سوریه: د روسي او سوریايي ځواکونو په بمبار ۱۹۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د تیري ورځي څخه د روسي ځواکونو او د سوریې نظام د ړندو بمباریو له کبله تر اوسه ۱۹۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ښځي او ماشومان دي.

تیره ورځ د بشار الاسد ځواکونو پلازمیني دمشق ته نیژدې د دوما په سیمه کې په یوه کلي میزایل وتوغول چې په یوه بازار ولګېدل، د وروستیو راپورونو سره سم تر اوسه په دغه پيښه کې ۶۱ تنه وژل شوي او زیات شمېر نور ټپيان دي، چې د هغو څخه هم د ډیرو روغتیايي حالت د اندېښني وړ ښودل شوی دی.

دمشق ته څېرمه د دوما په نامه دغه ښارګوټی د تیرو ۲ کلونو راهیسي د بشار الاسد د مخالفینو په لاس کی دی او د بشار الاسد د ځواکونو له اړخه تر کلکې محاصرې لاندي دی.

د الجزیرې د راپور سره سم بل اړخ ته د بشار الاسد او روسيې الوتکو په حلب، حمص، جنوبي ادلب، قلمون او نورو سیمو کې د بشار الاسد په مخالفینو او ولسي اهدافو بمبار کړی، چې یوازي د حلب په منبج نامه ښار کې تر ۴۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي.

په یوه بل بمبار کې چې په خاصه توګه روسي الوتکو تر سره کړ، د الجزیرې خبریال عمرو الحلبي ویلي چې ۶۸ کسان وژل شوي، او په لسګونو نور تپیان شوي دي.
دغه بمبار هم په حلب ولایت کې ترسره شوی.

په دې وروستیو کې د بشار الاسد ځواکونو د حلب ولایت په هغو سیمو کې د ایراني ځواکونو او روسي بمباریو په مرسته پراخ عملیات پیل کړي پر کومو چې د دوی مخالف پاڅون کونکي واکمن دي.

روسیه وايي په سوریه کې د داعش په خلاف جګړه کوي، خو د بشار الاسد په خلاف پاڅون کونکي وسلوال وايي چې روسي الوتکې یوازي هغه وسلوال په نښه کوي چې د بشار الاسد مخالفت کوي، او عملا ورسره په جګړه بوخت دي.

د امریکې دفاع وزیر اشتون کارتر دوه ورځي وړاندي وویل چې روسیه په سوریه کې د داعش د ځپلو لپاره نه بلکې د بشار الاسد د واکمني د غځېدلو په موخه بمبارۍ کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

سمدلاسه ورته الله ج د یوی برخی مجازات ورکړل ، د مصر څخه روسی ته د روسیی یوه الوتکه چه دوه سوه څو روسان او څه به نور هم پکی وو ، و غورځیدله او ټول سپاره خلک په کی ووژل شول ، زه دا هم نه وایم د هغو ګناه خو نه وه هغوی کی که څه کسان د نړی د قاتلانو او دجالانو او یا د هغو د پلویانو له ډلی څخه وو ، اکثریت به یی زه وایم بی ګناه خلک وو ، مګر د وچو له کبله لامده هم سوځی ، او دغه روسانو او امریکایانو… نور لوستل »