افغانستان

نادعلی : د جګړې په لومړۍ کرښه کې موټر بم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د څاه انځير په سیمه کې موټر بم چاودنه شوې .

چاودنه د طالبانو او حکومت تر منځ د لښکرګاه ښار ته څېرمه د جګړې په لومړۍ کرښه کې شوې .

د یاد موټر بم له امله مرګ ژوبله اوښتې خو لا په اړه يې کره معلومات نشته .

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د پيښي پخلی کړی او وايي موټر بم چاودنه شاوخوا درې نيمي بجې شوې .

ویل کيږي موټربم چاودنه په داسي حال کې يوې پوستې ته څېرمه شوې چیري چې د والي مرستيال محمد جان رسولي او نور لوړ پوړي چارواکي موجود وو .

نور جزئيات وروسته . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x