fbpx
اکبر ستانکزی

اکبر ستانکزی: د لوګر امنيه قومندان اخلاقي کمزوري لري

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی وايي چې د دې ولایت امنیه قومندان اخلاقي کمزورتيا لري چې په ولس کې يې خپرېدل پر دولت بې باوري رامنځته کړې ده.

اکبر ستانکزي په کابل کې له يوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وويل چې د لوګر ولایت امنیه قومندان داود احمدي په قومنداني کې هلکان ساتي او ان د ساعت تيري لپاره نجونې را ولي.

نوموړي چې په لوګر کې د ښوونځيو د تړل کېدو پر موضوع خبرې کولي وویل چې د امنیه قومندان د کړنو دا خبرې چې ولس ته ورسېږي بیا څوک ښوونځيو ته د تګ زړه نه ښه کوي.

ستانکزي وويل: «حتی خپل کارمندان یې وایی چي یو لمونځ نه کوی، ټول وخت عیاشي کوی، نشه کوي، د نشې ګولۍ استعماله وي، سپين ږیری سړی دی، چی دغه کارونه کوی، خلک د دولت څخه منفور کوي»

اکبر ستانکزی په داسې حال کې د لوګر د یو امنیتي مسوول په اړه پورته څرګندونې کوي چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تازه څرګندونو کې د جګړې په دواړو لوریو غږ کړی چې له خپلو لیکو ماشومان وباسي.

تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په اړه ورته راپورونه ورکړل شوي دي، چې ډېری وخت يې د سپیناوي پر ځای چوپتیا غوره بللې ده.

د لوګر امنیه قومندان یا هم د لوګر ولایت والي د اکبر ستانکزي د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو دې استازي ټینګار وکړ چې ورته اشخاص ولس له دولته لري کوي، د ده په وينا د لوګر خلک یوازې په دیندارو خلکو را ټولیدلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د