افغانستان

طالبان: که زمونږ بندیان اعدام شي بیا څوک په مونږ د اعتراض حق نه لري

afghan solder

د راپورونو له مخې د کابل حکومت د پلچرخي په زندان کې یو شمیر جنايي بندیان په اعدام محکوم کړي دي. خو طالبان وايي چې د اعدامیدونکو بندیانو په ډله کې ددوی ملګري هم شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږلې اعلامیه کې ویلي چې دوی داسې موثق معلومات ترلاسه کړي چې د اعدامیدونکو کسانو په لیست کې د طالبانو  بندیان هم شامل کړل شوي چې اصلا جنايي بندیان نه بلکه جنګي اسیران دي. ښاغلي مجاهد زیاتوي چې دجنګي اسيرانو اعدامول د ټولوبشرپالو قوانينو خلاف عمل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي:

اسلامی امارت په دې برخه کې جدي تشويش لري اوپه دې اړوند دملګرو ملتونو،اسلامي کانفرانس ،نړۍ وال سره صلیب ادارې او ټولونورو  نړيوالو حقوقي نهادونو او بشرپالو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې دکابل ادارې دداسې عمل  مخه ونيسي ځکه که خدای مګړه داسې څه په پلان کې وي ، نو دبشرپالو نهادونو په حيث بايد پورته  جهتونه بې تفاوته پاتې نشئ او هرڅومره ژرچې کيدلای شي دداسې عمل په مخنيوي کې پوره همکاري وکړي“.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د جنګي اسیرانو اعدامول د نړیوالو او بشري قوانینو څخه تخطي بللې او ضمنا یې د کابل حکومت قضايي ارګانو او اړونده ادارو ته سخته ګواښنه کړې او ویلي یې دي چې که د دوی بندیان اعدام شي بیا هیڅوک په طالبانو د اعتراض حق نه لري.

که  په حقيقت کې داسي څه واقع شي چې زموږ بندي او اسیر ملګري اعدام شي نو داسي عمل به دکابل ادارې څارنوالۍ ، محاکمو  او ټولو ذي دخله کړيو لپاره  له ځانه سره سخت جدي غبرګون او عکس العمل ولري چې بیا به هيڅ نهاد هم زموږ په نسبت د اعتراض او نيوکې حق نلري“.

په اعلامیه کې په مطبوعاتو او رسنیو  هم غږ شوی چې خپل مسئولیت ادا کړي او د مظلومو بندیانو اواز د هر چا تر غوږو ورسوي.

په پلچرخي کې د طالبانو د بندیانو د اعدام پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د سولې شوری په پاکستان کې د طالب بندیانو د خوشې کولو او د کابل حکومت ته د سپارلو غوښتنه هم کوي. 

څه موده وړاندې پخواني جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف د کابل د حکومت نه په کلکه غوښتنه کړې وه چې باید د طالبانو د ډارولو او د امنیت د ټینګولو لپاره اقلا درې څلور طالبان اعدام کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x