د سعودي یوې ماشومي لس کاله وروسته خوراک وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عرب د سپیڅلي ښار مکه معظمه کي اوسیدونکي یوې ماشومي چې نوم یې (آحد) ښودل شوی، د لسو کلنو وروسته دلومړي ځل لپاره د کیک یوه وړوکي ټوټه وخوړه.

ددغي ماشومي کورنۍ له خبري رسنیو سره د خبرو پر وخت وویل چې دغه ماشومه په ۳ کلنۍ کې په ستوني کې په یوه ناروغي اخته شوه چې له کبله یې په مرۍ کي سرطاني ورم (ټومر) پیدا سو، چي د غذا نالۍ یی بنده کړي او له هغه راهیسي یې څه نه شوای تیره ولای.

د ډاکټرانو د تشخیص وروسته معلومه شوه چې د ماشومي په مرۍ کې ۱۲سانتي متره ورم ( زیاته غوښه پرته ده).

د احد کورنۍ وایی ډاکټرانو ته مو وویل چې دماشومي عملیات دي وکړي خو سعودي عربستان کې یو ډاکټر هم د عملیاتو لپاره اماده نه سو، ځکه چې ماشومه ډیره وړه وه، ډاکټران د عملیاتو د جانبي اضرارو څخه ویره لرله. خو د هندوستان په ممبئي ښار کې د سرطان د ناروغیو په مرکز کې ډاکټران وتوانېدل چې د هغې دقیق تشخیص وکړي او عملیات یې وکړي.

د ماشومي کورنۍ وايي تر عملیاتو لس ورځي وروسته ماشومه وتوانېدل چې د کیک یوه وړوکې ټوټه وخوري او خپل لس کلنی ارمان پوره کړي.
باید وویل شي چې د تیرو لسو کلونو څخه د ماشومي ګوزاره په مایعاتو وه.

بخت الرحمن بخت

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د