
خوبونه په لمن کې – مل غني خېل
مل غني خیل
بیګا مې بلېدل راته څراغونه په لمن کې
عجیبه وه ځای کړي مي سیندونه په لمن کې
د چا د یاد له زوره له بڼو سره یوځای چې
له سترګو نه راتوی مي وو خوبونه په لمن کې
سوچونو کې ستون شوی وم دوران دماشومتوب ته
را ټول مي وو ها تېر ښکلي وختونه په لمن کې
ما ویل چې هسي نه چیرته یې باد رانه ځيني یوسي
له لارو مي راواخیستل ستا پلونه په لمن کې
له تا ځيني که هېر دي خیر دی ماته ټول په یاد دي
یو یو مي ښه ساتلي ستا لوزونه په لمن کې
پوهېږمه چې (مل ) هم په یو چا باندي مین دی
له ځکه پسي ګرځوي شعرونه په لمن کې