجات ورکړي او الله تعلی دې دهغوی حشردانبیاء صدیقینو اوشهداء سره وکړی الله تعلی دي مونږ هم دقیامت په ورخ ددوی په تولی کښې را بورته کړی، امین ثم… نور لوستل »
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ رب جلیل دي په جنت الفردوس کي لوړ مقام وربه برخه کړي، آمين
الله تعالی دې ورباندې ورحمیږي استاد مې و الله تعالی دې په جنت کې په خپل دیدار او انعاماتو ونازوي
انا لله اونا اليه راجعون
اللهم اغفره وارحمه واجعل الجنة مثواه وتقبل منه جميع مساعيه في سبيلك امين
اللهم لاتحرمنا اجره ولاتفتنا بعده أمين
السلام عليكم ورحمة الله :يا الله !جنتونه ورته نصيبه كري
اسرائیلی شیاطین د زانګو ماشومان وژني خو دا بي ننګه او بي ضمیره عرب چوپه خوله دي،دالله ج د عذاب ابتظار دي اوباسي.