نظــر

وخت به کوم یو منصور وخیژوي دار ته ؟؟

Taliba

نن چې انټرنیټ ته لاړم نو دسر خبر دا وو ، چې شاه شاهان کرزي خان په خپله ناخوانده امضاء باندې څوتنه مجاهدین په دار ځړولي او په شهادت یې رسولي ، خبر بوږنوونکی وو ، دې کسانو چې نومونه یې رمضان ، عزیزاحمد ، متوکل او محمد حیدر یاد شوي هیڅ داسې عمل نه وو کړی چې دوی پرې په اسلامي ، افغاني او بالاخره انساني ترازو ګرم او داعدام مستحق وبلل شي .

په دوی یوازینی تور به شاید داوو ، چې له خدای تعالی او انساني فطرت څخه دیاغي غربي ځناورتوب په مقابل کې به یې دایمان دپیلوزي به رڼا کې دانسانیت درفا او تلپاتي سعادت مبارزه ( جهاد) پيل کړی وو ، دحق دمنکرینو او مرتدینو په خلاف جهاد جرم او پیغور نه بلکې ترټولو ستر عبادت او داسلام اسمانڅک دی ، که څوک ددې سترې الهي فریضې او انساني مسؤلیت قدر او منزلت نه شي درک کولای ، او دمجاهدینو او مجرمینو ترمنځ په توپیر یې سترګې ړندي وي ، خپله داعدام وړ او په دار دځړولو دي .

دالهي مینې په جرم ددې شهیدو شویو زلموټو دشهادت خبر اورېدو ولړزولم خو ډیر یې بې واکه نه کړم ، ځکه زه پوهیږم چې جهاد په یوه جمله کې ( ترسرپورته ګټه ده ) مطلب داچې که څوک دې صف ته ورګډیږي ، نو له پیله به ځانته وایي چې

په یارانه کې ځان سندان کړه
په کې پیښیږي دپلکونو ګوزارونه

کرزی به نن شپه ځان ته په غوره کې وي ، چې په خپله امضاء یې خپل څلورتنه مخالفین له منځه وړي، دغه راز به مفتي ایساف شیطان الشیاطین سیاپ هم له خوښۍ په جامو کې نه ځاییږي ، ځکه ده نن دکابل په دیوالونو دڅو تنو اعدام شویو مجاهدینو سیل کړی او په دې توګه یې دکابل دګړوبیدونکي حکومت امنیت او بقاء تضمین کړې ده ، خو دغه جاهلان خبرنه دي چې دوی په دا ډول اعدامونو څوک وژلای نه شي بلکې یوازې یې شهیدولای او ابدي کولای شي .

دوی نه دي خبر چې شهادت دجهاد دلارې دلارویانو له سترو ارمانونو څخه یو ارمان دی ، دوی به دالهي مینې ددې مجنونانو هغه د زړه له تله راپورته کیدونکې ټپې نه وي اوریدلې چې په وړاندې خپل دوه هدفونه ( دنیايي سرلوړی ژوند یا شهادت ) په کې دخپل برخلیک په توګه یادوي .

یا به مې ستا مینه روزي شي
یا به مې سر دغرغرې شمال وهینه

اې دارګ خیټورو !!! اې دسترې محکمې رشوتخورو !!! اې دڅارنوالۍ پرچمیانو !!! او اې داستخباراتو خادیانو !!! په یاد ولرئ چې دڅلوروتنو مظلومو اسیرانو په شهادت سره به زموږ د خروښیدونکي جهادي توپان مخه ډب نه کړای شئ ، ددې مظلومانو له وینو به څلور زره سرسپارلي فدایان رازرغونیږي ، او تاسو به دخپلو ریګي جوالونو ، امنیتي حصارونو ، تړلیو دروازو او دفترونو دننه دخپلو بادارانو تر بړستنو لاندې دخپلو شنیعو اعمالو په سزا رسوي ، په یاد ولرئ چې زموږ دوینو سیلاب خورا ستر او څپې وهونکی دی ، دا سیلاب دڅلورو زندانیانو به وینو بهولو بندیدای نه شي بلکې لا څپاندیدای شي ، تاسو په دې عمل سره زموږ دوینو سیلاب نور هم خونړی کړ ، او په دې توګه مو ځانونه نور هم دانتقام مستحق وګرځول ، په یاد ولرئ چې په دا ډول جاهلانه او ظالمانه اعمالو سره تاسو یوازې خپل ځان ته زیان اړوئ .

یو خونه دی ټول جهان منصور منصور دی
وخت به کوم یو منصور وخيژوي دار ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x