افغانستان

مجاهد وايي را خوشي شویو طالبانو پاسپورټونه نه دي اخیستي

نن ټکی آسیا: ذبیح الله مجاهد د طالبانو رسمي ویاند نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي لیک هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چي وايي هغو طالبانو چي د پاکستان د زندان څخه په دې ورستیو کي را خوشي شوي، هغوی پاسپورټونه اخیستي.

باید وویل شي چي په دې وروستیو کي داسي راپورونه خپاره شول چي ګواکي هغه طالبانو چي د پاکستان د زندان څخه د سولي د عالي شوری د سفر وروسته را خوشي شول، د افغانستان پاسپورټونه اخیستي، او کیدای سي افغانستان ته سفر وکړي.

د مجاهد دغه څرګندوني چي نن ټکی آسیا ته را لیږل شي، په لاندي توګه دي:

څو ورځې وړاندې دپاکستان په هیواد کې زنداني څو تنه مجاهدین  له بنده ازاد شول چې په اړه یې داسلامي امارت  له لوري اعلامیه هم خپره شوه .

له تیرو دوو ورځو راهیسې دځینو رسنیو له لوري داسي راپورونه نشریږي ،چې ګواګي داسلامي امارت دغو راخلاصو شویو مجاهدینو ته دکرزي د ادارې  لخوا پاسپورټونه ورکول شوي ،باید وویل شي چې درسنیو له لوري د دا ډول راپورونو خپریدل تشي اوازې دي او هیڅ حققیت نلري ،دغو ازادوشویومجاهدینو نه پاسپورټونه اخستي او نه یې هم دپاسپورټ اخستلوکوښښ کړی اونه یې هم په دي اړه له چاسره تماس نیولی .

له ټولو رسنیو نه  دتیر په څير یو ځل بیا په ډیر جدیت سره غوښتنه کوو چې دداسي بې اساسه خبرو له خپرو لو ډډه وکړي  اوداسلامي امارت دمجاهدینو په اړه دهرډول خبرونو سپیناوی داسلامي امارت له ویندویانو نه تر لاسه او خپور کړي .

والسلام داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x