سیګار: امریکا خیالي روغتونونه اکمالوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ سیګار ویلي چې د امریکا مرستندویه اداره یوسېډ (USAID) په افغانستان کې داسي روغتونونو ته لګښت ورکوي چې په حقیقت کې هیڅ وجود نه لري.

د سیګار ادارې مشر: جان سوپکو

دغه اداره وايي چې یوسېډ ورته د افغانستان په غربي ولایاتو کې د دوه درجنو (۲۳) روغتونونو غلط ادرسونه ورکړي وه.

ددغه ادارې په وینا د یوسېډ ادارې دوی ته ۶۳ کلینکونو کوردینات په نښه کړه، چې دوی ورسره ۲۵۹.۶ ملیونه ډالرو مرسته کړې، خو ددغه کلینکونو څخه ۲۳ کلینکونه داسي وه چې موقعیت یې غلط وو.

د سیګار ادارې زیاته کړه چې د ۴۰ کلینکونو څخه چې دوی ته په نښه شوي وه، تر پلټني وروسته یوازي ۱۹ کلینکونو وجود درلود، چې په هغو کې هم ډیري ستونزي موجودي وي.

د هغو څخه یوازي د څلورو پلټنه سیګار وکړای شوه، چې د کیفیت له اړخه یې ډیري ستونزي لرلې، په ځینو کې خو اوبه او برق هم نه وو.
او زیاته کړې چې د پاتو کلینکونو په اړه یې ځکه تحقیقات ونه کړای شوه، چې ورته ویل شوي هلته امنیت خراب دی.

د هرات د روغتیا ریاست سرپرست مشر محمد اصف کبیر رسنیو ته ویلي چې دوی پر دغه کلینکونو هیڅ واک نه لري، که دلته هر څه فساد شوی وي، په هغه کې مستقیما بهرنیان لاس لري.

د هرات د والي ویاند د سیګار د راپور په اړه ویلي چې د افغانستان د روغتیا وزارت او مرکزي حکومت باید دغه ستونزه هواره کړي.

ددې تر مخه د سیګار ادارې د خیالي مکتبونو او خیالي معلمانو په اړه هم خبر ورکړی وو.

په تیرو ورځو کې په کابل کې یوه بنسټ ادعا کړې وه چې د افغانستان د پوځ په لیکو کې ۱۳۰ زره کسانو پوري خیالي عسکر وجود لري، چې معاشونه یې تقسیمیږي، خو دوی وجود نه لري.