نړۍ

اسرائيلو د زانګو ماشوم په ګډون ۳ فلسطینیان ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د جمعې د لمانځه وروسته په القدس ښار او الضفة الغربیة (لویديځه تړانګه) کې فلسطینیانو د اسرائيلي ځواکونو دظلمونو په خلاف د «غضب» په نامه لاریونونه وکړل.

د الجزیرې د خبر سره سم اسرائیلي ځواکونو په لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې، او اوښکې بهوونکي ګازونه یې پرې وکارول. په لاریون کوونکو سربېره اسرائیلي ځواکونو په فلسطیني کلیو او کورونو هم اوښکې بهونکې بمونه وغورځول چې له کبله یې د اتو میاشتو یو ماشوم ووژل شو.

دغه پيښه د «بیت فجار» په نامه کلي کې را منځته شوه چې د لویدیځې تړانګي په «بیت لحم» سیمه کې موقعیت لري.

په همدې ورځ اسرائیلي ځواکونو دوه نور فلسطیني وګړي په دې تور چې غوښتل یې په دوی باندې د چړو په واسطه برید وکړي، مخامخ په ډزو ووژل.

په یوې جلا پېښه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د قدس ښار د اورګاډو په تمځای کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري په مخامخ ډزو یو ځوان ووژل شو او بل ټپي کړل شو.

فلسطیني سرچینو همدا راز ویلي چې د لویدیځي تړانګې د نابلس په سیمه کې هم یو فلسطینی ځوان د اسرائیلي ځواکونو په مخامخ ډزو ووژل شو او یو بل ځوان ټپي شو.

اسرائیلي سرچینو ویلي چې دغو دوه فلسطیني ځوانانو غوښتل چې د دوی پر ځواکونو د چړو په واسطه برید وکړي، ځکه پرې دوی ډزې وکړې.

palestine_injuredباید وویل شي چې په تېره یوه میاشت کې اسرائیلي ځواکونو ۷۱ تنه فلسطیني ځوانان او پیغلي په همدې تور وژلي چې د سیمي او پيښو د څارونکو په اند اکثریت یې بې ګناه وو.

د یادونې وړ ده چې د اسرائیلي ځواکونو په خلاف وروسته تر هغه د فلسطینیانو له اړخه لاریونونه پيل شول کله چې اسرائیلي ځواکونو او یهودان اقصی مسجد ته د ننوتلو هڅه وکړه او د دغه مسجد د توهین تر څنګ یې یوه برخه ور زیانمنه کړه.

د اقصی مسجد د مسلمانانو لومړۍ قبله، او له مکې مکرمې او مدینې منورې وروسته دریم مقدس مسجد دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahmatullah

د مصر د غربي غلام دولت لخوا د اسرائیلو و شیطاني دولت ته رايه ورکول یو نه جبرانیدونکې جفا ده دټول مسلمان امت،اسلام او زرګونو هغو فلسطیني شهیدانو په حق کښي کوم چي ددې شیاطینو لخوا وژل شوي او لا هم ادامه لري. دا مسلمانان ولي دومره بې ننګه بي ایمانه او بې ضمره شول د خدای ج په وړاندي به دوی څه جواب وایی، د الله له عذابه دي خلاصون نشته اې د صلیبانو او یهودو غلامه (الفتاح السیسی) د الله په غضب مبتلا شې. دا نژدې تیره ورځ د زانګو ماشوم د یهودو لخوا ووژل شو نن و… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x