افغانستان

کندوز: بمي چاودنې امنیه قومندان مرګونی ټپي کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز په دشت ارچي کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په روانه جګړه کې د دې ولایت امنیه قومندان مرګونی ټپی شوی دی.

د کندوز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ پرون له غرمې وروسته د جګړې په سیمه کې پر خښ کړل شوي ماین برابر شو، چې نوموړی ټپي او ساتونکي يې وژل شوي دي.

د دشت ارچی ولسوال نصیرالدین سعدي د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې امنیه قومندان له څلورو پولیسو سره مرګونی ټپی شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه ليکلي چې جنګل باغ په دشت ارچي کې د دوی ملګرو په چاودنه کې ټپی کړی او د هغه ساتونکي يې وژلي دي.

ځینو سرچينو د امنیه قومندان جنګل باغ د وژل کېدو خبر هم ورکړی، چې تر اوسه يې پخلی نه دی شوی.

ياده دې وي دولتي سرچینو د دشت ارچي د بېرته نیولو خبر ورکړي، چې شاوخوا درې میاشتې وسله والو طالبانو نیولې وه، خو وسله والو طالبانو لا هم دغه ولسوالي تر خپل واک لاندې بللې ده او دولتي څرګندونې يې رد کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x