نظــر

د مرحوم شیخ صاحب په یاد څو کرښې

قاري حبیب

د مبارکې جمعې قضاء مازدیګر  و هغه وخت چې اکثره علماء یې په مبارکه جمعه کې د دعاء د اجابت او ترټولو متبرک وخت بولي ناڅاپه مې ټیلفون ته پیغام راغی، یو ملګري لیکلي و چې د حقانیه دارالعلوم مشر استاد او د تفسیر او احادیثو د علم ستر خادم دکتورشیخ  شیرعلي شاه صاحب د اجل داعي ته لبیک ووایه. انا لله و انا الیه راجعون

له شیخ صاحب نه مې یو کال د رمضان په میاشت کې د تفسیر د علم دوره کړې وه،دغه راز یي ډیرځله د احادیثو درس ته هم تبرکا کینستلی یم.

نوموړي په واقعي معنی د اسلافو علماء نمونه وه، د هغو ستر او باهمته علماء کرامو چې موږ یې د تاریخ او رجالو په سترو کتابونوکې یوازې کیسې لوستې دي، خو په شیخ صاحب کې هماغه صفات په عملي بڼه لیدل کیدل،د نوموړي د شاګردۍ په مهال راته  دهغه مرحوم دوه صفات تر نورو بارز ښکاره شول، دریابي علم او عالي همت.

شیخ صاحب د قرانکریم د ترجمې او تفسیر درس ورکاوو، مګر په لاس کې به یې د قرانکریم ساده نسخه وه، د تدریس په مهال به یې د قرانکریم آیتونو د بیلابیلو علومو له  نګاه داسې تحلیلول او داسې د معناګانو  ذخیرې به یې ترې راایستلې چې عقل به ورته هیښ پاته کېده.
خو د هغه مرحوم همت یوه بل داسې حقیقت و چې هرچا ته یې د پخوانیو علماء کرامو دهمت  یادونه وریادول، شیخ صاحب به د پیښور په سوزنده ګرمۍ او روژه کې د حقانیه مدرسې د مسجد په برنډه کې سهار ترجمې ته کیناست او په مابین کې له لږ وقفې سره به یې د ماسپښین لمانځه ته درس پای ته رساوو.

په دومره اوږده ناسته کې به ځوان شاګردان په ناسته ستړي شول او په یوه بل اړخ به انډی انډی کیدل،څوک به خوب زنګول او چابه په میز تکیه لګولې وه،مګر سپین ږیری شیخ صاحب چې په څوکۍ کې به ناست وتر پایه به همداسې نیغ ناست و، حتی قرانکریم به یې هم په لاس کې لوړ نیولی و او په هماغه رسا غږ به یې مسلسل د تدریس درس ورکاوو.

شیخ صاحب چې د تفسیر علم یې د هند له ستر مفسر عالم مولانا احمدعلي لاهوري صاحب څخه ترلاسه کړی و، په دې علم کې یي لوی مهارت او ژوره پوهه درلوده،نوموړي د احادیثو په علم کې تخصصي زده کړې کړې  وې، د عصري او دیني علومو مروجې سلسلې یي پاته رسولې وې او په پنځو ژبو یې روانې خبرې کولې.

نوموړي له سیاحت سره هم علاقه درلوده او د اسلامي نړۍ خصوصا خلیج ډیرو هیوادونو ته یې سفر کړی و، د اسلامي تاریخ  او قرآني قصصو اړوند ټول مقامات یې لیدلی و، په بیت المقدس کې مسجد اقصی ته هم ورغلی و او اعتکاف یې په کې په ځای کړی و.

نوموړي به دخپل سیاحت د سفرونو جالبې کیسې بیانولې،مثلا یو ځل یي ویل : کله چې د فلسطین بیت المقدس ته لاړم نو هلته ټولو خلکو غربي لباس اغوستی و او ږیرې یې هم نه درلودې،ما چې ږیره درلوده مسنونه پګړۍ مې هم پر سر وه،دغه وخت مسلمانو فلسطیني ماشومانو راپسې ډبرې واخیستې  ما چې کله پوښتنه وکړه، نو راته وویل شول چې دوی چې ستاسو ږیرې او پګړۍ ته کتلي نو د سیک یعني غیرمسلمان ګمان یي درباندې کړی دی نوځکه درسره داسې چلند کوي.

شیخ صاحب ویل چې دې حالت سخت وځورولم، چې مسلمان نسل له خپل اسلام څخه دومره پردی شوی چې اوس ورته  مسنونه ږیره او پګړۍ یوازې د سیکانو شعار ښکاري، شیخ صاحب ویل چې همدې کیسې او له ږیرې سره د عربو نااشنایي دې ته وهڅولم چې په عربي ژبه د ږیرې د دیني حیثیت په اړه رساله ولیکم.

شیخ صاحب سره له دې چې پاکستانی عالم یادېده، خو د مولانا حمدالله جان صاحب  غوندې چې د ډاګۍ په مولانا شهرت لري  ده هم له افغانستان او افغانانو سره ځانګړې مینه درلوده، شیخ صاحب د افغانستان د سپین ږیرو ملاصاحبانو په ډول لنګوټه تړله، او هر بیان او مجلس یې د افغانستان له ویاړمنو یادونو څخه مالامال و.

د امریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې  یو کال چې په حقانیه دارالعلوم کې د افغان طالبانو په داخله بندیز ولګېد نو ډیر لږ شمیر افغان طالبانو وکړای شول چې په دروة الحدیث کې شمولیت وکړي.

یو ملګری چې په هغه کال یي دوره کوله کیسه کوي، چې شیخ صاحب به چې د حقانیه مدرسې په لوی دارالحدیث کې سترګې وغړولې، نو له  ډیر افسوس  سره او په غریو نیولې لهجه یي وویل چې : پګړۍ نه خکاري افغانیان لکه چې نیشته .

په شیخ صاحب دې الله تعالی رحمتونه نازل کړي او الله تعالی دې یي په اولادونو کې دده غوره ځایناستی پیدا کړي .

آمین یا رب العلمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x