افغانستان

د شلګر اربكيانو د شيلې كلي د ملا امام په ګډون درې تنه شهيدان كړل

اربکیان

د غزني د شلګر اربكيانو دوه ورځې مخكې د ګيرو ولسوالى د شيلي كلي ملا امام او ورسره درې تنه د ابراهيم خيلو په كلي كي په خورا بې رحمانه ډول شهيدان كړل.

له سيمې را رسيدلي راپورونه وايي چې څلور ورځې مخكې د شلګر (اندړو) او ګيرو ولسواليو په ډېرى كليو كې د امريكايانو، ملي ارود او د شلګر د اربكيانو تركيبي پراخ عمليات پيل شوي دي، د عملياتو په لومړۍ ورځ دغه تركيبي ځواكونه د ګيره ولسوالۍ د شيلې كلي ته ورغلل، د ياد كلي ملا امام (مولوي صاحب ذبيح الله) او تر لسو ډېر كليوال يې له ځانه سره بوتلل، چې يوه ورځ وروسته يې محترم مولوي صاحب ذبيح الله او د ياد كلي دوه نور كسان د اندړو ولسوالۍ په ابراهيمخيلو كلي كې په شهادت ورسول او پاتې كسان لا اوس هم ورسره بنديان دي.

شهيد مولوي صاحب ذبيح الله چې د ۳۰ كلونو په شاوخوا كې عمر يې درلود، د اندړو ولسوالۍ د ميري كلي اوسيدونكى او له نور المدارس مدرسې څخه فارغ شوى و، له څو كالو راهيسي په سيمه كې د غربت په ديار كې د طالب علمانو په روزنه بوخت و او ورسره په څنګ كې يې د شيلې كلي د ملا امام دنده سرته رسوله.

نوموړى د خورا نيكو صفاتو خاوند، د دينې علم په برخه كې خورا د مبتكر ذهن څښتن و، تل به يې په زغرده او زړورتيا خبرې كولې د حق په ويلو كې خورا تر هر چا مخكي و. روح دې يې ښاد وي (انا لله و انا اليه راجعون)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x