د رسنيو جنګ!

قنداغا همت –

د غربي ميډيا په اړه خليفه عبد الحميد ثاني ويلي و، دا ذريات الشياطين دي، ياني دشيطان اولاد ده. هو! په حقيقت کي يي سم ويلي و که په اوسني وخت کي ژوندی وای نو د دجال د سترګي او يا بل کوم نوم به يي پري ايـښي وو.

دجال د عربي ژبي په لغت کي له دجل نه وتي دي او دجل پټونکي ته وايي، د دجال مانا ډير زيات پټونکي،  دجال ته ځکه دجال وايي چي دي به حقيقت د خپلو دروغو او فريبونو له لاري پټوي، دي به د خپل مکر او فريب له لاري د نړي لوی هستي وغولوي او په کتلو کې به خلک له ايمانه لاسونه ووينځي.

د غربي رسنيو کردار همداسي ده چي حقيقت له نړيوالو پټول غواړي په يو حقيقي راپور د شکونو او شبهاتو دومره پردي را خپري کړي چي خلکو نه يې حقيقت ته د رسيدو لاره ورکه کړي، کله چي دوي يوه خبره حقيقت ته رسوي د دروغو زرګونه پردې ور واغوندي او رښتيا يي کړي مثلا که چيرته نړيواله ميډيا ووايي چي اسټراليا له اوبو لاندي ډوبه شوه په رسنيو ايمان لرونکي به د دې نه پرته په بل څه يقين راځي خامخا به دا راپور رښتينی ګڼي.

نړيواله ميډيا به د دجال د راتللو خبر د نړي ګوټ ګوټ ته رسوي او په داسي اندازه به يي نشروي ګويا د ده خدايي ټولي نړي منلي ده او په هري خوا د خوشالي، امن سوکالي دوره ده لکه څنګه چي د هسټن خبره ده چي د دجال خبر به په نړيواله ميډيا د مطبوعاتي کنفرانس له لاري خپور شي په نړي کي به يي د سټلايټ له لاري هر څوک واوري.

يهوديانو ددي لپاره  دوه لاري په کار اچولي دي يوه هري سيمي ته د بريښنا رسونه چي د هر چا مخ ته تلويزون پروت وي بله لاره د ټـيلي مواصلاتي شبکه تيليفون موبايل انټرنيټ بيخي اسانول او ارزانول چي په نړي کي د هر چا تر لاسونو پوري ورسيږي تر څو نړي په يو نړيوال جال يا په يو کلي واوړي چي د نړي هره پيښه په کومه سيمه کي منځ ته شي نړيوال تري خبر وي.

همدا علت دي چي لرو پرتو سيمو ته د تلفون تارونه او يا هم وائرليس نظام ور وپيژندل شو چي هر څوک له نوي خبر  Breaking News څخه بي خبره پاتي نشي که چيرته عوام له تليفون موبايل تلويزون څخه لاسونه واخلي نړيوال يهودي اداري به خلک ديته اړ کړي چي دا څيزونه وړيا وويشي او په استعمال يي جايزي اعلان کړي.

نور بيا ان شاء الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د