د لوګر امنیه قومندان جنرال محمد داود احمدي

اکبر ستانکزی: د لوګر امنیه قومندان بې لمانځي، عیاشي او نشه د تعلیم مخه ډب کړې – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي اکبر ستانکزي نن طلوع نیوز ته د لوګر ولایت پر امنیتي او تعلیمي وضعیت  د تبصرې پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې طالبانو یو ځای هم د هلکانو مکتبونه نه دي تړلي، د انجونو هغو مکتبونو ته يې اجازه ورکړې چې تر څلور صنفونو پوري ابتدائي زده کړي ماشومانو ته وايي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو او د لوګر ولس وروسته تر هغه د غټو انجونو مدارس وتړل چې ددغه ولایت امنیه قومندان په اخلاقي فساد اخته دی، بې لمانځه دی، سپین ږیری سړی دی، خو بیا هم هلکان ساتي، عیاشي او نشه کوي، بیا چې کله دغه سي یو کس دغه مکتبونو ته په هیئتي ورځي، د خلکو کرکه او نفرت د مکتبونو څخه کیږي.

نور تفصیل په لاندي ویډیو کې:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د