شعـــــرونه

د بلا بولک د یوې پیغلې جسد – بلینډه بدرۍ

بلینډه بدرۍ

زه او دوه وړوشکي وروڼه

د ډیوې تتې رڼا ته

یو کتاب ته سره ناست وو

ما به توری ورته تیر کړ

دوی به دواړو سره غبرګ کړ

ها نو عمره وړه خور مې

په زانګو کې په غومبر وه

مور مې ستن په لاس په خوا کې

د ټیکري په پيڅه بوخته

دا ټیکری مې د واده و

مونږ د کلي خوارې جونه

د وریښمنو سالو چرته

هلته ها خوا دیواله ته

پلار مې ناست راډیو په لاس کې

په راډیو کې خبرونه

جنګ، وژنې، او بمونه

دغه شپه هم لکه نورې

ښه بې شوره پور سکون وه

لا شیبې وتلې نه وې

لا خبرونه تمام نه وو

لا ګل پاتې د ټیکري و

لا وړوشکې اوده نه وه

هم زما د وړو وروڼو

د کتاب لومړنۍ کرښه

چې غړمبا شوه د چورلکو

پلار مې زر راډیو کرار کړه

زه هم چوپه وروڼه هم چوپ

پلار مې ووې دا وحشیان نن

څومره ټيټ جازونه بیایي

داسې نه وايي چې شپه ده

ماشومان به ټول راویښ شي

خو یو دم داسې بریښنا شوه

په کړکیو رادننه

چې پدې نیمه تیاره

کوټه کې واړه سره ورک شوو

چت راپریوت هر دیوال هم

له هر لوري رانسکور شو

خدیزده ها وړه خورکه

ها نو عمره د څو میاشتو

چې له کوم دیوال شوه لاندې

نه پوهیږم پلار مې څه شو

او ها خواره مور مې څه شوه

پویه نه شوم چې مې ښکلي

ها وړوکي وروڼه څه شول

خو زه پویه په خپل ځان وم

چې یم لاندې له دیواله

د بدن هر یو هډوکی مې

جدا جدا ماتیږي

زه په درد نه پوهیدمه

ځکه ټوله خچه پچه

نو څه درد به مې احساس وای

زه جسد د دیوال لاندې

د یوې پیغلې مسلمانې

پښتنې د بلا بوک یم

مونږ بزګر وو غریبان وو

مونږ د چا قاتلان نه وو

نه مو چا نه څه غلا کړي

نه دعوه مو د څه برخې

دا جونګړه ، دا څو کسه

د ډیوې تتې رڼا کې

که نهر که به ماړه وو

سره یو بل ته خوشال وو

اوس نو دې وطن کې داسې

څوک ځوان شته که میراتي ده

چې زمونږه له قاتله

تشه دا پوښتنه وکړي

چه زمونږه ګناه څه وه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x