نړۍ

مصر: د روسي الوتکي د غورځېدو له کبله ۲۲۴ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه د سیناء په سیمه کې غورځېدلې، چې د لومړیو راپورنو پر اساس په کښي سپاره ټول ۲۲۴ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس ویل شوي چې مصري ځواکونه د پيښي ځای ته رسیدلي او د قربانیانو د جسدونو را ټولول یې پيل کړي دي.

د اناضول خبري اژانس ته یوه مصري چارواکي ویلي، الوتکه د سیناء ولایت په شمالي سیمه کې د قوریه په نامه کلي کي را وغورځېده، او زیاته کړې چې دوی هلته سیمه محاصره کړي او شدید امنیتي تدابیر یې نیولي دي.

ددې تر مخه د مصر د هوايي چلند ادارې اعلان کړی وو چې ددوی او روسي الوتکي تر منځ هغه وخت رابطه قطعه شول کله چې دغه الوتکي د شرم الشیخ هوايي ډګر څخه پرواز وکړ.

دغه الوتکه د روسیې پیټسبرګ ښار ته په لاره وه، او تر ۲۰۰ زیات وګړي په کښي سپاره وه.

د الوتکي نوعیت (ایربس ۳۲۰) ښودل شوی، او ویل کیږي چې تر الوتني ۲۳ دقیقې وروسته چې کله یې ارتفاع ۳۱ زره قدم ته ورسیده، له راداره ورکه شوه.

تر اوسه دا نه مالومه چې الوتکه د تخنیکي عوارضو له کبله غورځېدلې او که د ځمکي څخه په نښه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x