
پکتيا: وسله والو طالبانو د ګڼو ولسوالیو لارې تړلې
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت له مرکز او د ولسوالیو تر منځ د ګڼو ولسوالیو لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.
د پکتیا امنیتي چارواکي د لارو تړل مني او وايي چې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.
وسله والو طالبانو هم د ولسوالیو د لارو تړل منلي او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد، تازه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پکتیا د شپږو شرقي ولسوالیو پر لارو سربېره يې د زرمت – ګرديز لاره هم تړلې ده.
دوی د لارو د تړلو علت نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې يې په غزني ولایت کې د لارو د تړلو په مهال ويلی و، چې لارې يې د « ځانګړي پوځي تکتیک » له امله تړلې، چې له ولس نه يې د زغم هیله کړې وه.
د زرمت ـ ګردیز په لاره په ټولو پرتو امنیتي پوستو همدا شېبه د وسله والو طالبانو له لوري بريدونه روان دي.
مجاهد د یو ټانګ او یو رینجر موټر د تخریب خبر ورکوي خو د پکتیا امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو پر دې سربېره د دې ولایت په څمکنیو، سید کرم، مرکز ته څېرمه او ځاځيو اریوب کې د بريدونو خبر ورکړ دی.
ياده دې وي چې پکتیا ولایت ټولې ۱۳ ولسوالۍ لري چې دم ګړۍ يې د اوو ولسوالیو له لارې له مرکز سره تړلې دي.