خبرتیاوی او پیغامونه

په غزه د اسراييلې یرغل په اړه د مثبت بدلون ټولنې اعلامیه

له تېرو څو ورځو راهيسې د اسراييلي ځواکونو له خوا پر فلسطيني مسلمانانو باندې راکټونه او بمبارۍ روانې دي، د نړۍ ټوله ميډيا همدې خبرونو په سر اخيستې ده ، په فيسبوک او د انټرنېټ په هره پاڼه همدا خبرونه خپرېږي، په هر خبر کې د بېګناه فلسطيني ماشومانو، ښځو او عوامو په وينو لژند تصويرونه او کليپونه خپرېږي، خو د نړۍ تش په نوم بادرده ضميرونه لا هم ويده دي او د نړۍ له ختيځ څخه تر لوېديځه او له شمال څخه تر سويله داسې هېڅوک نشته چې اسراييلي راکټونو او بمباريو ته (نه) ووايي.

په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې ټول غړي د خپل ايماني احساس له مخې پر فلسطيني مسلمانانو د رانازل شوي قيامت له امله هره شېبه دردېږي او د حسرت اوښکې تويوي. موږ د اسراييلي ځواکونو دغه ډول ناروا او د نړۍ د هر قانون او هر دين د اصولو له مخې پر فلسطيني مسلمانانو نامشروع يرغل غندو، له فلسطيني مسلمانانو سره د خپلو زړونو درد شريکوو.

پر فلسطيني مسلمانانو د اسراييلو دا څو لسيزې روان ظلم او زياتى دا جوتوي چې د نړۍ مسلمانان او په ځانګړي توګه د عربي نړۍ خلک ويده دي،‌د اسلام او مسلمانانو په درد نه دردېږي او په کيسه کې يې نه دي. موږ د اسلامي هېوادونو کنفرانس او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه کوو چې د دې خاورينې نړۍ او په کې د اوسېدونکو انسانانو د حاميانو په توګه د اسراييلو مخې ته ودرېږي او د فلسطيني مسلمانانو د وينې تويېدو مخه ونيسي.

موږ که د فلسطيني بېګناه مسلمانانو دفاع ته عملاً نه شو وردانګلى؛ نو د انټرنېټ او رسنيو له لارې ورسره خپل غږ او درد شريکولى شو،‌ د مسلمانانو په توګه پر موږ‌دا د هغوى حق دى.

مثبت بدلون ټولنه
ننګرهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x