نړۍ

رومانيه: په يو نايټ کلب کې چاودنې ۲۷ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د رومانيې پلازمېنې بخارست په يو نايټ کلب کې چاودنې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ۱۵۵تنه نور ټپيان شوي دي.

د رومانيې کورنيو چارو او عامې روغتيا وزيرانو د پېښې شوې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، چې تېره شپه ناوخته د چاودنې پر مهال کلب کې له څلور سوو زيات کسان موجود و، چې ناببره د يوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

راپورونه وايي، چې د چاودنې پر مهال د ټېل ماټېل له هم يو شمېر خلک ټپيان شوي دي.

د رومانيا ولسمشر د پېښې په اړه ژوره خواشينې څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې ټول هېوادوال يې په دې غم کې شريک دي.

د چاودنې لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x